ټرمپ ګټه کړې که تاوان؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ پرته له دې چې ځان یې د " ګمرکي تعرفو پوه کس " ښوولی نور څه هم کړي او کنه؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګمرکي تعرفې، د پولادو له "غیر عادلانه" بیې نېولې د ټکنالوژۍ پر لويو شرکتونو د فرانسې له لوري لگېدلو مالیو پورې د خپلو سوداګریزو شریکانو پرضد د وسيلې په توگه کاروي.
د سوداګرۍ دا جګړه تر ټولو ډیره له چین سره جوته ده، دې لړ کې د چین د ۵۰۰ ملیارد ډالرو پر کلنۍ سوداگرۍ تعرفه ولګول شوه.
د نړۍ د ستر اقتصاد لرونکي هېواد د ولسمشر په توګه ښاغلی ټرمپ چې ځان معامله کوونکى ياDeal Maker بولي، ګمرکي تعرفې په خبرو کې د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي.
نو آیا ولسمشر ټرمپ دا ادعا کولی شي چې دې برخه کې یې پرمختګ کړی؟ بي بي سي د نړۍ لر او بر کې دې مسلې ته کتنه کړې.
چین
کله چې ښاغلي ټرمپ له چین سره د سوداگرييزې هوکړې خبره په لومړي ځل په ډاګه کړه، هغه یې " ډېره ستره او پراخه " هوکړه وبلله. ده پر ټوېټر ولیکل دا " د هېواد په تاریخ کې د امریکایي بزګرانو لپاره تر ټولو ستره او لویه هوکړه ده".
روانه اونۍ دواړه خواوو دا هوکړه لاسلیک کړه، خوځینې پر دې قانع نه و چې دا تړون دې هغسې وي لکه چې ولسمشر ټرمپ ویلي دي. دا هوکړه د چین مرستیال صدراعظم لیو هي او ښاغلي ټرمپ لاسلیک کړه.
خو د تازه لګول شویو تعرفو ډیره برخه پر ځای پاتې ده. امریکا به له چینه پر ۲۵٪ وارداتو چې ارزښت شاوخوا ۳۶۰ ملیارده ډالره کیږي تازه لګول شوې تعرفي پر ځای پرېږدي او تمه کیږي چې چین هم په کال کې د څه باندې سل ملیارده ډالرو په ارزښت کلنیو وارداتو ګمرکي تعرفې پر خپل ځای وساتي.
د ټرمپ ادارې هم دا ومنله چې له هوکړې اصلي موخه نه ده تر لاسه شوې، نو ځکه یې هغه د هوکړې " لومړۍ برخه" ونوموله.
شمالي امریکا
په ۲۰۱۸ کال کې امریکا، کاناډا او مکسیکو یوه هوکړه وکړه چې له مخې به یې د یو اعشاریه یو ټریلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کیږي.
دا تړون چې د دغو هېوادونو په اړوندو پارلمانونو کې یې د تصویب بهیر ورو روان دی، د هغې هوکړې ځای نیسي چې د شمالي امریکا هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ لپاره په ۱۹۹۴ کال کې لاسلیک شوې ده او ښاغلي ټرمپ " ترټولو ناوړه " بللې وه.

د عکس سرچینه، EPA
که څه هم د هوکړې نوم بدل شوی خو ډېر څه په خپل ځای پاتې دي، البته ځینې بدلونونه د یادولو دي لکه د کاریګرو په برخه کې سختې مقررې او تر هغه هم سخت اقدامونه يوۀ هېواد کې بل هېواد لپاره د موټر د پروزو جوړولو شر وړاندې پام کې نيول شوي دي.
خو شنونکي وايي باید انتظار وشي چې دا څومره مهم دي.
جاپان او شمالي کوریا
واک ته له رسېدو وروسته د ښاغلي ټرمپ له لومړیو کارونو یو دا و چې د ارام سمندر له سوداګریزې هوکړې ووت، تمه وه دولس هېوادونه دې تړون کې ورګډ شي خو له امریکا پرته دا تړون وشو او امریکا خپل صادارت له زیان سره مخ کړل.
له هغه وروسته ولسمشر ټرمپ په آسیا کې د دوه، دوه اړخیزه هوکړو د کولو ادعا وکړه، یوه له جاپان او بله له سویلي کوریا سره. خو د کانګرس څېړونکو وویل چې په دې هوکړو کې بدلونونو ته په کتو نه شي ویل کېدای چې ګواکې دا دې نوې هوکړې وي.
له سویلي کوریا سره هوکړه کې د پام وړ بدلون پر هغو لاریو د تعرفو دوام دی چې لږ بار لیږدوي. له جاپان سره هوکړه کې بیا امریکا وکولی شول دغه هېواد ته په کال کې د اووه ملیارده ډالرو په ارزښت پر خپلو کرنیزو صادراتو ګمرکي تعرفه را کمه کړي، خو دا معافیت همغومره دی څومره چې امریکا د ارام سمندر سوداګریزې هوکړې تر لاسه کولی شو.
اروپا
د اروپا او امریکا ترمنځ د سوداګریزې هوکړې کوم څرک نه لګیږي.
دواړه خواوې وروسته له هغه په تاویلو ماویلو سر شولې چې امریکا پر پولادو او المونیمو د نویو تعرفو د لګولو خبره وکړه. دا د داسې یوه ګام خبره وه چې له لسو ملیاردو ډالرو زیاته سوداګریزه راکړه ورکړه یې اغیزمنولای شوی.
له هغه وروسته په اکتوبر میاشت کې له اروپا د اووه نیم ملیارده ډالرو پر وارداتو ۲۵٪ سلنه تعرفې وضع شولې. په دې توکو کې د سکاټلنډ ویسکي، د فرانسې واین او د ایټالیا پنیر شامل دي.
دې لړ کې د سوداګرۍ نړیوالې ټولنې ضمنا د ولسمشر ټرمپ دا پریکړه تایید کړه، دې ټولنې وویل اروپايي ټولنې د قانون خلاف الوتکې جوړوونکي کمپنۍ ایربس ته سبسایډي ورکړې ده يا په بله وينا يې ایربس سره مالي مرسته کړې ده.
برازیل او ارجنټاین
د دې هېوادونو چارواکي وروسته له هغه هک حیران شول چې ښاغلي ټرمپ پر ټویټر له برازیل او ارجنټاینه پر واردیدونکو پولادو او المونیمو د تعرفو د لګولو خبر ورکړ.
امریکا ته د دواړو هېوادونو د پولادو او المونیمو صادراتو ګمرکي معافیت تر لاسه کړی و، خو ټرمپ وویل برازیل او ارجنټاین د خپلو پيسو ارزښت ټیټ کړی چې دده په وینا " د بزګرو په ګټه نه دی".
تر اوسه په دې اړه تازه څه نه دي ویل شوي او دا ګواښ تر دا مهال نه دی عملي شوی. خو له ټرمپ سره له خبرو وروسته د برازیل ولسمشر وویل داسې څه به نه پېښیږي.








