تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عراق په عین الاسد سیمه کې د برید تصویرونه
ایران په عراق کې دوې امریکايي پوځي اډې په توغندیو وېشتلې دي. عراقي چارواکي وايي، دې بریدونو د سر زیان نه دی اړولی او د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم وايي، 'تر اوسه هر څه سم دي. '
په هغو تصویرونو کې چې د چهارشنبې پر ورځ خپاره شوي، د هغو توغندیو ټوټې لیدل کېږي چې د عراق په عین الاسد سیمه کې لګېدلي دي.
د جنورۍ پر درېیمه د امریکايي ډرون برید په ځواب کې چې جنرال قاسم سلیماني پکې ووژل شو، ایران د غبرګون په توګه په عراق کې دوې امریکايي پوځي اډې په نښه کړې دي.
عراقي چارواکي وايي، تېره شپه د ایران له لوري د شپې ناوخته له څه کم دوو بجو تر پاو باندې دوو بجو پورې ۲۲ توغندي توغول شوي دي.
د عراقي پوځي ګډو عملیاتو د قومندې مرکز مسوولینو په وینا له دې نه د ۲۲ توغندیو هدف د عین الاسد پوځي هوايي ډګر و. دوه توغندي په نژدې حطان سیمه کې لګېدلي چې چاودیدلي نه دي.
د پوځي مسوولینو په وینا پنځه توغندي په اربیل کې د اتحادي ځواکونو مرکز لور ته توغول شوي دي. د عراق دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، دوه ایراني توغندي د اربیل په سیدان کلي کې او یو توغندی په بردرشه سیمه کې لګېدلی دی. سیدان له اربیل ښاره ۱۶ کیلومتره او بردرشه له دغه ښاره ۴۷ کیلومتره واټن لري.
عراقي پوځ وايي، په دې بریدونو کې عراقي پوځیانو ته زیان نه دی اوښتی او امریکايي پوځ هم د سر کوم زیان نه دی تایید کړی، خو ایراني رسنۍ د ۸۰ کسانو وژل کېدو ادعا کوي.
۔