تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عراق لومړی وزیر امریکا ته روان دی
د عراق لومړي وزیر مصطفی کاظمي داسې مهال د امریکا له ولسمشر سره د لیدو تکل کړی چې په دې وروستیو کې عراق کې پر امریکايي ځواکونو د ایران پلوه ملېشو بریدونه ډېر شوي دي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې ښاغلی کاظمي به د جولای پر ۲۶مه له ولسمشر بایډن سره وګوري.
د سپینې ماڼۍ ویاند جن ساکي رسنیو ته ویلي ولسمشر بایډن هیله من دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړې او په دې لړ کې د داعش د ماتې ډاډ ترلاسه شي.
د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې عراق کې د امریکا پر اهدافو ۴۷ بریدونه شوي او له دغو بریدونو په ۷ کې بې پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.
عراق کې ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونه مېشت دي.
په تېر یو نیم کال عراق کې د امریکا پر ګټو شاوخوا ۳۰۰ بریدونه شوي چې ډیر یې راکټي بریدونه وو.
په ورته ډول د امریکا د پوځي تجهیزاتو کاروانونه هم د سړک غاړې بمي چاودنو کې په نښه شوي.
تېره اپریل میاشت کې له چاودیدونکو توکو یوه ډکه بې پیلوټه الوتکه د ملکي الوتنو له لوري د اربیل ښار ملکي هوايي ډګر ته نږدې شوه او دغه هوايي ډګر ته څېرمه د امریکايي ځواکونو اډه کې د سي ای اې له یوه زیرمتون سره وجنګېده.
امریکا وايي دا بریدونه د ایران له ملاتړه برخمنې ملېشې کوي.
د امریکا پوځ تر دې دمه دوه ځله په ځوابي ډول عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو وسله والو اهداف هم په نښه کړې دي.
د جون په شپږمه عراق کې امنیتي سرچینو وویل چې پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره شوې ده.
د عراق امنیتي چارواکو وویل دې الوتکې چاودیدونکو توکي لېږدول او د متحدو ایالتونو سفارت ته په نږدې وه چې د امریکا د هوايي دفاع سیستم نسکوره کړه.
د امریکا لخوا عراق کې د ایران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته د عراق او امریکا ترمنځ د اړیکو لوری بدل شوی.
د عراق پارلمان د ښاغلي سلیماني تر وژلو وروسته پرېکړه وکړه چې امریکايي ځواکونه دې له دغه هېواده ووځي.
د عراق ځينو حکومتي سرچینو تېره ورځ رسنیو ته وویل د امریکا ځانګړي استازي له عراقي چارواکو سره لیدنو کې له دغه هېواده کرار کرار د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره کړې، خو لږ وروسته بیا د امریکا حکومت دا رپوټونه رد کړل.