د امریکا ولسمشریزې ټاکنې

د ویډیو تشریح، د امریکا ولسمشریزې ټاکنې

امریکا کې نن خلک د ولسمشرۍ ټاکنو کې رایې ورکوي. ټرمپ او جوبایډن دواړو خپلې وروستۍ غونډې او لیدنې وکړې. نژدې سل میلیونه امریکایانو له وړاندې د پوستې له لارې رایه ورکړې ده. داسې اندېښنې هم څرګندېږي، چې د پایلې له اعلان سره به مدني سرکشي وشي، نو پایلې به کله اعلانېږي؟

معمولاً د رایو ورکړې پر سبا ډېر ژر روښانه شي، چې ګټونکی څوک دی، خو سږ کال خبره بل ډول ده. چارواکي له مخکې وايي، چې د ګټونکي اعلانول ښايي ورځې یا ان اونۍ وخت وغواړي.