تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا د کانګرس مسلمانه غړې په مرګ ګواښل شوې
د امریکا کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند مسلمانه غړې وايي، یوه توکمپال په مرګ ګواښلې او ورته یې ویلي چې په ډېر ماهر کس سره به یې په لوی ټوپک ووژني.
الهان عمر چې په کانګرس کې د میناسوټا استازې ده وايي، د همدې نامالومو پیغامونو له امله اوس ساتونکي یا باډیګارډان لري.
د هغې دا خبرې په داسې مهال دي چې د امریکا مشرانو جرګې کاندید راوي مور یوه ټوېټ کې وايي:
"ولسمشر ټرمپ ښه ویل چې هغه(الهان عمر) باید سومالیا ته ستنه شي".
د مشيګان راشده طلیب او د مینا سوټا الهان عمر هغه لومړنۍ مسلمانې دي چې د ډیموکراټ ګوند په استازۍ کانګرېس ته ورسېدې، خو د اسراییل مخالفو څرګندونو له امله له نیوکو سره مخ دي.
د الاباما جمهوریپالو له کانګرس د مېرمن عمر د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
خو نوموړې چې ۱۲ کلنۍ کې له سومالیا متحده ایالتونو ته کډواله شوې د چارشنبې په ورځ ولیکل:
"زه له دې کرکه کوم چې داسې نړۍ کې اوسم چې له خپلو انسانانو باید ځان خوندي کړې".
هغه زیاتوي: "د دې خطرناکو خلکو له امله چې زما او د نورو ژوند ختمول غواړي، زه باید د ساتونکو لرلو حقیقت ومنم".
سناتپالو یا محافظه کارو بیا بیا پر مېرمن عمر نیوکه کړې او د اسراییل ضد دوښمنۍ یې تورنه کړې ده.
مېرمن عمر د امریکا- اسراییل پر اړیکو د څرګندونو له امله د خپل ګوند د غړو له نیوکو سره هم مخ ده، خو خپله دا تورونه ردوي.
هغې په تېر کې د لابیانو ضد څرګندونو کې پر یهودانو د نیوکو له امله هم بښنه غوښتې ده.
د اونۍ په پای کې د الاباما جمهوریپال ګوند د کانګرېس غړو داسې پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د اسراییل ضد څرګندونو له امله له هېواد د مېرمن عمر د اېستلو بهیر پیلېږي.
خو مېرمن عمر غبرګون کې وايي: "زه د میناسوټا ایالت د پنځمې ولسوالۍ ۷۸ سلنه رایو سره ټاکلې یم، نه د الاباما جمهوریپالو ګوند".
نوموړې پر ښاغلي مور د ګوزار لپاره هغه درې مېرمنې یادې کړې چې ادعا کوي دوی پېغلوټې وې، نو د جنسي نږدېتوب هڅه یې ور سره کړې ده.
خو ۷۱ کلن مور دا ادعاوې ردوي.
د چارشنبې په ورځ یې ټوېټ کې مېرمن عمر د اسراییل قسم خوړلې دوښمنه وبلله او هم یې په دې تړاو د ولسمشر ټرمپ پخوانۍ نیوکې یادې کړې.
ښاغلي ټرمپ جولای کې د ګانګرېس پر ډیموکراټو لیبرالو غړو(ښځو) غږ وکړ چې خپلو فسادي او بې منطقه هېوادونو ته لاړې شي.
خو نوموړی د دې څرګندونو له امله په توکمپال تورن شو او پرضد یې مظاهره هم وشوه.
مېرمن عمر وايي د ټرمپ له څرګندونو وروسته نوموړې ته د مرګ ګواښونه ډېر شوي دي.