ډونلډ ټرمپ ته د دېموکراتانو ګواښ؛ استعفا وکړه که نه استیضاح کوو دې

د عکس سرچینه، Reuters
دېموکراتانو د ولسمشرۍ ډونلډ ترمپ د استیضاح لپاره په قانوني لارو چارو کار پیل کړی دی. د کانګرس دیموکرات غړي دا ځل غواړي چې ښاغلی ټرمپ د کانګرس پر ودانۍ د چارشنبې ورځې چپاو کې د رول له کبله استیضاح شي.
د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ګواښ کړی که ډونلډ ټرمپ پخپله سملاسي استعفا ونه کړي - دوی به یې د استیضاح بهیر پر مخ یوسي.
ټاکل شوې د استازو جرګې دېموکرات غړي دوشنبه د نوموړي خلاف د "بلوا د لمسون" تور رامخ ته کړي.
دوی ولسمشر ټرمپ په کانګرس د چپاو په لمسون تورنوي چې پنځه کسان پکې ووژل شول.
په ورته وخت کې منتخب ولسمشر جوبایډن ویلي د استیضاح پریکړه او چاره کانګرس پورې اړوندېږي خو دی ګواکې "له ډېر پخوا پر دې باور و چې ولسمشر ټرمپ د دې څوکۍ وړ نه دی."
سپینې ماڼۍ بیا د ولسمشر ټرمپ د استیضاح هڅه د "سیاسي انګېرنو" له مخې پورته کېدونکی ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې دا چاره به "زموږ ستر هېواد کې درځونه لا پراخ کړي".
ویل کېږي د ترمپ د استیضاح د لایحې خاکه او مخلیکنه د کانګرس دوو غړو ټېډ لیو او ډېوېډ سیسیلین د چارشنبې ورځې د چپاو پر مهال داسې حال کې جوړه کړې چې د اړودوړ له کبله یې خوندي ځای ته پناه وړې وه او اوس د استازو جرګې نږدې ۱۶۰ دېموکراتو غړو لاسلیک کړې ده.
که دغه پروسه پر مخ ولاړه شي نو دا به دویم ځل وي چې د ډونلډ ترمپ د استیضاح چارې پیلېږي.
تر اوسه د امریکا یو ولسمشر هم دوه ځله نه دی استیضاح شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کانګرس استازو جرګې چې دېموکراتان پکې اکثریت دي، د ۲۰۱۹ کال ډسمبر کې هم ښاغلي ټرمپ د واک د ناوړه کارولو او د کانګرس پر وړاندې د خنډ جوړولو په تور استیضاح کړ- خو سنا چې جمهوریپال پکې ډېرې څوکۍ لري - د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې نوموړی له دغو دواړو تورنو سپین وباله.
ډونلډ ټرمپ سره سنا کې د جمهوریپالو پراخ ملاتړ ته په کتو دا احتمال کم ښکاري چې د نوموړي د استیضاح چارې دې دا ځل هم پایله ورکړي.
دا په دې مانا ده چې د استازو جرګې لخوا به د ولسمشر ټرمپ د استیضاح پرېکړه یوازې سمبولیکه او د دې لپاره وي چې وښيي دوی نوموړی پر کانګرس د چارشنبې ورځې د چپاو په تړاو ځواب ویونکی ګڼي.
د ټرمپ د استیضاح پروسه له دې کبله هم د بې پایلې پاتېدو له شک سره مخامخ دي چې سپینه ماڼۍ کې یې یوازې شاوخوا ۱۰ ورځې پاتې دي.
د سنا جمهوریپال مشر مېچ مککنېل ته د نوموړي د یوه مرستیال په یادښت کې راغلي سنا د جنورۍ له ۱۹مې وړاندې چې پر سبا یې د ولسمشر ټرمپ موده پای ته رسېږي- له استازو جرګې د هغه د استیضاح مواد نشي ترلاسه کولی.
قانونپوهان په دې اړه چې ایا سنا له واک څخه د یوه ګوښه شوي ولسمشر د استیضاح پروسې ته دوام ورکولی شي که څنګه ویشلي نظرونه لري- خو که د نوموړي د استیضاح پروسه بشپړه شي او د کانګرس دواړه جرګې یې ګرم وګڼي نو ښايي راتلونکې کې د تل لپاره پر دولتي پوست له کار منع شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا په دې اړه دا بې مخینې بحثونه داسې حال کې دي چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا له سپینې ماڼۍ بهر نړۍ سره د اړیکو او نظر شریکولو لپاره غوره شوې لار هم تړل شوې - هغه داسې چې ټویټر یې د تل لپاره حساب تړلی دی.
پر کانګرس چپاو دا هم وکړل چې د استازو جرګې دېموکراته مشره نانسي پلوسي د امریکا له جګپوړو پوځي چارواکو سره د ولسمشر ټرمپ لخوا د اټومي وسلو د کارېدو د احتمال د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.
واشنګټن پر دې سربېره د جمعې پر ورځ د ځینو نورو ډراماتیکو پرمختګونو شاهد هم و.
د اغلې پلوسي یوه کارمن ومنله چې د چارشنبې ورځې چپاو کې د نوموړې له دفتره یو لپ ټاپ تری تم شوی
دېموکراتانو او ځینو مخکښو جمهوریپالو د ډونلډ ټرمپ پر کابینه غږ وکړ چې د اساسي قانون د صلاحیتونو له مخې له نوموړي واک واخلي.











