د امریکا د کانګرس مسلمانه غړې په مرګ ګواښل شوې

الہان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الهان عمر وايي، د ګواښ له امله اوس ساتونکي لري.

د امریکا کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند مسلمانه غړې وايي، یوه توکمپال په مرګ ګواښلې او ورته یې ویلي چې په ډېر ماهر کس سره به یې په لوی ټوپک ووژني.

الهان عمر چې په کانګرس کې د میناسوټا استازې ده وايي، د همدې نامالومو پیغامونو له امله اوس ساتونکي یا باډیګارډان لري.

د هغې دا خبرې په داسې مهال دي چې د امریکا مشرانو جرګې کاندید راوي مور یوه ټوېټ کې وايي:

"ولسمشر ټرمپ ښه ویل چې هغه(الهان عمر) باید سومالیا ته ستنه شي".

د مشيګان راشده طلیب او د مینا سوټا الهان عمر هغه لومړنۍ مسلمانې دي چې د ډیموکراټ ګوند په استازۍ کانګرېس ته ورسېدې، خو د اسراییل مخالفو څرګندونو له امله له نیوکو سره مخ دي.

د الاباما جمهوریپالو له کانګرس د مېرمن عمر د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

خو نوموړې چې ۱۲ کلنۍ کې له سومالیا متحده ایالتونو ته کډواله شوې د چارشنبې په ورځ ولیکل:

"زه له دې کرکه کوم چې داسې نړۍ کې اوسم چې له خپلو انسانانو باید ځان خوندي کړې".

هغه زیاتوي: "د دې خطرناکو خلکو له امله چې زما او د نورو ژوند ختمول غواړي، زه باید د ساتونکو لرلو حقیقت ومنم".

موور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د الاباما جمهوریپال غړي د الهان عمر لرې کېدل غواړي او مور د دې خبرې هرکلی کړی دی.

سناتپالو یا محافظه کارو بیا بیا پر مېرمن عمر نیوکه کړې او د اسراییل ضد دوښمنۍ یې تورنه کړې ده.

مېرمن عمر د امریکا- اسراییل پر اړیکو د څرګندونو له امله د خپل ګوند د غړو له نیوکو سره هم مخ ده، خو خپله دا تورونه ردوي.

هغې په تېر کې د لابیانو ضد څرګندونو کې پر یهودانو د نیوکو له امله هم بښنه غوښتې ده.

د اونۍ په پای کې د الاباما جمهوریپال ګوند د کانګرېس غړو داسې پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د اسراییل ضد څرګندونو له امله له هېواد د مېرمن عمر د اېستلو بهیر پیلېږي.

خو مېرمن عمر غبرګون کې وايي: "زه د میناسوټا ایالت د پنځمې ولسوالۍ ۷۸ سلنه رایو سره ټاکلې یم، نه د الاباما جمهوریپالو ګوند".

نوموړې پر ښاغلي مور د ګوزار لپاره هغه درې مېرمنې یادې کړې چې ادعا کوي دوی پېغلوټې وې، نو د جنسي نږدېتوب هڅه یې ور سره کړې ده.

خو ۷۱ کلن مور دا ادعاوې ردوي.

د چارشنبې په ورځ یې ټوېټ کې مېرمن عمر د اسراییل قسم خوړلې دوښمنه وبلله او هم یې په دې تړاو د ولسمشر ټرمپ پخوانۍ نیوکې یادې کړې.

الہان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الهان عمر وايي، له هغه وروسته د مرګ ګواښ ورته زیات شو چې ټرمپ یې پرضد خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ جولای کې د ګانګرېس پر ډیموکراټو لیبرالو غړو(ښځو) غږ وکړ چې خپلو فسادي او بې منطقه هېوادونو ته لاړې شي.

خو نوموړی د دې څرګندونو له امله په توکمپال تورن شو او پرضد یې مظاهره هم وشوه.

مېرمن عمر وايي د ټرمپ له څرګندونو وروسته نوموړې ته د مرګ ګواښونه ډېر شوي دي.