کربلا کې کعبه: مجسمې ولې عراق او بهر کې پراخې لانجې راپارولې؟

کربلا کې د کعبې مجسمه

د عکس سرچینه، Twitter Ahmed AlAzzAwi

وروسته تر هغه چې د عراق کربلا ښار کې د کعبې د مجسمې انځورونه او وېډیوګانې خپرې شوې او خلک یې شاوخوا طواف کوي، ګڼو خلکو نیوکې پرې وکړې او ګڼې پوښتنې راپورته شوې.‌ حقیقت څه دی؟

پر خواله رسنیو د کعبې د جوړې شوې مجسمې ګڼ انځورونه لاس په لاس شول چې د ځینو کارنو سخته غوسه یې راوپاروله.

د عربي هېوادونو د خواله رسنیو کارنو او فعالانو د کعبې د مجسمې په اړه تاوده بحثونه پیل کړي دي.

ګڼو خلکو پر خواله رسنیو د کعبې د مجسمې جوړېدل غندلي دي.

په کربلا کې ددې پېښې په تړاو یوشمېر ټویټر کارنو ویلي: "دا د اسلام لارښوونو او سپېڅلو ځایونو ته ښکاره سپکاوی دی، په تېره کله چې خلک هلته طواف کوي او د کعبې په شان احترام ورته لري".

ځینو عراقي فعالانو ویلي، د کعبې دا مجسمه د علي بن ابي طالب د زوکړې د جشن لمانځلو لپاره جوړه شوې، چې هدف یې سپکاوی او سیاسي انګیزه نه ده.

حقیقت څه دی؟

د شیعه ګانو د سپېڅلو قبرونو رسمي مسئوله برخه دا نه مني چې ګنې دا مجسمه دوی جوړه کړې ده.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

عراقي خبري رسنیو د دوی له قوله ویلي، دا مجسمه "د حسینیه ځینو کاروانونو د امام علي د زوکړې په مناسبت د یوې ژوندۍ صحنې په توګه جوړه کړې ده".

د دې مجسمې تر جوړېدو دوه ورځې وروسته، په عراق کې د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې تر ګرځبندیز لګولو وروسته، د شیعه ګانو د سپېڅلو قبرونو رسمي برخې مداخله وکړه او مجسمه یې لیرې کړه.

خو د حسینیه څرګندونو او د مجسمې ړنګولو بیا هم لانجمن بحثونه ختم نه کړل.‌

په دې مسله کې د شیعه ګانو مذهبي مشرانو او شیخانو هم مداخله وکړه. د شیعه ګانو یوه عالم محمد مهدي الخالصي وغوښتل چې "په دین پورې د دروغو تړلو په تړاو دې سني او شیعه مراجع یو شان دریځ ولري".

خو یوه بل شیعه ملا حسن الموسوي بیا ددې پې‍ښې تر شا سیاسي انګیزه وبلله او دا یې د جاهلیت زمانې ته ستنېدل او په دین کې بې اساسه بدعت بللی او وايي دا کار د ایران په لمسون شوی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

خو کربلا کې فعالانو دا کار له سیاسي انګیزې سره ناتړلی بللی او وايي ایران هېڅ لاس پکې نه لري.

کربلا کې خبریالانو د بي بي سي خبریال ته ویلي: "کوم څه چې شوي، دا یوازې پخوانی میراث دی چې له څو کلونو راهیسې زیارت کوونکي پرې روږدي دي".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

د شیعه مذهب پلویان پخپلو مذهبي مراسمو کې د ځینو دیني او مهمو تاریخي پېښو په مجسمولو روږدي دي، لکه د امامانو پر مړینې ویر کول او د عاشورا د پېښې لمانځل.

د ۲۰۱۹ کال نومبر کې هم د تونس ښاروالۍ د میلاد نبي په مناسبت د کعبې یوه مجسمه جوړه کړې وه،‌ چې لانجمن بحثونه یې راپارولي وو.

"سپین حج"

په ځینو هېوادونو کې د حاجیانو د لا پوهولو لپاره د مذهبي بنسټونو یا د حج وزارتونه د کعبې کوچنۍ مجسمه جوړوي چې حج ته تلونکي کسان هلته د طواف عملي تمرین وکړي او دې کار ته دوی "سپین حج" وايي.

د ۲۰۲۰ کال جولای میاشت کې د مصر د قاهرې یوه کلي کې هم د کعبې یوه مجسمه جوړه شوې وه، چې وېډیوګانې یې خپرې شوې او د لوی اختر رخصتیو کې یې هلته خلکو شاوخوا طوافونه کول.

هغه مهال هم دا کار وغندل شو او د بدعت خپرېدو هڅه وبلل شوه، خو ځینو نورو بیا ستایلی و.

ځینو وویل، چې ددې کلي اوسېدونکي خپل دا ولسي دود په هر لوی اختر کې لمانځي او د کلي په یوه میدان کې د کعبې مجسمه جوړوي او هلته خلک ورځي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

د مصر اسکندریه کې هم ورته کار شوی و.

د سپېڅلو ځایونو د مجسمې جوړولو حکم

د کعبې د مجسمې جوړول، هغه که د زدکړې لپاره وي یا د دیني مناسباتو پخاطر، په وروستیو کې یوه لانجمنه او د بحث وړ مسله ګرځېدلې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 5
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 5

عالمان یې د جوړېدو یا پر دېوال د کعبې د انځور یا مجسمې لګولو د حکم په اړه اختلاف لري.‌

ځینو دا کار ناروا بللی، ځینو نورو بیا ویلي که هدف ترې خلکو ته د کعبې وریادول وي، نو پروا نه کوي.