د کعبې کلابندي؛ ۴۱ کاله مخکې څه پېښ شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عابد حسین
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
۱۹۷۹ کال تاریخ کې او د پېښو له امله ډېر اهمیت لري، خو سعودي کې دا کال مکه کې د خدای پر کور برید او د دوو اونیو لپاره کلابندي له امله یادېږي چې پکې سلګونه کسان ووژل او تر نږدې یو لک کسان مسجدالحرام کې کلابند وو.
۴۱ کاله مخکې د ډیسمبر پر ۴ سعودي حکومت د فرانسوي کمانډویانو، پاکستاني پوځ او خپلو ځواکونو په مرسته دا جکړه ختمه کړه چې د نومبر پر ۲۰ پیل شوې وه او له څلور سوو تر پنځوسوو توندلارو پکې د ۱۴۰۰ کال د محرم په لومړۍ نېټه د نوي کال را د بره کېدو سره پر کعبه برید وکړ او د یو لک عبادتګرو کلابندۍ سره یې پر کعبه ولکه وکړه.
د بریدګرو مشر د نجد اوسېدونکی او د بدو یا کوچۍ قبیلې غړی جهیمان بن محمد بن سیف العتیبي و. نوموړی د سعودي د وتلي عالم عبدالعزیز بن باز له افکارو ډېر اغېزمن و.
عبدالعزیز بن باز ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ لسیزه کې سعودي کې د عصریتوب پراخولو لپاره د شاهي کورنۍ د هڅو خلاف و او دې برخه کې یې وینا او نیوکې هم کولې، خو وروسته سعودي لوی مفتي کړ او دې سره یې نیوکې هم ختمې شوې.
جهیمان بن محمد بن یوسف العتیبي یې له ویناوو اغېزمنېدو سره د عبدالعزیز بن باز له خوا جوړ شوي سلفي جماعت کې ګډون وکړ چې موخه یې سعودي کې د اسلام اصلي شکل بنسټول او سعودي کې د زیاتېدونکي لوېدیځتوب، ګډ ماحول جوړېدو او د تلوېزون د منفي اغېزو مخنیوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
العتیبي د توندلارۍ هڅې پراخې کړې او وروسته سعودي په ۱۹۷۸ کې له څو ملګرو سره ونیو، خو له خوشي کېدو سره یې بیا هم فکر بدل نه شو او له خپلو ملګرو سره په ګډه یې د نوې اسلامي پېړۍ پیلېدو سره پر کعبه د برید پلان جوړ کړ.
د ۱۹۷۹ کال د نومبر پر ۲۰ د سهار لمونځ پر مهال له خپلو نږدې پنځوسوو ملګرو سره کعبې ته ننوت، دروازې یې وتړلې او یو لک عبادتګر یې یرغمل کړل او پر جومات یې ولکه وکړه.
هغه خپل اوښی محمد بن عبدالله القحطاني امام مهدي وباله، دا له پېړیو وروسته لومړی ځل و چې کعبه د عامو مسلمانانو په مخ بندېده.
سعودي د دې بلوا د ځپلو لپاره خپل پوځ ولېږه، خو د کعبې سپېڅلتیا او د لږ روزنې له امله یې پوځیان په بلوا ځپلو کې پاتې راغلل.
سعودي د شرم پټولو لپاره اړیکتیايي نظام بند کړ، چې د پېښې په هکله خبرونه محدود پاتې شي، خو دې برخه کې پوره بریالی نه شو.
پاکستان ته د دې خبر راتلو سره اسلام اباد کې د امریکا پر سفارت برید وشو، ځکه ایران دا کار امریکايي او صیهوني سازش باله.
له بیا بیا ناکامېدو وروسته ریاض له فرانسوي او پاکستاني پوځ مرسته وغوښته.

د عکس سرچینه، Getty Images
خبریال یارو سلاف ټرافي موو په دې تړاو کتاب کې لیکلي، فرانسوي کمانډویانو سعودي پوځیان په بیړه وروزل چې دا توندلاري وځپي، ځکه مکې ته نامسلمان نشي ننوتلی او هم یې د پاکستاني پوځ په مرسته د ډیسمبر پر څلورمه دا بلوا ماته کړه.
دې پېښه کې د جومات وداني سخته زیانمه شوه، خو کعبه خوندي پاتې شوه.
د نارسمي شمېرو له مخې دې پېښه کې تر زرو ډېر توندلاري، عبادتګر او پوځیان ووژل شول.
جهیمان بن محمد بن یوسف العتیبي له ۶۰ ډېرو وسلوالو سره ونیول شو او پر ۱۹۸۰ کال د مرګ سزا ور کړل شول.
د جهیمان العتیبي اوښی قحطاني چې ځان یې امام مهدي باله، په عملیاتو کې وژل شوی و.
له دې پېښې وروسته د سعودي حکومت له عالمانو سره تر مشورې وروسته د شریعت پلي کولو ژمنه وکړه، چې ور سره هېواد کې پر ګډ نظام بشپړ بندیز ولګېد او سعودي کې د پخواني پاچا شاه فیصل او د هغه وخت پاچا شاه خالد منځلارې پالیسۍ ختمې شوې.
ځینې پوهان د ۱۹۷۹ کال تر ټولو مهمه پېښه پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل او نور بیا ایران کې د ایت الله خمیني په مشرۍ د انقلاب راتلل او د شاهي نظام ختمېدل بولي.









