د کورونا واکسین محتاط هرکلی
وتلي ساینسپوهان په خورا احتیاط سره د کورونا وبا نوي واکسین پرمختګ خبرونو هرکلی کوي. دغه واکسین په لومړنیو ازموینو کې څه باندې نوي سلنه اغېزمن بلل شوی دی. امریکایۍ درمل جوړونکې کمپنۍ فایزر او شریک یې بایون ټیک چمتو کړی دی. تر اوسه یې په هکله کومه اندېښنه نه ده ښوول شوې، خو ځینې کار پوهان وايي، دغه اعلان د ډېرو لومړنیو مطالعاتو پر بنسټ شوی دی او تر اوسه واکسین په رسمي ډول نه دی تایید شوی.