هالنډي پولیس د ټرمپ د ټویټر 'پاسورډ' غلا کېدو په اړه څېړنه کوي

Donald Trump in front of the Twitter logo

د عکس سرچینه، Reuters/White House/BBC

د عکس تشریح، تېره میاشت يې د ښاغلي ټرمپ د ټوېټر حساب د اصلي پاڼې سکرېن شاټ په داسې حال کې اخیستی و چې ښکاري د حساب د جزیاتو بدلولو امکان یې شته او کرسر پرې ولاړ دی.

هالنډي پولیسو وروسته له هغه له یوه څېړونکي پوښتنې ګروېږنې کړي چې ویل یې، په دې بریالی شوی دی چې د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر د ټویټر حساب پاسورډ په حدس ومومي او اکونټ یې خلاص کړي.

تېره میاشت پېژندل شوي سایبري څېړونکي فْېکټر فېفْرز چې ډېری مهال پر انټرنېټ د خوندیتابه مسلې څاري، وویل په دې بریالی شوی چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټوېټر د حساب پاسورډ یا رمز د حدس له مخې پیدا کړي، چې 'MAGA2020!' دی او په لویو انګلیسي تورو لیکل شوی چې په پای کې ندایه لري.

تېره میاشت يې د ښاغلي ټرمپ د ټوېټر حساب د اصلي پاڼې سکرېن شاټ په داسې حال کې اخیستی و چې ښکاري د حساب د جزیاتو بدلولو امکان یې شته او کرسر پرې ولاړ دی.

سپینې ماڼۍ نه مني چې داسې څه دې شوي وي او ټوېټر وايي د داسې هک شواهد نه لري.

خو ښاغلی فېفْرز اوس نور معلومات هم خپاره کړي چې د ادعا ملایې ور تړي. ده پولیسو ته دقیقاً ونه ویل چې څه معلومات یې درلودل خو که تاسې د چا حساب ته لاسرسی ومومئ کولی شئ خصوصي مسیجونه ولېږئ، له عامه لیده پټ شوي معلومات ووینئ او د حسابوال آرشیف ته او ساتل شویو اسنادو ته لاسرسی پیدا کړئ.

ښاغلی ګیورس مخکې دا سکرین شاټ شریک کړی، چې وښيي د ډونلډ ټرمپ د ټوېټر معلومات ایډیټولی شي
د عکس تشریح، تېره میاشت يې د ښاغلي ټرمپ د ټوېټر حساب د اصلي پاڼې سکرېن شاټ په داسې حال کې اخیستی و چې ښکاري د حساب د جزیاتو بدلولو امکان یې شته او کرسر پرې ولاړ دی.

د هالنډ قضایه ځواک یوه ویاند ده ولکسنرانټ ورځپاڼې ته ویلي چې څېړونکي یې بوخت دي وګوري کوم جرمي عمل خو به نه وي ترسره شوی.

پولیسو بي بي سي ته ویلي له ښاغلي ولکسنرانټ نه د شک لاندې بلکې د یوه شاهد په توګه پوښتنې شوي.

فْېکټر فېفْرز

د عکس سرچینه، Victor Gevers

د عکس تشریح، تېره میاشت پېژندل شوي سایبري څېړونکي فْېکټر فېفْرز چې ډېری مهال پر انټرنېټ د خوندیتابه مسلې څاري، وویل په دې بریالی شوی چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټوېټر د حساب پاسورډ یا رمز د حدس له مخې پیدا کړي، چې 'MAGA2020!' دی او په لویو انګلیسي تورو لیکل شوی چې په پای کې ندایه لري.

ځکه هک کول د قانون خلاف وي او پولیس باید لومړی دا ثابت کړي چې آیا ده هک کړی که څنګه. که څارنوالان د ښاغلي ولکسنرانټ عمل غیرقانوني د سایبري خونديتابه څېړنو له دایرې یې د باندې وبولي ، تر څلورو کلونو زنداني کېدای شي.

ښاغلی ولکسنرانټ وايي د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو ټویټر حسابونه یې کتل چې د ښاغلي ټرمپ پسورد یې د حدس له مخې پیدا کړ. دی وايي چې کوم بدلون یې په کې نه دی راوستلی خو سکرین شاټونه یا د پاڼې له مخې یې عکسونه اخیستي.