خدیجه چنکیز: هیڅوک حق نه لري چې د جمال خاشقجي قاتلان وبښي

Hatice Cengiz
د عکس تشریح، خدیجه چنګیز وايي، هیڅوک حق نه لري چې د جمال خاشقجي قاتلان وبښي

د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي کوژدنه خدیجه چنګیز وايي، هیڅوک حق نه لري چې د ښاغلي خاشقجي قاتلان وبښي. نوموړې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، ''ناوړه وژنې هیڅ قانوني حد نه لري. ''

سیاسي فعال او خبریال جمال خاشقجي پر سعودي حکومت نیوکې کولې او وروسته د ترکیې په استانبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې ووژل شو.

له دې مخکې د ښاغلي خاشقجي یوه زوی صلاح خاشقجي په ظاهره د کوچني اختر په مناسبت په یوه ټویټر پیغام کې د پلار قاتلانو بښلو خبره کړې.

جمال خاشقجی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سیاسي فعال او خبریال جمال خاشقجي پر سعودي حکومت نیوکې کولې او وروسته د ترکیې په استانبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې ووژل شو.

نوموړي د قرانکریم یوه ایت ته په اشارې سره لیکلي:

''هغه څوک چې بښنه کوي، الله تعالی یې اجر ورکوي. له همدې کبله موږ د جمال خاشقجي شهید اولادونه، هغه کسان بښو چې زموږ پلار یې وژلی او (د دې بخښنې) عوض له خدایه غواړو. ''

له شرعي قوانینو سره سم د کورنۍ غړو له بښل کېدو وروسته قاتلان د اعدام له سزا ژغورل کېدای شي.

صلاح خاشقجي له دې مخکې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره له لیدو وروسته ویلي و، د سعودي حکومت پر څېړنو باور لري.

خو اوس د جمال خاشقجې کوژدنه خدیجه چنکیز وايي، هیچا ته به دا حق ورنکړي چې د هغه قاتلان وبښي.

ښاغلی خاشقجي په استانبول کې د خپل واده اسنادو تر لاسه کولو لپاره سعودي کونسلګرۍ ته ورغلی او هغو کسانو وواژه چې له مخکې نه له سعودي عرب نه هلته ورغلي وو.

صلاح خاشقجی او محمد بن سلمان

د عکس سرچینه، Saudi News Agency

د عکس تشریح، صلاح خاشقجي له دې مخکې له ولیعهد سلمان بن عبدالعزیز سره لیدلي و

سعودي حکومت په لومړي سر کې دغه موضوع رد کړه، خو له هغه وروسته چې ترک حکومت د پېښې جزیات افشا کړل او یو غږیز کلیپ یې لویدیځو څارګرو ادارو سره شریک کړ، د دغې پېښې څېړنه اعلان کړه.

د یو شمېر کسانو په اند په دغه وژنه کې د محمد بن سلمان لاس درلود.

د دغې وژنې او د جمال خاشقجي مړي له تري تم کولو وروسته د سعودي حکومت او سلمان بن عبدالعزیز په هکله خورا ډېرې نیوکې وشوې.

خو سعودي چارواکي وايي، جمال خاشقجي د دغه هېواد د څارګرو ادرو یو شمېر کارکوونکو په خپلسري توګه وژلی دی.