د ولسمشر ټرمپ پلویان څنګه کانګرس ته ننوتل؟
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلویانو د ټاکنو پر پایلو د اعتراض له امله د کانګرس پر ودانۍ (کپیټل هېل) چپاو ور وړ او دې ودانۍ ته ننوتل.
د کانګرس د ودانۍ دننه د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د کانګرس غړي او خبریالان د ودانۍ ځمکتل ته ولېږدول شول.

د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د امریکا کانګرس کې د ۱۳ سوېلي ایالتونو بیرغ
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، امریکایي معترضان چې د ډونلډ ټرمپ د ملاتړ جامې یې اغوستې کانګرس ته ننوتل.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، یو معترض په خوښه او خندنۍ څېره د کانګرس د یوه تالار د وینا دریځ له ځان سره وړي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د کانګرس امنیتي ځواکونو د سنا جرګې له تالار معترضان په نښه کړي دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، یو معترض له بام د سنا جرګې تالار ته کوزېږي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د کانګرس استازو او کارمنانو د اوښلن ګاز ضد ماسکونه اغوستي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، پر دغه بیرغ لیکلي چې ډونلډ ټرمپ مې ولسمشر دی.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، دا معترض د استازو جرګې د ډیموکراټې مشرې نانسي پلوسي پر څوکۍ ناست دی او د کمپیوټر پر مېز یې دا پیغام ور ته پرېښی چې معترضان ماتې نه خوري.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، کانګرس کې د ځینې معترضانو نیول
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، کانګرس کې د پولیسو او معترضانو ټکر
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، پولیس پر یوه معترض چې د ښيښې په ماتولو سره کانګرس ته ننوځي، د مرچکي سپری شندي .
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د ټرمپ پلویان د کانګرس ودانۍ ته تر ننوتلو وروسته خوشالي کوي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، معترضان سنا جرګه کې د مشر پر څوکۍ ناست دي او عکس اخلي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، کانګرس ته د یوه ننوتلي معترض سینګار او خولۍ
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، یوې معترضې د نیویارک د ازادۍ مجسمې په بڼه جامې اغوستې دي.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، جو بایډن ژوندۍ وینا کې له ډونلډ ټرمپ وغوښتل چې لاس په کار شي او معترضان کورونو ته ستانه کړي.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، معترضان له برید مخکې څو ګړۍ د کانګرس شاوخوا غونډ وو.د عکس تشریح، ټوېټر "د تاوتریخوالي د خطر" له کبله د ښاغلي ټرمپ پر ټوېټ نښان ولګاوه او څو پیغامونه یې ډیلیټ کړل.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، معترضانو د کانګرس ودانۍ کې انځورونه او فلمونه اخیستل.