اېفبيای د ټرمپ د پلویانو تاوتریخجن لاریون د تکرارېدو وېره ښودلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي، د لومړې مراسمو په درشل کې د ټرمپ د پلویانو له احتمالي تاوتریخوالي وېره نه لري، خو د فدرالي څېړنو دفتر (اېفبيای) د ټرمپ د لوړې تر مراسمو مخکې د احتمالي وسله والو مظاهرو خبرداری ورکړی دی.
رپوټونه وايي، د جنورۍ تر ۲۰مې پورې ځینې وسله والې ډلې د امریکا په ۵۰ ایالتونو او واشنګټن ښار کې د راغونډېدو پلان لري، چې همدا موده به د بایډن د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو شاهده هم وي.
دا وېره وروسته تر هغه ښودل شوې چې امریکا د لوړې مراسمو ته د امنیت ټینګېدو پلانونه نیول کېږي.
په تېره دوشنبه ښاغلي بایډڼ وویل، واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ مخې ته به د لوړې مراسمو ترسره کېدو په اړه وېره نه لري.
د امریکا پر کانګرس برید؛ د ټرمپ د کابینې د کورني امنیت وزیر استعفا وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د تېرې چارشنبې ورځې پېښو ته د ولسمشر ټرمپ له څرګندونو او چلن سره د مخالفت په دوام کې د دغه هېواد د کورني امنیت وزیر چاډ وولف استعفا وکړه.
ولسمشر ټرمپ په دې تورنېږي چې د سپینې ماڼۍ خواته د پلویانو غونډې ته وینا یې سبب شوه چې دا کسان پر کانګرس برید وکړي.
چاډ وولف د ولسمشر ټرمپ د کابینې دریم وزیر دی چې تېرو شپږو ورځو کې د نوموړي له څرګندونو سره د مخالفت له امله دنده پرېږدي.
له دې مخکې د ټرنسپورټ او د پوهنې وزیر استعفا کړې وه، خو د چاډ وولف استعفا ډېره مهمه بلل کېږي ځکه چې وزارت یې د کډوالو ضد سیاست، د مکسیکو سره دېوال جوړول، پولو کې له مور پلار د ماشوم بېلول او تېرو څو میاشتو کې د جورج فلوییډ د مرګ په سبب د پورته شویو متعرضانو سره چلن او د پولیسو تاوتریخوالی تعقیبوي.
د چاډ وولف استعفا د جنورۍ پر ۲۰ د جو بایډن د لوړې مراسمو درشل کې ده چې یو مهم امنیتي حساسیت بلل کېږي او د امنیت یوې برخې مسوولیت د کورني امنیت وزارت په لاس کې دی.
د مظاهرو خبرداری

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا څېړنیزې ادارې ایف بي ای د منتخب ولسمشر جو بایډن د لوړې له مراسمو مخکې په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د وسله والو ښي اړخو د مظاهرو خبر داری ورکړی.
د امریکا ملي ګارد اداره وايي، دوی به پلازمېنه واشنګټن کې د امنیت ټینګښت لپاره تر ۱۵۰۰۰ پورې پوځیان ځای پر ځای کړي. د امریکا پارلمان ودانۍ په شاوخوا کې د امریکا ملي ګارد سرتېري ځای په ځای شوي دي.
د دې ځواک ځینې سرتېري داسې مهال کې لیدل شوي، چې په هغو پوړیو کې یې دمه کوله یا یې سیلفي تصویرونه اخیستل چې تېره اونۍ مظاهره کوونکي په کې یو ځای شوي وو.
۱۰ زره نور سرتېري داسې حال کې سیمې ته رسېږي چې څېړنیزې ادارې ایف بي ای د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن د لوړې له مراسمو مخکې په ۵۰ ایالتونو کې دښي اړخو لخوا د مظاهرو خبرداری ورکړی.
بل لور ته د امریکا پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې اوونۍ له تاوتریخوالو ډکو مظاهرو په تړاو د ګرم بللو تور د مخالف ډیموکرات ګوند له خوا رسماً د دغه هېواد کانګرس ته وړاندې شو.
د امريکا پر کانګرېس د ټرمپ د پلويانو تر بريد وروسته چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې مالي زیان هم د کانګرس ودانۍ ته اړولی د ولسمشر ټرمپ د لېرې کولو غوښتنې زياتې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سربېره پر دې چې دغه سند د جمهوریپالو له مخالفت سره مخ شو او له امله یې غونډه سبا ته وځنډېده، په کې ښاغلی ټرمپ "د یاغي توب په پارونې " تورن شوی او ادعا شوې چې ده رسماً تاوتریخوالي ته لمن وهلې.
ډیموکراتانو له مرستیال ولسمشر مایک پنس غوښتي چې د سپینې ماڼۍ کابینه پر دې غونډه وکړي چې آیا د اساسي قانون د پنځه ویشمتمې مادې پر بنسټ ډونلډ ټرمپ له کاره وشړي که نه.
په دې سند کې څو نورو ادعاوو ته هم اشاره شوې لکه ښاغلي ټرمپ چې ویلې ګواکې ټاکنې "غلا شوې "او دا چې دی د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو برحقه ګټونکی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی ټرمپ به د جنورۍ پر ۲۰ نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن ته واک پرېږدي. خو د نانسي پلوسي په ګډون يو شمېر ډيموکراتان غواړي چې ښاغلی ټرمپ د ۶ جنورۍ د لاريونو او لوټ تالان مسوول وپېژندل او له دندې ګوښه کړای شي.
که څه هم د هغه د دورې تر پای ته رسېدو مخکې يې لېرې کول اوس ډېر ناوخته دي خو دوی غواړي چې بنديزونه پرې ولګول شي، د پخوانيو ولسمشرانو له ګټو محروم او په راتلونکي کې ولسمشرۍ ته ځان ونشي نومولي.
بل لور ته د امريکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن له خوا وېليم برنز د امریکا د څارګرې ادارې يا سي ای اې د مشر په توګه نومول شوی دی.
ښاغلي برنز په ۲۰۱۵ کال د بارک اوباما د دورې پر مهال د امريکا او ايران تر منځ اتومي هوکړه کې مهم رول درلود او له دې وړاندې يې روسيې ته د امريکا د سفير په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د عکس سرچینه، Rex Features
نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې په بهرنيو چارو وزارت کې له ۳۳ کلنې دندې وروسته ځان ګوښی کړ او وروسته د بارک اوباما د دورې پر مهال د اتومي مذاکراتو ډله کې و.
که چېرې نوموړی د امريکا د سنا مجلس له خوا ومنل شي دی به لومړی ديپلومات وي چې د امريکا د څارګرې ادارې د مشر په توګه دنده تر سره کوي.
ټاکل شوې چې د امريکا نوی شوی ولسمشر به د جنورۍ پر ۲۰ مه د امریکا واک په لاس کې واخلي او د لوړې له مراسمو وړاندې بايد د ملي امنيت ډله بشپړه کړي.
ښاغلی برنز د منځني ختيځ او شاوخوا سيمو مسلو کې اوږده تجربه لري او د ښاغلي ټرمپ د بهرني سياست له مخالفينو څخه دی او څو ځله يې د ايران له اتومي تړونه د امريکا د وتلو مخالفت هم کړی و.













