(مخالف) فلم؛ د خاشقجي د وژل کېدو په اړه بیا بحثونه تاوده کړي

جمال خاشقجي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۱۸ کال د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) ویلي وو، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژلو امر کړی و.

خواله رسنیو او په تېره بیا عربي نړۍ کې یو ځل بیا د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د ژوند او مرګ په تړاو بحثونه تاوده شوي دي. لامل یې دا دې چې ګنې څه باندې دوه کاله وړاندې د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ کې د خاشقجي د وژل کېدو په اړه د (The Dissident) یا (مخالف) په نامه فلم نندارې ته وړاندې شوی.

دا فلم په تېرو څو ورځو کې پر انټرنېټ خپور او لاس په لاس شوی دی.

په اصل کې فلم د روانې میاشتې لومړیو کې راووت، خو امریکا کې ځینو خلکو او سیاستوالو پرې نیوکه وکړه او ځینو نورو بیا وستایه.

دا فلم امریکايي ډایرکټر بریان فوګل جوړ کړی چې مخکې یې د (ایکاروس) په نامه مستند فلم د اوسکار اجازه هم ګټلې ده.

په (مخالف) فلم کې د ناقانونه اعدامونو د پېښو اړوندې د ملګرو ملتونو له څېړونکې انیس کالامار، د جمال خاشجقي له ترکۍ کوژدنې خدیجې چنګېز، کاناډا کې له مېشت مخالف سعودي فعال عمر عبدالعزیز او ځینو نورو کسانو سره مرکې شوې دي.

فلم کې د خاشقجي د وژنې په اړه د ترکي څېړونکو پایلې هم راوړل شوې دي.

مخکې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې ګنې نېټفلېکس او امازون د سعودي د فشارونو له کبله د دغه فلم له پېر او پلوره ډډه کړې ده.

په ۲۰۱۸ کال د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) ویلي وو، د خاشقجي د وژلو امر د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان کړی و.

خو سعودي چارواکو په دې وژنه کې د ولیعهد لاس لرل رد کړي وو.

څارونکي پر دې اند دي چې ښايي د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ اړیکي تر یوه حده ترینګلي شي، خو ځینې نور بیا وايي، د واشنګټن او ریاض ترمنځ اړیکې پخوانۍ، ستراتیژیکې او تر ډېره د خلیج سیمې په ټیکاو پورې تړلې دي.