تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر پوځي اډه برید؛ عراق کې برتانوی او امریکايي سرتېري وژل شوي
د عراق د پلازمېنې بغداد په شمال کې د امریکا او برتانیا پر تاجي پوځي اډې راکټي برید کې لږ تر لږه یو امریکایی پوځي، یو امریکايي قراردادي او یو برتانوی پوځي وژل شوي او ۱۲ نور پوځیان ټپیان شوي دي.
د امریکايي ځواکونو د یوې سرچینې پر بنسټ، د وژل شويو نومونه تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.
له تېرې جنورۍ میاشت راهیسې کله چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ایران جګپوړی قومندان قاسم سلیماني ووژل شو، تاوتریخوالی لا ډېر شوی دی.
د جنوري په اتمې نېټې د عراق پر الاسد اډه د ایران له لوري پر امریکايي اډې د غچ په بدل کې له سلو ډېر امریکایي عسکر له ذهني کړاو سره مخامخ کړل.
له دې پېښې راهیسې د ایران او امریکا له خوا کوم بل اقدام نه دی شوی او تاوتریخوالی هم نه دی زیات شوی.
په عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په یوه خبرپاڼه کې منلې چې پر پوځي اډې ۱۸ راکټونه توغول شوي دي چې په پایله کې ددې ایتلاف درې سرتېري وژل شوي دي.
له دې مخکې د دې ایتلافي ځواکونو یو ویاند په خپل ټویټ کې ویلي وو، چې دا برید د چارشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت اوه نیمې بجې شوی. دی زیاتوي په اړه یې څېړنه پیل شوې.
د برتانیا د دفاع وزارت د دې پېښې په اړه وايي چې "موږ دا خبر تاییدو چې د عراق په تاجي پوځي اډه کې د برتانوي پوځیانو له پېښې خبر یو، په دې اړه څېړنې روانې دي او په اړه مخکې له وخته تبصره کول نامناسبه ده."
د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا یو 'ناوړه' برید و. دی زیاتوي "د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره غږېدلی او د دې ناوړه برید په اړه به خپلو نړیوالو ملګرو سره د نورو جزیاتو د پوهېدو لپاره خپلې اړیکې ته دوام ورکړو."
تر اوسه یوې ډلې هم د دې برید مسوولیت نه دی منلی او نه امریکا او برتانیا پر چا تور لګولی دی، خو په تېر کې امریکا په عراق کې د داسې بریدونو پړه د ایران پر ملاتړو اچولې.
راپورونه وايي، د سوریې پر پوله عراق ته نژدې هم هوايي بریدونه شوي چې تراوسه نه دي تایید شوي.
د روان کال د فبروري په ۱۶مه هم د عراق پلازمېنه بغداد کې پر ځینو امریکايي هدفونو توغندي توغول شوي وو چې ځینې یې د امریکا سفارت په انګړ کې لګېدلي دي.
همدارنګه ځینې توغندي بغداد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ټلوالې په یوه پوځي اډه کې هم لګېدلي.
د فرانسې خبري اژانس د یوې امریکايي پوځي سرچینې او لوېدیځو سرچینو له خولې ویلي وو، له برید وروسته د امریکا د سفارت د خطر زنګ وهل شوی، خو په برید کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د دغو بریدونو مسوولیت چا نه وو منلی، خو واشنګټن ویل، د بریدونو ترشا د ایران له ملاتړ د برخمنو شیعه حشد شعبي ملېشو لاس دی.