د چین ګواښ: "د تایوان خپلواکي د جګړې په مانا ده"

چین ګواښ کړی چې د تایوان لخوا د خپلواکۍ د اعلان هڅه د "جګړې مانا" لري. چین دا خبرداری تایوان ټاپو ته نژدې تر خپلو پوځي خوځښتونو او د جنګي الوتکو تر الوتنو څو ورځې وروسته ورکړی دی.

د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن او د هغه ادارې هم د بیجېنګ تر دغه ګواښ وړاندې تایوان سره د درېدو او ملګرتیا ژمنه تازه کړې ده.

متحدو ایالتونو د چین دا خبرداری د "خواشینۍ وړ" بللی او زیاته کړې یې ده چې کړکېچ باید د تقابل او ټکر لامل نشي.

چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي - خو تایوان ځان خپلواک دولت بولي چې خپل اساسي قانون، پوځ او منتخب مشران لري.

شنونکي وايي د بیجېنګ اندېښنې له دې اړخه مخ په ډېرېدو دي چې ګوندې د تایوان حکومت دغه ټاپو د خپلواکۍ د رسمي اعلان پر لور روان کړی دی.

دوی زیاتوي بیجېنګ د تایوان ولسمشره څای ېنګ وېن د دې لپاره ګواښي چې پر دغه لور ګامونه وانخلي.

خو دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرې څای لا وړاندې په وار وار ویلي تایوان خپلواک دی او د خپلواکۍ رسمي اعلان ته اړتیا نه لري.

د چین دفاع وزارت ویاند وو کیان د پنجشنبې پر ورځ تایوان ته نږدې د خپلو وروستیو پوځي تحرکاتو دفاع وکړه.

هغه وویل " دا ګامونه تایوان تراړه کې اوسني امنیتي وضعیت، د ملي حاکمیت او امنیت خوندیتوب لپاره اړین وو."

د چین دفاع وزارت ویاند زیاته کړه "دا د بهرنۍ لاسوهنې او د تایوان د خپلواکۍ پالونکو ځواکونو د پارونو پر وړاندې توند غبرګون و. موږ د تایوان د خپلواکۍ پالنې دغو عواملو ته خبرداری ورکوو چې څوک له اور سره لوبېږي، وبه سوځي - د تایوان خپلواکي د جګړې په مانا ده".

د امریکا غبرګون

د چین دا خبرداری د امریکا له غبرګون سره مخامخ شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند جان کربي خبریالانو ته ویلي " موږ ته دا څرګندونې د خواشینۍ وړ دي".

هغه زیاته کړې چې پنټاګون "داسې هېڅ دلیل او اړتیا نه ګوري چې د تایوان پر سر کړکېچ دې د ټکر په څېر پر یوه څه تمام شي".

دا څرګندونې د چین - تایوان د اړیکو په اړه د امریکا د نوې ادارې لومړنی لیدلوری ډاګیزوي.

انګېرنه دا ده چې د امریکا نوې اداره به هم له هانک کانګ او تایوان ټاپو ګانو رانیولې تر بشري حقونو او خپلمنځي سوداګریزو ناندریو پورې د بېلابېلو مسایلو له کبله پر چین فشارونو ته دوام ورکړي.

په دې توګه به له پوځي او اقتصادي اړخه د نړۍ د دغو دوو زبرځواکو هېوادونو ترمنځ د اړیکو سړښت هم دوام ولري.

بیجېنګ کې د بي بي سي روبین براټ لیکلي چې د چین دولتي مشران تر ډېره د جګړې د احتمال له خبرو ډډه کوي او ټینګار یې تل پر دې وي چې هېواد یې امن غوښتونکی دی.

چین تر خپلو پولو بهر د پوځي تحرکاتو او پراختیا پالنې تاریخ نه لري، خو د تایوان ټاپو کیسه بیا جلا ده چې د کورنۍ جګړې پایله کې بېل شوی دی.

بیجېنګ د شي جېن پېنګ تر مشرۍ لاندې په وار وار ویلي که تایوان رسما د خپلواکۍ د اعلان پر لور ګام واخلي، دوی په پوځي مداخله وکړي.

خو د جګړې د اوسني ګواښ خبره د پوځي مداخلې په څېر ساده نه ده. د جګړې ګواښ څرګند او وېرونکی دی.

پوځي مداخله له بېلابېلو لارو ممکنه ده او ضرور نه ده چې دواړه خواوې او د هغوي متحدان دې مخامخ سره جګړه کې ښکیل شي.

چین او تایوان: بنسټیزه موضوع

  • چین او تایوان د ۱۹۴۹ کال له کورنۍ جګړې راهیسې جلا حکومتونه لري. بیجېنګ له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د تایوان نړیوال فعالیتونه محدود وساتي. دوی پاسېفیک سیمه کې د نفوذ پر سر هم سیالي کوي.
  • د دواړو خواو ترمنځ وروستیو کلونو کې کړکېچ ډېر شوی او بیجېنګ د دغه ټاپو د بېرته نیولو لپاره د پوځي ځواک کارول نه دي رد کړي.
  • که څه هم یوازې د ګوتو په شمېر هېوادونو د تایوان خپلواکي په رسمیت پېژندلې، خو د دغه ټاپو منتخب کورواک حکومت له ګڼو هېوادونو سره پیاوړي اقتصادي او غېر رسمي اړیکي لري.
  • امریکا هم د ډېرو نورو هېوادونو په څېر تایوان سره رسمي دېپلوماتیک اړیکي نه لري، خو یو قانون یې د دغه هېواد دولت مکلف کړی چې دغه ټاپو ته د ځان د دفاع لپاره وسایل او امکانات ورکړي.

تایوان څه وايي

د تایوان ولسمشرې څای ېنګ وېن د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې بي بي سي ته وویل چین ته ښايي چې د تایوانیانو د غوښتنې دورناوی ولري.

هغې ويلي : "موږ اړتیا نه لرو چې ځانونه یو خپلواک دولت اعلان کړو".