د فاریاب لاریون: لاریونیانو د ولایت ودانۍ سوځولې

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د افغانستان شمال فاریاب ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، پر معترضانو د افغان امنیتي ځواکونو له ډزو وروسته قهرېدلي معترضان د ولایت ودانۍ ته ننوتلي او ودانۍ یې سوځولې ده. په ډزو کې یو کس وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.

د فاریاب ولایتي شورا مشر محمد طاهر رحماني بي بي سي ته ویلي، اوس لاریون له کنټروله وتلی او قهرېدلي معترضین د ولایت ودانۍ ته ننوتلي او هلته یې دولتي موټرو ته اور اچولی دی.

دی وايي، تر اوسه د امنیتي ځواکونو د ډزو انګیزه نه ده معلومه، خو ښايي لومړی معترضانو تیږې پرې ویشتلې وي.

د فاریاب ځینو خلکو د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې اعتراض او مظاهرې وکړې.

د عیني شاهدانو په وینا، تر ډزو وروسته، د معترضانو ګڼه ګوڼه تیت او پرک شوه او تاوتریخوالی پیل شو.

افغانستان
د عکس تشریح، معترضانو دولتي موټرو ته اور اچولی

تېره ورځ د دفاع وزارت وویل، ښاغلی قیصاري فاریاب ولایت کې له لفظي شخړې وروسته په یوه وسله واله نښته کې نیول شوی او کابل ته لېږدول شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي چې د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او هلته د پاڅون کوونکو مشر نظام الدین قیصاري له نېول کېدو وروسته کابل کې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی:

معترضانو د دویمې ورځې لپاره میمنه ښار کې لاریون کړی
د عکس تشریح، معترضانو د دویمې ورځې لپاره میمنه ښار کې لاریون کړی

دفاع وزارت پر دغه سیمه ییز قومندان د پورې شویو تورونو په اړه څه نه وایي، خو په شمال کې د پوځ قول اردو ویلي چې قیصاري تېره ورځ په یوه امنیتي غونډه کې ځایي چارواکو ته د خاینینو خطاب وکړ او په مرګ یې وګواښل.

د ویډیو تشریح، د نظام الدین قیصاري نیول کېدل

بي بي سي ته د ښاغلي قیصاري د یوې داسې غونډې ویډیو هم رسېدلې چې نوموړي په کې ګډون کوونکو ته چې والي او امنیه قومندان هم په کې و، د مرګ ګواښ کوي:

"درنو دوستانو، که نن شپه جمعه بازار او شیرین تګاب سقوط وکړ، زه به تاسې ټول ووژنم، که مې ونه وژلئ، زه به د پلار زوی نه یم."

افغانستان
د عکس تشریح، لاریونیان