د امریکا کانګرس پر ودانۍ یرغل؛ د جو بایډن بریا رسماً تائيد شوه، ټرمپ د واک 'منظم لېږد' ژمنه کړې

کانګرس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کانګرس د جوبایډن بریا تایید کړه

د امریکا د کانګرس دواړو جرګو د جو بایډن بریا رسماً تایید کړه. د تایید وروسته تر هغه راغی، چې د کانګرس پر ودانی د ډونلډ ټرمپ پلویان ورننوتل چې لږترلږه څلور کسان پکې ووژل شول. کانګرس کماله هریس هم د ښاغلي بایډن د مرستیالې په توګه تایید کړې ده.

الکټرول رایې وروسته تر هغه تایید شوې، چې مشرانو جرګې او د استازو جرګې په پینسلوانیا او اریزونا ایالتونو کې د رایو په اړه شکایتونه رد کړل.

جوبایډن د ولسمشرۍ تېرو ټاکنو کې د الېکټرول کالج ۳۰۶ او ډونلډ ټرمپ ۲۳۲ رایې ګټلې وې.

د کانګرس عادي ناسته وروسته تر هغه ګډوډه شوه، چې د ټرمپ پلویان د چارشنبې په ورځ د کانګرس پر ودانۍ وروختل. د کانګرس غونډه وځنډېده، خو د قهرېدلو لاریونیانو تر ایستلو وروسته، چې لږترلږه څلور کسان پکې ووژل شول، بېرته پیل شوه.

ډونلډ ټرمپ د واک د "منظم لېږد" ژمنه وکړه

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ د واک د "منظم لېږد" ژمنه وکړه

کانګرس کې د جوبایډن د بریا تر تایید وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ هم په یوه اعلامیه کې "د جنورۍ پر ۲۰مه په منظم ډول د واک د لېږد" ژمنه کړې ده. خو په دې اعلامیه کې په تېرو ټاکنو کې د درغلیو بې اسناده ادعا هم تکرار شوې ده.

دې اعلامیه کې چې د ښاغلي ټرمپ د ویاند په ټوېټر خپره شوې راغلي:

"که څه هم زه د ټاکنو له پایلو سره په بشپړ ډول مخالف یم، او واقعیتونه هم زما په ملاتړ دي، خو د جنورۍ پر ۲۰مه به واکونو لېږد په منظم ډول ترسره شي".

سناتورې ایمي کلوبوشر د کانګرس مشترکې غونډې د رایو له شمېر وروسته دغه رپوټ مرستیال ولسمشر مایک پینس ته ووایه او له هغه وروسته د مرستیال ولسمشر له لوري د جوبایډن او هغه د مرستیالې بریا اعلان شوه.

له دې څو ساعته مخکې د ولسمشر ټرمپ له لمسونې وروسته د هغه ملاتړو د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ چې له کبله یې د غونډې چارې ودرېدې. جوبایډن د کانګرس پر هغه غونډه چې د ده بریا د تایید لپاره بلل شوې وه، د ولسمشر ټرمپ د پلویانو یرغل (بغاوت) بللی‌ دی.

Law enforcement officers point their guns at a door that was vandalised in the House Chamber during a joint session of Congress in Washington DC, 6 January 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امنیتي ځواکونو کسانو هغه وره ته وسله نیولې چې د کانګرس غونډې پء مهال د ولسمشر ټرمپ پلویانو پرې یرغل وکړ.

ټوېټر د کانګرس پر ودانۍ د ډونلډ ټرمپ د پلویانو له چپاو وروسته نوموړی د لنډمهال لپاره خپل ټوېټر حساب ته له لاسرسي بلاک کړی دی.

د ښاغلي ټرمپ په اعلامیه کې زیاته شوې: "ما تل ویلي چې د قانوني رایو د شمېرل کېدو د ډاډمنتیا لپاره به مو مبارزه روانه وي. که څه هم دا د ولسمشرۍ تاریخ کې تر ټولو د سترې لومړۍ دورې پای ښيي، خو دا پخواني برم ته د امریکا د ګرځولو لپاره زموږ د هاند و هڅو پیل دی".

د ولسمشر ټرمپ ټاکنیز ټیم د نومبر د ۳مې ټاکنو د پایلو د ننګولو لپاره تر ۶۰ ډېر قانوني غوښتنې ثبت کړې، خو د پایلو د بدلون ټولې هڅې یې ناکامه وختې.

د ټرمپ ټیم یوه بل غړي استعفا

مایک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مایک مولوانې د ټرمپ له نژدې سلاکارانو یو بلل کېده.

په ورته مهال د ښاغلي ټرمپ د ټیم یوه بل مهم غړي خپله استعفا اعلان کړه. د سي این بي سي په رپوټ کې ویل شوي، د شمالي ایرلنډ لپاره ځانګړي استازي مایک مولوانې د پنجشنبې پر ورځ وویل، خپله دنده پرېږدي.

ښاغلی مولوانې د ښاغلي ټرمپ له نژدې سلاکارانو یو و او دغه راز د ۲۰۱۹ کال له پیله بیا د ۲۰۲۰ کال تر مارچ میاشتې پورې یې د سپنۍ ماڼۍ د دفتر رییس دنده درلوده.

نوموړي سي این بي سي ته وویل:

''ما (د بهرنیو چارو وزیر) مایک پومپیو ته تېره شپه وویل، چې زه استعفا کوم، زه دا نه شم کولای، نه شم کولای پاتې شم. ''

نړیوال غبرګون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د امریکا په کانګرس ودانۍ کې تاوتریخوالی غندلی دی. نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې چې پر ټویټر خپره شوې ویلي 'هغه څه چې نن په واشنګټن ډي سي کې وشول د امریکا په څېر نه ښکاري. '

د ښاغلي مکرون له دې ویډیويي پیغام سره د 'موږ پر ولسواکي باور لرو. ' توري لیکل شوي دي.

د جرمنۍ چانسلره (لومړۍ وزیره) اېنګلا میرکل وايي، په کانګرس ودانۍ کې دننه د تاوتریخوالي د تصویرونو له لیدو وروسته په 'غوسه ' شوې او دغه راز 'خواشینې ' شوې ده.

یو شمېر نورو اروپايي مشرانو هم دغه یرغل غندلی دی. د روسیې بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې بیا د امریکا ټاکنو 'زوړ ' الکټرول سسټم او رسنۍ د دې یرغل لاملونه بللي دي.

کانګرس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بریتانوي پوځیانو ۱۸۱۴ کال کې د امریکا کانګرس ته اور ورته کړی و.

کانګرس ودانۍ کې د تاوتریخوالي مخینه

د امریکا په کانګرس ودانۍ کې دننه د تاوتریخوالي انځورونو د نړۍ په لر او بر کې خلک حیران کړي، خو دا لومړی ځل نه دی چې په دغه ودانۍ کې دننه ورانی، ویجاړی یا تاو تریخوالی کېږي.

ځینې کسان د ۱۸۱۴ کال هغه پېښه یادوي چې بریتانوي پوځیانو پر ښار له یرغل وروسته د کانګریس هغو ودانیو ته اور ورته کړی و، چې لا یې هم ودانیزې چارې روانې وي.

خو له هغه راهیسې هم په دې ودانۍ کې لږ تر لږه درې نورې پېښې شوې دي، چې یوه پکې د ۱۹۱۵ کال هغه پېښه هم شامله ده، چې د سنا مجلس یا مشرانو جرګې په دخولي دروازه کې د چاودېدونکو توکو (ډاینامایټ) درې چاودنې وشوې.

کانګرس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغو کسانو چې د ټرمپ په پلوۍ له یوه لاریونه وروسته د امریکا کانګرس ودانیو ته ننوتل داسې نښانونه او بیرغونه لېږدول چې ځینې ځانګړو مفکوره لرونکو ډلو او کسانو ته منسوب دي. خو دغه ډېری غړي او د دوی هدفونه ګډوډ دي.