ټویټر د ټرمپ حساب د تل لپاره بند کړ

کانګرس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چارشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس پر ودانۍ چپاو د "حکومت پرضد چپاو" ارزول شوی چې په لړ کې یې تر ټولو پر ښاغلي ټرمپ ډېره نیوکه شوې

د خواله رسنیو لویې شبکې ټویټر ویلي، د ډونلډ ټرمپ حساب یې په بشپړ ډول د تل لپاره بند کړی.

د ټویټر د ایمني یا خوندیتوب برخې ویلي دا پرېکړه یې د احتمالي "لا نور تاوتریخوالي هڅونې" د مخنیوي لپاره کړې ده.‌

ښاغلی ټرمپ پر ټویټر تر ۸۸ میلیون ډېر فالورز یا تعقیبوونکي لري چې له همدې لارې یې د سپینې ماڼۍ دریځ او پرېکړې اعلانولې.

فیسبوک هم یوه ورځ مخکې اعلان کړی و چې جو بایډن ته د واک د لېږد او لوړې مراسمو تر پای ته رسېدو به پر فیسبوک او انسټاګرام د ښاغلي ټرمپ حسابونه وځنډوي.

یوټیوب او ځینو نورو لویو شبکو هم دې ته د ورته پرېکړو خبر ورکړی.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ټویټر او فیسبوک له څو میاشتو راهیسې د امریکا د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې ټرمپ ته د هغه د تبصرو له کبله خبرداری ورکړی و او د ټاکنو په اړه یې د هغه د ادعاوو د خپرېدو د مخنیوي هڅې کولې.‌

ټرمپ ټویټر ته دوه میلیارده ډالر ګټه راوړله

له ټویټر د ډونلډ ټرمپ د ایستلو تر اعلان څو دقیقې وروسته ځینو رسنیو دا خبر د خپلو خبرونو په سرلیکونو کې ولیکه.

پر ټویټر یوه کارن د "فورچون" ورځپاڼې د ۲۰۱۷ کال د اګسټ میاشتې د یوه رپوټ لینک په خپرولو ویلي، پر ټویټر د ټرمپ حضور دغه شرکت ته کابو دوه میلیارد ډالر ګټه رسولې ده.

President Donald Trump uses his mobile phone

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ پر ټویټر تر ۸۸ میلیون ډېر فالوورز لرل

‌ښاغلی ټرمپ د ۸۸ میلیون او ۷۰۰ زره فالورز په لرلو سره د ټویټر تر ټولو ډېر تعقیبېدونکی کارن و او د نړۍ ډېری وګړو د هغه حساب ته د امریکا د لویو خبرونو د سرچینې په توګه مراجعه کوله.‌

که څه هم په تېرو دوو کلونو کې پر ټویټر د ښاغلي ټرمپ د حساب د ټویټونو د منځپانګې د کنټرول په اړه فشارونه ډېر شوي وو، خو ډېرو ته داسې نه ښکارېده چې ګنې ټویټر به د امریکا د ولسمشر د "مایکروفون لګولو او بندولو" واک له ده واخلي.

د ټرمپ مشر زوی دان جونیور د ټویټر په دې پرېکړه غبرګون ښودلی او په امریکا کې یې د "وینا د ازادۍ پای" بللی دی.

ایف بي ای وايي، پر کانګرس ودانۍ ډېری چپاو وړونکي نیول شوي او د نورو د نیولو هڅه کېږي

د عکس سرچینه، FBI

د عکس تشریح، ایف بي ای وايي، پر کانګرس ودانۍ ډېری چپاو وړونکي نیول شوي او د نورو د نیولو هڅه کېږي