تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټویټر او امریکايي حکومت لانجه
ټویټر شرکت د امریکايي حکومت پرضد خپله هغه ادعا بېرته اخیستې، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تګلارو ضد ټویټر حسابونو په اړه یې د پټو معلوماتو افشا کولو غوښتنه ترې کړې وه.
د @ALT_USCIS په نوم ټویټر حساب د کډوالۍ په اړه د ټرمپ پر تګلارې نیوکه کوي، ګومان کېږي چې دغه حساب چلوونکي د امریکا د کډوالۍ خدمتونو او امریکايي تابعیت اړوندې کړۍ فډرالي کارکوونکي دي.
ټویټر شرکت په سان فرانسیسکو ایالت کې محکمې ته مراجعه کړې، چې د ټرمپ د ادارې له خوا د دغه ټویټر اکونټونو د چلوونکو د نومونو او د دوی د نورو خصوصي معلوماتو په تړاو د ټرمپ د ادارې غوښتنه ودروي.
دغه شرکت وايي "ټویټر کاروونکو ته د وینا د ازادۍ حق ورکړل شوی، چې په ناڅرګند انځور یا بدل نوم سره د سیاسي خبور خپرېدو حق هم په کې راځي. "
ټویټر وايي، حکومت باید وړاندې تر دې چې جنايي یا مدني سرغړونه ثابته شوې نه وي، دغه شرکت د کاروونکو د اصلي څېرې بربنډولو ته اړ نه باسي.
د امریکا د مدني ازادیو ټولنې په دې تړاو د ټویټر ملاتړ کړی.
دغې ټولنې ویلي: "خوښ یو چې ټویټر د خپلو کاروونکو د حقونو ترڅنګ ولاړ دی، زموږ ټولنه به ژر د کاروونکي په ګټه محکمه کې ثبوتونه وړاندې کړي."