کوم هېوادونه د کورونا واکسین بهیر کې مخکې دي؟

کله چې د کورونا واکسین خبره کېږي نو تر ټولو مهمه پوښتنه دا وي چې کله به خلکو ته رسېږي. یو شمېر هېوادونو د خپلو وګړو واکسینولو پرواګرام چمتو کړی، خو ګڼو هېوادنو کې وضعیت لا هم روښانه نه دی.
دې رپوټ کې کتلی شئ چې د نړۍ کوم هېواد د واکسیناسیون بهیر کې تر نورو مخکې دی.
خو د وګړو واکسینولو بهیر دومره ساده هم دی. په اصل کې دا یوه پېچلې پروسه ده چې حکومتونه، نړیوالې ادارې او ساینسي بنسټونه پکې ښکېل دي.
یوه خبره ښکاره ده چې د امریکا او بریتانیا په څېر شتمن هېوادونه د دې کتار په سر کې او تر نورو مخکې دي. په لاندې نقشه کې کتلی شئ چې د نړۍ ګڼو هېوادونو کې د وګړو د واکسینولو بهیر څنګه روان دی.

د روغتیا نړیوال سازمان، د واسکسین نړیواله ټلواله (ګاوي) او د وباو لپاره د چمتووالي مرکز د (کوواکس) په نامه یو پروګرام چمتو کړی، چې د نړۍ هر هېواد ته به د واکسین ورکړه تنظیموي.
بېوزلو هېوادونو ته به د یو ځانګړي فنډ یا بودیجې له لارې په وړیا توګه واکسین ورکول کېږي، خو شتمن هېوادونه به یې په خپلو پیسو اخلي، البته په ارزانه بیه. لاندې نقشه ښیي چې شتمن هېوادونه دې بهیر کې مخکې دي.












