تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټویټر د ټرمپ حساب د تل لپاره بند کړ
د خواله رسنیو لویې شبکې ټویټر ویلي، د ډونلډ ټرمپ حساب یې په بشپړ ډول د تل لپاره بند کړی.
د ټویټر د ایمني یا خوندیتوب برخې ویلي دا پرېکړه یې د احتمالي "لا نور تاوتریخوالي هڅونې" د مخنیوي لپاره کړې ده.
ښاغلی ټرمپ پر ټویټر تر ۸۸ میلیون ډېر فالورز یا تعقیبوونکي لري چې له همدې لارې یې د سپینې ماڼۍ دریځ او پرېکړې اعلانولې.
فیسبوک هم یوه ورځ مخکې اعلان کړی و چې جو بایډن ته د واک د لېږد او لوړې مراسمو تر پای ته رسېدو به پر فیسبوک او انسټاګرام د ښاغلي ټرمپ حسابونه وځنډوي.
یوټیوب او ځینو نورو لویو شبکو هم دې ته د ورته پرېکړو خبر ورکړی.
ټویټر او فیسبوک له څو میاشتو راهیسې د امریکا د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې ټرمپ ته د هغه د تبصرو له کبله خبرداری ورکړی و او د ټاکنو په اړه یې د هغه د ادعاوو د خپرېدو د مخنیوي هڅې کولې.
ټرمپ ټویټر ته دوه میلیارده ډالر ګټه راوړله
له ټویټر د ډونلډ ټرمپ د ایستلو تر اعلان څو دقیقې وروسته ځینو رسنیو دا خبر د خپلو خبرونو په سرلیکونو کې ولیکه.
پر ټویټر یوه کارن د "فورچون" ورځپاڼې د ۲۰۱۷ کال د اګسټ میاشتې د یوه رپوټ لینک په خپرولو ویلي، پر ټویټر د ټرمپ حضور دغه شرکت ته کابو دوه میلیارد ډالر ګټه رسولې ده.
ښاغلی ټرمپ د ۸۸ میلیون او ۷۰۰ زره فالورز په لرلو سره د ټویټر تر ټولو ډېر تعقیبېدونکی کارن و او د نړۍ ډېری وګړو د هغه حساب ته د امریکا د لویو خبرونو د سرچینې په توګه مراجعه کوله.
که څه هم په تېرو دوو کلونو کې پر ټویټر د ښاغلي ټرمپ د حساب د ټویټونو د منځپانګې د کنټرول په اړه فشارونه ډېر شوي وو، خو ډېرو ته داسې نه ښکارېده چې ګنې ټویټر به د امریکا د ولسمشر د "مایکروفون لګولو او بندولو" واک له ده واخلي.
د ټرمپ مشر زوی دان جونیور د ټویټر په دې پرېکړه غبرګون ښودلی او په امریکا کې یې د "وینا د ازادۍ پای" بللی دی.