سعودي بهرنیو مسلمانانو ته د "عمرې حج" اجازه ورکوي

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

سعودي عربستان کې سرچینې وايي د دغه هېواد چارواکو پرېکړه کړې روان کال هغو بهرنیو اتباعو ته د عمرې حج د ادا کولو اجازې ورکړي، چې واکسین شوي وي.

د سعودي د دولتي تلویزیون العربیه د رپوټ له مخې د دغه هېواد حکومت ویلي بهرني اتباع به د را روانې اګست میاشتې له لسمې د عمرې حج اجازه ولري.

د سعودي د حج او عمرې د ملي کمېټې غړی 'هاني علي العمیري' وايي هغه کسان چې غواړي عمره وکړي، د نړۍ لروبر کې د نږدې شپږ زره ایجنسیو او دېرشو انلاین پلټفارمونو له لارې خپل نومونه ثبتولی شي.

خو د هغه په وینا، د عمرې حج لپاره د اوکسین شرط حتمي دی او ترڅنګ به یې ټولو ځایونو کې د خوندیتابه تدابیر هم ډاډمنېږي.

په رپوټ کې راغلي چې ایجنسۍ او افراد د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا منظور شویو او باور وړ پورټلونو سره د ویزې، استوګنځي او سفري اسانتیاوو لپاره انلاین نومونه لیکلی شي.

د فرضي حج د مراسمو له پای وروسته د مکې مکرمې ښار سپېڅلو ځایونو ته د عمرې لپاره د خلکو ورتګ پیل شوی دی.

العربیه تلویزیون وايي "۵۰۰ کمپنۍ د بهرنیو معتمرینو د هرکلي او هغوی ته مسجد الحرام کې د لمونځ ادا کولو لپاره د مهالویش په برابرولو بوختې دي."

د سعودي عربستان روغتیا وزیر توفیق الربیعه وايي روان کال د حج مراسمو کې د کوویډ-۱۹ ان یوه مثبته پېښه هم نه ده ثبت شوې.

سږ کال یوازې سعودي مېشتو مسلمانانو د حج فریضي د ادا کولو اجازه درلوده او ټول واکسین شوي وو.

د حج مراسمو پر مهال د ټولنیز واټن د سپارښتنې عملي کېدل هم لازمي وو.

پر دې سربېره سږ د حج مراسمو پر مهال د ټکنالوجۍ کارونه هم عامه وه. د ځیرکو تلیفونو د اپلیکېشن، برېښنايي موټرو او روباټونو په وسیله دا ډاډمنه شوې وه چې د حج اجتماع کې وېروس خپور نه شي.

سږ ۶۰ زرو حج وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سږ ۶۰ زرو حج وکړ

د تازه رسمي شمېرو له مخې سعودي عربستان کې د کورونا وېروس ۱۱۹۴ ورځنۍ مثبتې پېښې او د ۱۲ کسانو مړینه تائید شوې ده.

له دې سره د دې وبا له پیل راهیسې سعودي عربستان کې پر کورونا وېروس د ټولو اخته تشخیص شویو کسانو شمېر ۵۱۸ زره ۱۴۳ تنو ته رسېدلی چې ۸ زره ۱۶۷ ترې مړه شوي دي.

د تېر کال یوازې ۱۰ زره سعودي وګړو ته د حج فریضې د ادا کولو اجازه وه، خو سږکال دا شمېر نږدې ۶۰ زره تنو ته رسېده.

سږ کال سعودي کې مېشتو بهرنیو مسلمانانو هم د حج ادا کولو اجازه درلوده.

د سعودي حکومت د کورونا وبا له پیل راهیسې د عمرې پر مراسمو بندیز لګولی و خو دغه بندیز د ۲۰۲۰ کال اکتوبر کې نرم شو.

له هغه وروسته د سعودي اتباعو او دغه هېواد کې مېشتو بهرنیو مسلمانانو د عمرې اجازه درلوده.