عراق کې د امریکایي ځواکونو پر اډه توغندیز برید شوی

د عراق لوېدیځ کې د عین الاسد په نامه پر هغه پوځي مرکز د توغندیو لس ګوزارونه لګېدلي چې د امریکا په مشرۍ اییتلافي ځواکونه پکې دېره دي.

عراقي ځواکونو ویلي، پېښه کې پام وړ زیان نه دی اوښتی، خو امنیتي سرچینو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د پېښې پر مهال یو امنیتي قراردادي کس د زړه درېدو له کبله مړ شوی دی.

تېره میاشت د عراق شمال کې د یوه راکټي برید له کبله یو فلیپینی قراردادي کس وژل شوی و او یو امریکايي پوځي کس ټپي شوی و.

امریکا پر ایران پلوه ملېشو د برید پړه اچولې وه او په سوریه کې یې د دې وسله والو پر یوه مرکز هوايي بریدونه وکړل.

ولسمشر بایډن د دا هوايي بریدونه چې د نوموړي په حکومت کې لومړی ځل له پوځي ځواکه کار اخیستل بلل کېږي ایران او د دغه هېواد نیابتي جګړه مارو ته یو خبرداری بللی.

بل لور ته د عراق مشهور نیمه پوځي ځواک چې ډېری غړي یې د شیعه ملېشو اړوند دي وايي، دا بریدونه 'په راتلونکي کې د خطرناک حالت څرګندونه کوي. '

د اییتلافي ځواکونو پر الاسد نومي مرکز د چهارشنبې ورځې بریدونه عراق ته د مسیحي کلیسا مشر پاپ فرانسس له تاریخي سفره دوې ورځې مخکې شوي دي.

پاپ فرانسس په عراق کې د کوویډ - ۱۹ دویمې څپې زیاتېدو او دغه راز د وسله والو له لوري د احتمالي تاوتریخوالي خطرونو له خبرداري سره سره د خپل سفر له ځنډولو انکار کړی دی.

د چهارشنبې پر ورځ نوموړي ۲۰۰۰ کال کې د جان پاول ځنډول شوي سفر ته په اشارې سره وویل:

''خلک باید د دویم ځل لپاره ناهیلي پاتې نه شي. ''

دا هم کتلای شئ