امریکا کې د توندلارو ښي اړخو ملېشو د پراختیا اندېښې

ملېشه

د عکس سرچینه، Getty Images

شنونکي وايي د امریکا متحدو ایالتونو کې پر کانګرس د چپاو وړونکې ډلې په څېر د توندلارو ښي اړخو خطر جدي او پراخېدونکی دی.

د سیاسي تاوتریخوالي د څرک لګوونکي ګروپ موندنې ښيي، چې د نومبر ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن تر بریا وروسته لاریونونو او اعتراضونو کې د وسله والو ډلو ګډون د پام وړ ډېر شوی دی.

د وسله والې نښتې د ځای او د پېښې د اطلاعاتو د پروسس (ACLED) سازمان وايي د ټاکنو د پایلو خلاف اعتراضونو کې د توندلارو ښي اړخو ډلو ګډون په پراخېدو دی.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که د ملېشو غړي حاضر وي نو ډېره شونې ده چې دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغو ډلو نه یوازې دا چې اعتراضونو کې ګډون پراخ کړی، بلکې ترڅنګ یې د روزنو او نویو کسانو د ګومارنې لړۍ هم چټکه کړې ده.

ایف بي ای هم د جنورۍ پر ۲۰ د ښاغلي بایډن د لوړې مراسمو په درشل کې په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د وسله والو لاریونونو خبرداری ورکړی.

امریکا کې څومره ملېشه ډلې فعالې دي؟

ملېشه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سوګند ساتو د غلا د مخنیوي لاریون

د متحدو ایالتونو لروبر کې لسګونه ملېشې فعالیت کوي چې بېلابېل لیدلوري او ایډیالوژۍ پالي خو په ټولیز ډول ټولې د حکومت خلاف دي.

که څه هم دوی خامخا تاوتریخوالی نه غواړي خو په وسلو سمبال دي او ځینې یې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو کې ښکیلې شوې هم دي.

ډېر وايي دا ډلې د فدرال حکومت د ډېر کنټرول د وېرې پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره لاس په کار شوې دي.

پر وسلو کنټرول او محدودیت د دوی تر ټولو څرګنده اندېښنه ده.

ځینې ایالتونه غواړي چې ملېشې باید له ایالتي ادارو د فعالیت جواز ولري خو د امریکا د اساسي قانون دویم سمون د دغو ډلو پر فعالیت د کنټرول اندازه محدوده کړې ده.

مالومات ښيي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کال ترمنځ امریکا کې د ملېشو شمېر یو څه کم شوی خو د دغو ډلو څېړونکی امي کووټر وايي دا کار د جمهوریپالو د ولسمشرۍ پر مهال معمول دی.

دا ډلې معمولآ د حکومت خلاف وي خو برعکس د ډونلډ ټرمپ پر خوا یو څه ډېرې ورماتې شوې دي.

امي کووټر وايي: "له دوی ډېرې ډلې ښاغلی ټرمپ تر دې دمه خپل ایډیال ولسمشر ته تر ټولو ورته او ورنږدې کس ګڼي".

شنونکي په دې باور دي چې ان تر لوړې وروسته به هم د تاوتریخوالي خطر په لوړه کچه پاتې وي.

د دغو ډلو په اړه پر څه پوهېږو؟

ملېشه

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا مهمو ملېشو کې یوه سوګند ساتې "اوت کیپرز" او بله د درې سلنې والا "ټري پرسېنټرز" ده.

دا دواړه ملېشې د ولسمشر په توګه د بارک اوباما تر ټاکل کېدو وروسته رامنځ ته شوې.

د بېوزلۍ قانون سویلي مرکز (SPLC) په نوم د توندلارۍ ضد سازمان په وینا دغو دواړو ډلو له دې باور سر راپورته کړ چې ګواکې فدرال حکومت د "امریکایانو د ازادیو له منځه وړلو ته مټې رانغښتې دي".

'سوګند ساتې' ملېشې خپل نوم د خپلو هغو غړو د سوګند له ژمنې راخیستی چې د امریکا د اساسي قانون دفاع لپاره یې کړی دی.

د افترا ضد لیګ (ADL) د دې ملېشې د غړو شمېر د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ اټکل کړی خو اغېز او نفوذ یې تر دې ډېر پراخ دی.

'درې سلنې والا' ملېشې خپل نوم له هغې ناسمې ادعا راخیستی چې وايي یوازې ۳ سلنه امریکایانو د بریتانیا خلاف د ازادۍ جګړه کې برخه اخیستې وه.

د وروستیو اعتراضونو پر مهال ښاري نښتو کې د ډېرې ښکېلتیا له کبله د ویاړمنو هلکانو "پراوډ بوایز" او "بووګالو بوېس" ډلو نومونه هم ډېر د ژبو پر سر وي.

بووګالو بوېس یوه کم نظمه دولت ضد ډله ده چې غړي یې وخت نا وخت د وسلې په زور د حکومت پرځولو ته لیوالتیا ښيي.

'ویاړمن هلکان' په ۲۰۱۶ کال تاسیس شوې - ټول غړي یې نارینه او د کډوالۍ ضد دي.

د پورته ټولو یادو شویو ډلو غړي د کانګرس پر ودانۍ د جنورۍ د شپږمې چپاو کې لېدل شوي دي.

ملېشو کې پخواني پوځیان

ملېشه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر کانګرس برید کې د پوځ د متقاعدانو ګډون ملېشه ډلو کې د دوی د حضور په اړه د خطر زنګ کړنګولی دی.

پر کانګرس برید کې د پوځ د متقاعدانو ګډون ملېشه ډلو کې د دوی د حضور په اړه د خطر زنګ کړنګولی دی.

څېړونکي د اړودوړ پر مهال د لاس په وسیله د اشارو او د خلکو د ډلو د مشرۍ او لارښوونې هغه تاکتیکونه تعقیبوي چې پوځ، پولیسو او د قانون نورو نافذوونکو ته ورښودل کېږي.

اسوشیټډ پرېس خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویلي چې د کانګرس په چپاو کې او یا ور څېرمه د امریکا د پوځ او پولیسو ۲۲ اوسني او پخواني غړي مشخص شوي او د ډېرو نورو په اړه څېړنې روانې دي.

شنونکي له اوږدې مودې د امریکا پوځ کې د توندلارۍ د موضوع اندېښنه راپورته کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې د وسله والو خدمتونو کمېټه کې هم د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې پر دې موضوع بحث شوی.

ملېشه

د عکس سرچینه، Getty Images

د بېوزلۍ قانون سویلي مرکز کې د څېړونو یو شنونکي فرېډي کروز وايي: "ځينې پخواني پوځيان د خدمت تر مودې وروسته ټولنه کې د خپل ځای موندلو لپاره هڅې کوي".

نوموړی زیاتوي: "د حکومت ضد ډلې معمولآ پوځي چاپېریال کې د موندل کېدونکي جوړښت، ثبات او ملګرتیا د تصویر په وړاندې کولو سره هڅه کوي چې [د پخوانیو پوځیانو] د بې ثباتۍ پر احساس پانګونه وکړي".

د همدې لپاره دا نوې نه ده چې ملېشو کې د غړیتوب لپاره د پوځي یا پولیسي تجربې درلودو ته غوراوی ورکول کېږي.

د بېوزلۍ قانون سویلي مرکز کې د ملېشو شنونکی هامټن سټال وايي: "دې حقیقت ته په کتو چې د ملېشې غړیتوب ډېر وخت روان او اسان وي، نو په هغو کې د پخوانیو پوځيانو د کره شمېر موندل استثنايي ستونزمن دي".

نوموړی زیاتوي "د پوځي تجربې درلودونکي نوي ګومارل شوي کس ته ډېر وخت د ملېشې پر بل پخواني غړي چې تجربه نه لري لوړتیا او اهمیت ورکول کېږي".

د سوګند ساتو بنسټګر سټیوارټ رهودېس د پوځ پخوانی سرتیری دی او امنیتي شنونکي وايي دا ډله د پخوانیو پوځیانو ګومارنه کې یو څه بریالۍ ده.

ملېشه

د عکس سرچینه، Getty Images

د افترا ضد لیګ وايي سوګند ساتو کې د پوځي او پولیسو د برحاله غړو شمېر ډېر کمی دی.

دغه سازمان ویلي: "سوګند ساتي د پخوانيو پوځیانو ګومارنه کې ډېر بریالی دی، یو داسې ستر بشري ځواک چې حساب پرې کېدای شي".

د امریکا د کورني امنیت وزارت په وروستۍ کلنۍ ارزونه کې خبرداری ورکړی چې د سپین پوستو د لوړتیا پالنې اوړند تاوتریخوالی "کورني امنیت لپاره تر ټولو جدي او دوامدار ګواښ" دی.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکزي په وینا د ۲۰۲۰ کال د لومړیو اتو میاشتو پر مهال امریکا کې په کور دننه د ترور او بریدونو ډېرې دسیسې همدغو توندلارو ښي اړخو ډلو جوړې کړې - چې کچه یې د توندلارو کیڼ اړخو او جهادي ډلو پرتله ډېره زیاته لوړه ده.