سرچینه: حکومت د فاریاب لپاره د نوي والي ګومارنې پر پرېکړه ولاړ دی

محمد داوود

د عکس سرچینه، د سیمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره

د عکس تشریح، روانه اونۍ د سیمه ییزو ارګانونو ادارې وویل، د نقیب الله فایق پر ځای یې محمد داوود لغمانی د فاریاب د والي په توګه ټاکلی دی.

افغان حکومت کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، حکومت پر خپله پرېکړه ولاړ دی او محمد داوود لغمانی به راتلونکې اونۍ د فاریاب د والي په توګه معرفي شي.

د فاریاب پخوانی والي نقیب الله فایق د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د سنا جرګې انتصابي غړی ټاکل شوی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر شمیم خان کټوازي پرون فاریاب ته تللی او د ښې حکومتولې له امله یې ښاغلي فایق ته د میربچه خان مډال د ورکړې مراسمو کې هم ګډون کړی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویانده نرګس مومند حسنزۍ وايي، ښاغلي کټوازي فاریاب کې له ځايي خلکو سره هم لیدلي دي.

د روانې اونۍ په پیل کې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې اعلان وکړ چې د نقیب الله فایق پر ځای یې محمد داوود لغمانی د فاریاب د والي په توګه ټاکلی دی.

د یادې ادارې د دغه پرېکړې په غبرګون کې د فاریاب یو شمېر اوسېدونکو اعتراض کړی و او د جنبش ګوند یو شمېر غړو هم د حکومت پر دغه پرېکړه نیوکې کړې وې.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر شمیم خان کټوازي پرون فاریاب ته تللی او د ښې حکومتولې له امله یې ښاغلي فایق ته د میربچه خان مډال د ورکړې مراسمو کې هم ګډون کړی دی.

د عکس سرچینه، د سیمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره

د عکس تشریح، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر شمیم خان کټوازي پرون فاریاب ته تللی او د ښې حکومتولې له امله یې ښاغلي فایق ته د میربچه خان مډال د ورکړې مراسمو کې هم ګډون کړی دی.

د افغانستان ملي روغې جوړې شورا مرستیال عنایت الله فرهمند د نقیب الله فایق پر ځای د ښاغلي داوود ګومارنه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د 'دیکتاتورۍ تحکیم ' وباله.

ښاغلي فرهمند چې مارشال دوستم ته له نژدې کسانو بلل کېږي، تېره اونۍ پر خپله فېسبوکپاڼه ولیکل، ''د دغه ولایت له مخورو او استازو سره هېڅ سلا مشوره نه ده شوې. ''

نوموړي دغه راز خبرداری ورکړ چې ''د فاریاب او شمالي د خلکو له ارادې پرته دغه ډول پرېکړې د تطبیق وړ نه دي. ''

نقیب الله فایق درې کاله مخکې د فاریاب والي په توګه ټاکل شوی و.