نجات دروېش غواړي د کتالونیا د ولسي جرګې لومړنۍ مسلمانه غړې شي

.

د عکس سرچینه، JAMES BADCOCK

د عکس تشریح، دا خواشینوونکې ده چې ټلوېزون چالان کړې او محجبه ښځه ونه وینې.

نجات دروېش اسپانوۍ مسلمانه سیاستواله غواړي د کتالونیا د ولسي جرګې لومړنۍ مسلمانه غړې شي او د اسپانیا په دغه ایالت کې د مېشتو مسلمانو لږکیو د حقونو خوندیتابه لپاره مبارزه وکړي.

نوموړې په ۱۹۹۰ کال هغه مهال چې ۹ کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره له مراکش هېواده اسپانیا ته کډواله شوه.

اغلې دروېش کابو ۱۷ کاله بارسلونا ته څېرمه په (ماسنو) ښار کې ټولنیزې چارې تر سره کړې دي.

د هغې په خبره، دا خواشینوونکې ده چې ټلوېزون چالان کړې او محجبه ښځه ونه وینې.

د اغلې نجات په ټکیو ، دا د خپلې ټولنې لومړنۍ ښځه ده چې په ادبیاتو کې یې جایزه ګټلې او لوړې زدکړې یې کړې دي.

هغې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، یوازې دا نه بلکې ډېرې مسلمانې ښځې غواړي چې د پارلمان غړې شي:

"زه نه غواړم اولادونه مې هغه وزغمي چې نیکونو یې یا ما زغملي دي. زه غواړم هغوی د داسې ټولنې برخه شي چې پراخه، برابره او رنګارنګۍ منونکې وي."

نوموړې پر داسې مهال سیاسي ډګر ته راځي چې د ځايي حکومت د "ناقانونه" خپلواکۍ د اعلانولو له امله په کتالونیا کې سیاسي کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.

د اسپانیا مرکزي حکومت اعلان کړی چې راتلونکې پنجشنبه د ډیسمبر ۲۱مه به په کتالونیا کې پارلماني ټاکنې تر سره کړي.

که څه هم اغلې دروېش د کتالونیا د کوم سیاسي ګوند غړې نه ده، خو پتېیلې ده چې د کتالونیا د چپي جمهوریپال ګوند (ERC) له ادرسه ځان نوماند او بیا په غټه کچه د تعصب پر وړاندې مبارزه وکړي.

د کتالونیا جمهوريپال ګوند غواړي د نورو خپلواکۍ پلوو ګوندونو په ملتیا په پارلمان کې اکثریت څوکۍ خپلې او له اسپانیا د کتالونیا بېلونې مبارزې ته ادامه ور کړي:

"زه په ډېر پېچلي پړاو کې د کتالونیا لپاره دا ګام اخلم، خو زه باوري یم چې د ټولنې ښاري کېدو ته اړتیا ده. "

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له اسپانیا د کتالونیا د خپلواکۍ ملاتړ غونډه او د کتالونیا توغ

دمګړۍ په کتالونیا کې شاوخوا ۵۱۵۰۰۰ مسلمانان ژوند کوي ‎چې د اسپانیا د دغه ولایت د وګړو ۱۵سلنه جوړوي

اغلې دروېش وايي، په کتالونیا کې به د تعصب پر وړاندې چې د هغو په ټکیو یو شمېر سیاستوال ورته لمن وهي، جدي مبارزه وکړي.

نجات دورېش وايي، د ټولنیزو چارو پر مهال یې د تعصب ډېرې پېښې لیدلي دي. د هغې وینا ده چې یوه نجلۍ یې د دې لپاره په روغتون کې د نرسې په توګه نه نیوله چې ټیکری یې پر سراوه.

هغه زیاتوي، ډېر فارغان مې لیدلي چې سي وي ګانې یې د دې لپاره رد شوي چې نومونه یې اسلامي وو:

"چې ماشوم یې، په کتلان یا اسپانوي ژبه خبرې وکړای شې، نو ټول به وايي، څومره ښکلی ماشوم‎. خو چې غټ شوې او په څه دې له چا سره دې بحث وکړ، د رقیب په سترګه درته کتل کېږی."

د بنسټپالنې وېره

په اسپانیا کې د دوهم نسل د کډوالو په سروې کې چې پرینسټن، کلیمسن او میامي پوهنتونونو له خوا تر سره شوې، ۲۰ سلنه کډوالو ویلي، دوی په تېرو درېوو کلونو کې له تبعیضي چلند سره مخامخ شوي دي.

A Madrid mosque: Spain's Muslim-Christian tensions go back centuries

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شمېرو له مخې دمګړۍ په کتالونیا کې ۸۲۰۰ مسلمان ماشومان شته خو د اسلامي زدکړې هیڅ اسانتیا نه لري.

د کتالونیا په ځانګړو ځایونو په تېره سوداګریز مرکز بارسلونا کې چې په دې وروستیو کې د پولیسو د ازارونې رپوټونه هم ترې خپاره شوي، د تبعیض پېښې ډېرې وې .

په تېره اګسټ میاشت کې چې په کامبرېل او بارسلونا کومو سختدریځو اسلامپالو بریدونه وکړل، د هغوی پلرونه اصلا د مراکش اوسېدونکي وو. هغوی د کتلان د ریپول ښار کې اوسېدل او هلته د یوه سختدریځي امام تر اغېز لاندې راغلي وو.

په اسپانیا کې د اسلامي ټولنو یو غړی محمد الغیدوني وايي، د حکومت او اسلامي ټولنو ترمنځ همکاري به د بنسټپالنې مخه ونیسي.

د شمېرو له مخې دمګړۍ په کتالونیا کې ۸۲۰۰ مسلمان ماشومان شته خو د اسلامي زدکړې هیڅ اسانتیا نه لري.

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په اسپانیا کې د ترهګریزو بریدونو په غندونکي لاریون کې د مسلمانانو ګډون

په اسپانیا کې د کتالونیا ځایځایګی

د کتلان ځايي حکومت په تېره اکټوبر میاشت کې وروسته له هغه د اسپانیا د لومړي وزیر له خوا ړنګ اعلان شو چې د نظرپوښتنې پر بنسټ یې له اسپانیا خپلواکي اعلان کړه.

د ERC ګوند غړي او د کتلان د ړنګ کړل شوي حکومت یو شمېر چارواکي د کتالونیا د خپلواکۍ اعلانولو په تور تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

د پوښتنو ګروېږنو له بهیره ۷ کتالونیايي چارواکي خوشې شوي خو د کتالونیا ځايي حکومت پخوانی مشر پوګدیمونټ او پنځه نور کسان بیلجیم ته تللي دي.

نجات دروېش وايي، د خلکو لپاره پرېکړه کوي چې کتالونیا د اسپانیا برخه پاتې شي او که څنګه؟

په داسې حال کې چې اغلې دروېش پخپله د خپلواکۍ پلوۍ ده.