تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قرآن شریف او فلسطینی کمیس د امریکا په کانګرېس کې
د امریکا کانګرېس ته له مشیګان ایالت بریالۍ شوې استازې رشیده طلیب د پنجشنبې په ورځ په داسې مهال لوړه وکړه چې فلسطینی کمیس یې پر تن و او پر قرآن شریف یې لاس ایښی و.
دغه دودیز فلسطینی کمیس د اغلې طلیب مور په خپلو لاسو هغې ته ګنډلی دی.
۴۲ کلنه رشیده طلیب دوه اولادونه لري او د ډېموکراټ ګوند په استازیتوب کانګرېس ته بریالۍ شوې ده.
اغلې طلیب څه موده وړاندې ویلي وو، په کانګرېس کې د لوړې پر وخت به د قرآن شریف پر هغه نسخه لاس ږدي چې یو وخت د امریکا له پخواني ولسمشر تامس جېفرسن سره و.
خو د پنج شنبې پر ورځ نوموړې رسنیو ته وویل، د قرآن د هغې تاریخي نسخې پر ځای یې له ځان سره له کوره د قرآن یوه عادي نسخه را وړې ده.
د مشیګان ایالت استازې رشیده طلیب او د همدا راز د میني سوټا ایالت استازې الهان عمر د امریکا د کانګرېس په تاریخ کې لومړنۍ مسلمانې غړې دي.
د امریکا په کانګرېس کې د لوړې پر وخت نوي غړي اړ نه دي چې پر کوم متن یا کتاب لاس کېږدي.
خو ډېری استازي د لوړې پر وخت پر انجیل لاس ږدي او د امریکا د اساسي قانون د دفاع او برلاسۍ ژمنه کوي.
اغلې طلیب ډیټرویټ پرېس رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، په کانګرېس کې د لوړې پر وخت د قرآن شریف کارول دا ښیي چې د امریکا وګړي هر یو جلا مخینه لري، خو ټول پر انصاف او خپلواکۍ مین دي.
نوموړې وایي، د لوړې پر وخت پر قرآن شریف د لاس اېښودو یوه موخه دا هم وه چې په امریکا کې ډېری خلک فکر کوي چې اسلام د امریکا له تاریخ سره هېڅ تړاو نه لري.
خو مېرمن طلیب وایي، د امریکا د تاریخ له لومړیو ورځو راهیسې اسلام دې هېواد کې شته.
د هغې په خبره، د امریکا یو شمېر بنسټګر مشران د کانګرېس له ځینو اوسنیو غړو په اسلام ښه پوهېدل.
اغلې طلیب د لومړنۍ مسلمانې ترڅنګ لومړنۍ فلسطینۍ توکمه امریکایۍ هم ده چې د امریکا کانګرېس ته ټاکل کېږي.
نوموړې ژمنه کړې ده چې د کانګرېس له غړیو جوړ پلاوي سره به پلرني ټاټوبي فلسطین ته هم سفر کوي.