د اولمپیک مډال څومره ارزښت لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
لوبغاړي د اولمپیک مډال ګټلو لپاره خولې تویوي او ان ځینې وخت اوښکې هم تویوي، خو د مډال ګټل ډېرې قربانۍ ته اړتیا لري. خو که دوی د مډال ګټلو توان هم ولري، دا مډال څومره ارزښت لري؟
ښايي ددې پوښتنې ځواب مو سربداله کړي او د مډال ارزښت دومره هم نه وي لکه تاسو یې چې په اړه فکر کوئ.
ښايي بله پوښتنه مو دا وي چې د اولمپیک مډال رښتیا هم له طلا جوړ شوی؟ ښايي ځواب یې تاسو غافلګیر کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په هرو اولمپیک سیالیو کې د مډالونو سکښت او جوړښت توپیر کوي.
د توکیو اولمپیک مډالونه د جاپانیانو د الکترونیکي له کاره لوېدلو وسیلو له ټوټو جوړ شوي دي.
خو د دې مډالونو په جوړولو کې لاهم ګرانبیه مواد کارېږي.
نو د دې پوښتنې ځواب چې ایا رښتیا هم طلايي مډال له طلا جوړ دی؟ منفي دی. د اولمپیک مډالونه باید لږ تر لږه ۹۲٫۵ سلنه نقره ولري او اقلاً شپږ ګرامه طلا پکې وکاروله شي.
د یوه متخصص په وینا، د توکیو اولمپیک مډالونه نژدې ۷۵۰ ډالر ارزښت لري.
ښايي دا به ځینو ته ډېرې پیسې ښکاره شي، خو په هېڅ ډول د اولمپیک ورزشکارانو مسلک کې د هغوی د پانګونې تر کچې نه شي رسېدلی.

د عکس سرچینه، Reuters
که نقره يي مډالونه ذوب او ویلې شي، نژدې ۴۰۰ ډالره ارښت لري.
د برونزو مډالونه ډېر کم ارزښت لري - یعنې یوازې ۷ ډالره.
خو د ورزشکارانو لپاره هر مډال معنوي ارزښت لري او خپل نوم یې د لوبو د سیالیو تاریخ کې ثبت کړی.
تر ۱۹۱۲ کاله د اولمپیک مډالونه له خالصې طلا جوړېدل، خو له لومړنۍ نړیوالې جګړې وروسته طلايي مډالونه پر نقرې واوښتل او یوازې د طلا یو پوښ ورکړل شو.
تر ډېره ورزشکاران خپل مډالونه په خوله کې نیسي، په دې خاطر چې طلا د فلزاتو پرتله نرمه وي.
د توکیو اولمپیک سمبالګرو په ټوکه ورزشکارانو ته ویلي چې "مډالونه د خوړلو نه دي".

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د مډال اصلي ارزښت هغه وخت معلومېږي چې خرڅلاو ته وړاندې شي.
معمولاً د اولمپیک مډالونه خرڅلاو ته نه وړاندې کېږي، خو ځینې وخت په بولۍ کې په سلګونه زره هم پلورل کېږي.











