د فیسبوک مشر د ټرمپ څرکندونې رد کړې

د فیسبوک مدیر مارک زوکر برګ وايي، ټرمپ چې څه وايي، موږ یې پر ضد یوو، خو لیبرالان وايي موږ د هغه په ولسمشر کېدو کې مرسته کړې ده.

ښاغلي برګ د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې له یوې مخې رد کړې چې ویلي یې وو فیسبوک "ټرمپ ضد" دی.

ښاغلي ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، فیسبوک زما پر ضد دسیسو کې لاس لري.

نوموړي موده وړاندې د امریکا نامتو، واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د خپل ځان پر وړاندې پر ورته چاره تورنې کړې وې.

ټرمپ پر داسې مهال فیسبوک د ځان پر وړاندې په دسیسو تورنوي چې فیسبوک پتېیلې هغه ۳۰۰۰ سیاسي - سوداګریز اعلانونه د امریکا د کانګریس هغې کمېټې ته وسپاري چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه پلټنې کوي.

د سنا جرګې د اطلاعاتو کمېټې له فیسبوک، ګوګل او ټوېټره غوښتي چې د نومبر په لومړۍ نېټه د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د شواهدو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.

فیسبوک او ګوګل منلې چې د سنا جرګې د اطلاعاتو کمېټې ور بللي، خو نورو سترو ټیکنالوجیکي کمپینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

مارک زوکر برګ د ډونلډ ټرمپ نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، فیسبوک د ټولو نظرونو د خپروای ځای دی.

نوموړي زیاته کړې، د روسیې له خوا د ستونزه زېږوونکو اعلانونو له خپراوي پرته، فیسبوک د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ د افکارو د ادلون بدلون اغېزناک ادرس دی.

زوګر برګ دا خبره هم کړې، دوه ډلې چې د یو بل له نظریاتو سره جوړ نه دي فکر کوي چې فیسبوک یې د مخالفې ډلې پر لوري دی.

نوموړي زیاته کړې، ټاکنیزو کمپاینونو د خپلو اعلانونو لپاره سلګونه میلونه ډالره مصرف کړي چې په زرګونو ځلي له ستونزه زېږوونکو اعلانونو ډېر دي.

روسیې تل د امریکا په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه رد کړې.

ښاغلي ټرمپ هم له روسي چارواکو سره د خپلې ټاکنیزې - کمپایني ډلې هر ډول اړیکې رد کړې دي.

خو پر دې هر څه سربېره د امریکا اطلاعاتي ادارې دې پایلې ته رسېدلي چې روسیې د ټرمپ په ګټه د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کړې ده.

د امریکا د کانګریس کمېټه او د (ایف‌بي‌ای) لا تر اوسه په دې اړه څېړنې کوي او کومې ښکاره پایلې ته نه رسېدلي.