سعودي د کورونا له وېرې د عمره کوونکو او سیلانیانو وېزې ځنډولې

مکي حرم کې لمونځ کوونکي

د عکس سرچینه، AFP/getty

د عکس تشریح، مکي حرم کې لمونځ کوونکي

سعودي عربستان د هغو هېوادونو عمره کوونکو ته د وېزې ورکول ځنډولي، چې د کورونا وېروس مثبتې پېښې پکې ثبت شوې او یا د سیلانۍ لپاره سعودي ته ځي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته هم سپارښتنه کړې چې یادو هېوادونو ته سفر ونه کړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په عمره کوونکو کې د کورونا وېروس د وېرې له کبله یې ځینې وقایوي ګامونه اخیستي دي.

په دې اجراتو کې د عمره کوونکو لپاره د وېزو ځنډول، د نبوي جومات زیارت کوونکو او د سیلانیانو د وېزو لنډمهالي محدودیتونه هم شامل دي.

سعودي چارواکو د هغو هېوادونو وګړو ته د سیاحت د وېزو ورکول هم ځنډولي، چې د کورونا وېروس مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي.

سعودي خپلې خاورې ته د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو د وګړو ورتګ هم ځنډولی، چې مخکې به د یوه کارت په مټ دغه هېواد ته تلل او له دې هېواده یې د دغو هېوادونو د وګړو وتل هم ځنډولي دي.

سعودي وايي په خلیجي هېوادونو کې د سعودي مېشت وګړي هم تر محدود وخت پورې سعودي ته نه شي ستنېدلی.

Presentational grey line

اندونېزیا استثنا غواړي

د اندونېزیا ولسمشر جوکو ویدودو ویلي، د سعودي چارواکو سعودي ته د بهرنیو وګړو د مذهبي مراسمو لپاره د وېزو ځنډولو د پرېکړې "درناوی" کوي.

په دې بندیز کې د اسلام دوو سپېڅلو ځایونو مکې مکرمې او مدینې منورې ته عمره کوونکي نه شي تلی.

ښاغلي ویدودو ویلي: "موږ یې درناوی کوو. د سعودي حکومت لومړیتوب د خلکو روغتیا ته پام کول دي."

ویدودو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي ویدودو ویلي: "موږ یې درناوی کوو. د سعودي حکومت لومړیتوب د خلکو روغتیا ته پام کول دي."

خو د پنجشنبې په ورځ د اندونېزیا د مذهبي چارو وزیر د سعودي له دې اعلان سره سم سعودي ته د تللو په تړاو د هغو اندونېزیايي وګړو لپاره د استثنا غوښتنه کړې، چې غواړي عمرې ته ولاړ شي.

عارف حاتم ویلي: "موږ د دیپلوماتیک چینل له لارې د استثنا غوشتنه کړې؛ ځکه چې اندونېزیا ته د کورونا وېروس خطر لا نه دی متوجه شوي."

اندونېزیا په اسلامي نړۍ کې د ډېرو مسلمانو وګړو لرونکی هېواد دی.

په دې هېواد کې تر اوسه د کورونا وېروس کومه پېښه نه ده ثبت شوې. ‌

Presentational grey line
شمېرې

د روژې میاشتې په نژدې کېدو د عمره کوونکو شمېر ډېرېږي، په پام کې ده چې راتلونکې روژه میاشت د اپرېل میاشتې پر ۲۴مه پیل شي.

ایران او د سعودي ګڼو ګاونډیو هېوادونو هم ویلي، چې د کورونا وېروس مثبتې پېښې پکې ثبت شوې.

وړاندې تهران اعلان کړی و چې د روغتیا مرستیال وزیر او د پارلمان یو غړی هم په کورونا وېروس اخته شوي. په ایران کې تر اوسه په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۹۵ اعلان شوی او ۱۵ کسان یې له کبله مړه شوي دي.

په وروستیو اونیو کې له ایرانه نورو هېوادونو ته هم د کورونا وېروس لېږدېدلی دی.

په افغانستان، پاکستان، بحرین، عراق، کویت، عمان او لبنان کې هم د کورونا وېروس مشکوکې او ان ځینې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شمېرې