د امریکا ولسسمشریزې ټاکنې: د فېسبوک او ټویټر مشران بیا د امریکا مشرانو جرګې ته غوښتل شوي

له مارک زوکر بیرګ او جاک ډورسي وپوښتل شول چې د ولسمشر ټرمپ له خپرنیو سره یې څه ډول چلن کړی

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES/TWITTER

د عکس تشریح، له مارک زوکر بیرګ او جاک ډورسي وپوښتل شول چې د ولسمشر ټرمپ له خپرنیو سره یې څه ډول چلن کړی

د امریکا د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو د فیسبوک او ټويټر مشران د متحده ایالتونو مشرانو جرګې یوې استماعیه غونډې ته بیا وربلل شوي دي.

دیموکراتان اوس پر دې بوخت دي چې مالومه کړي په ټاکنو کې د درغلیو په تړاو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعاوې څومره رښتیا دي.

دا په تېرو دریو اونیو کې دویم ځل دی چې د فیسبوک او ټوېټر مشران کانګرس ته وربلل کېږي.

منتخب ولسمشر جو بایډن د هغه ملاتړ "لغوه" کولو وړاندیز کړی چې اوسمهال د قانون د ۲۳۰ مادې له مخې خواله رسنۍ ترې برخمنې دي، ځکه چې په وینا یې "دروغ خپرولو ته خلک هڅوي."

دا قانون وايي، د خواله رسنیو شرکتونه په عمومي ډول د ناقانونه توکو خپرولو او یا د کارنو له خوا له سپکاوي د ډکو څرګندونو او موادو د خپرېدو مسئول دي.

جمهوریپال بله وېره هم لري، دوی پر دې اند دي چې د خواله رسنیو شرکتونه د هغو موادو په اړه چې باید له خپلو وېبپاڼو یې ډیلیټ شي، یا هم له بدلون پرته هماغسې پرېښودل شي، باید په لیکلې بڼه پرېکړه وکړي.

دوی وايي، د دوی دا کار د خپروونکو حیثیت لري، نه د معلوماتو خپرول.

"تېروتنه منل"

د فیسبوک اجرائیوي مشر مارک زوکربیرګ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د فیسبوک اجرائیوي مشر مارک زوکربیرګ پر فېسبوک لګول شوي تورونه وننګول چې ګنې د تاوریخوالي دودولو په اړه یې د خپرو شویو معلوماتو لیرې کولو کې ورو و.

د فیسبوک او ټوېټر مشرانو د وروستیو ټاکنو پرمهال له ځانونو دفاع کړې ده.

خو د ټوېټر اجرائیوي مشر جاک ډورسي منلې چې ټوېټر د دیموکرات نوماند د زوی هانټر بایډن په اړه د "نیویارک پوسټ" ورځپاڼې د مقالې لېنک د بیا خپرېدو مخه نیولې ده، چې دا یوه "تېروتنه" وه.

دی وايي: "هیله لرم دا کار به د تېروتنو منلو او تبصرو ترلاسه کولو په اړه زموږ توان روښان کړي او ټول بدلونونه په شفاف ډول ترسره شي".

د فیسبوک اجرائیوي مشر مارک زوکربرګ پر فیسبوک لګېدلي تورونه وننګول چې ګنې د تاوریخوالي دودولو په اړه یې د خپرو شویو معلوماتو لرې کولو کې ورو و.

ده وویل: "د ملېشو او د کیو انون په څېر د درسیسو لرونکو نظریو دودوونکو شبکو پرضد زموږ اجرات پیاوړي شوي، دوی نه پرېږدو چې د خپل تاوتریخوالي لپاره زموږ له شبکې ګټه واخلي او یا ملکي اړو دوړ ته لمن ووهي".

"د بایډن بندیز"

سناتور ټیډ کروزی وپوښتل چې ټویټر ولې د ټاکنو د درغلیو په اړه هره له هرې څرګندونې سره خبرداری اېښی دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سناتور ټیډ کروزی وپوښتل چې ټویټر ولې د ټاکنو د درغلیو په اړه هره له هرې څرګندونې سره خبرداری اېښی دی

دیموکرات سناتور ریچرډ بلومنتال د ټرمپ پر پخواني سلاکار سټیف بانون د فیسبوک د بندیز نه لګولو پر لامل ځان پوهول وغوښتل. ښاغلي بانون په یوه وېډیو کې چې په ټوېټر او فیسبوک خپره شوې، د ناروغیو د یوه وتلي ډاکټر انتوني فاوچي او د فدرالي څېړنو د دفتر د مشر کریسټوفر رای د سرونو غوڅولو غوښتنه کړې وه.

ټوېټر د هغه اکونټ لغوه کړ، خو فېسبوک یوازې د بانون پاڼه کنګل کړه.

زوکربرګ وویل: بانون "زموږ له تګلارې سرغړونه کړې"، خو هومره کار یې نه دی کړی چې په دایمي ډول زموږ وېبپاڼې ته له لاسرسي بې برخې شي.

زوکربرګ هغه رپوټونه هم رد کړل چې ګنې فېسبوک د ډونلډ ټرمپ د زامنو او د خبري وبېپاڼې Breitbart پر سرغړونو له دې کبله سترګې پټې کړې دي، چې ګنې د محافظه کارانو له تورونو ځان وژغوري.

ده وویل: "دا ډول رپوټونه زموږ د اخیستل شویو ګامونو په اړه تېروتلي دي".