د امریکا د ټاکنو په تاریخ کې پنځه حیرانوونکې پېښې

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوریپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د ډیموکراټ ګوند له نوماند جوبایډن سره سیالي کوي.
د کورونا وبا له امله په امریکا کې خلک په داسې ډول رایه کاروي چې بې خطره وي او په میلیونونو امریکایانو تر اوسه د پوست له لارې او یا په حضوري ډول رایه کارولې.
د کورونا وېروس خپرېدا د امریکا د ټاکنو دغه دوره عجیبه کړې خو د امریکا په ټاکنو کې دا حیرانوونکې سیالۍ بې مخینې نه دي .
دلته یې څو ټکو ته اشاره کوو.
لومړنۍ عجیبه پېښه
ورګرځو په امریکا کې د ټاکنو تاریخ ته چې په لومړي ځل د رایو پر تر لاسولو سره ولسمشر وټاکل شو.
تازه امریکا له برتانیا جلا شوې وه او یو خپلواک هېواد و، د ۱۷۷۶ کال جولای په څلوره چې د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځ پېژندل کیږي.
په کال ۱۷۸۸ کله چې د لومړنیو ټاکنو وخت راورسېد، دغه هېواد ۱۳ ایالتونه درلودل خو یواځې لسو یې په ټاکنو کې د ګډون حق درولود.
ځکه هغه وخت د شمالي کارولینا او رودایلیند تشکیل په اساسي قانون کې نه و منل شوی او نیویارک په وخت سره د ټاکنو تر سره کولو ته چمتو نه وو .
له دغو لسو ایالتونو یواځې د شپږو ایالتونو خلکو ته د دې اجازه ورکړل شوې وه چې رایه ورکړي هغه هم یواځې سپین پوستو ته.
څلورو نورو ایالتونو ایالتي قانون جوړوونکو ته د پرېکړې حق ورکړی و.
له برتانیا د خپلواکۍ اخیستلو لپاره له مشرۍ وروسته جورج واشنګټن په کور ناست و خو له هغه غوښتل کېدل چې سیاست ته مخه کړي، ځکه نوموړی د هغه وخت سیاستوالو کې تر ټولو غوره و.
په دغو ټاکنو کې د ټاکنیز کالج( د غوره کوونکو ډلې) څخه ګټه واخیستل شوه د ولسمشر د ټاکلو لپاره د هر ایالت وګړو ته په کتو هغوی ته ځانګړې رایې ور کړل شوې چې دا طریقه اوس هم په لږ بدلون کارول کېږي.
د هغه وخت په غوره کوونکو کې ۷۲ کسان وو خو یواځې ۶۹کسانو رایه ورکړه.
هر غوره کوونکي دوه رایې درلودې ( د ولسمشر او د لومړي مرستیال د ټاکلو لپاره) او ټولو ۶۹کسانو جورج واشنګټن ته رایه ورکړه. چې دا د امریکا په تاریخ کې له یو نوماند غوڅ ملاتړ وو.
کله چې واشنګټن د دوهم ځل لپاره په ټاکنو کې د ګډون پرېکړه وکړه په ۱۷۹۲ کال هم په ۱۵ ایالتونو کې د ۱۳۲ غوره کوونکو له خوا غوره شو.
مړ نوماند

د عکس سرچینه، EPA
په کال ۱۸۷۲ د امریکا په تاریخ کې څو پېښې وشوې.
ویکتوریا وودهال لومړنۍ ښځه وه چې د (برابر حق ) له ګوند د امریکا ټاکنو ته نومانده شوه د لومړي ځل لپاره هغې خپل لومړی مرستیال یو افریقایي ټاکلی و.
وودهال او داګلاس تاریخ جوړوونکي وو خو ډیرې رایې یې تر لاسه نه کړې. وودهال حق نه درلود ځان ته رایه ورکړي هغه قانون چې ټولو ښځو کولای شول رایه وکاروي تر ۱۹۲۰ کال پورې په ټولو ایالتونو کې نه وو تصویب شوی.
د هغه وخت اصلي نوماندان له جمهوريپال ګوند یولیسیز ګرانت او سیال یې هوراس ګریلي و.
ګریلي په نیویارک کې ورځپاڼه خپروله او دوه ګوندونو لیبرال جمهوریپالو او ډیموکراټانو د هغه ملاتړ کاوه.
ګریلي د هغو ټاکنو بریالی نوماند و او د خلکو ډیرې رایې تر لاسه کړې وې.
خو کله چې غوره کوونکو رایې تایدولې ګریلي مړ شو. ګریلي لومړنی نوماند دی چې د رایو شمېرنې پر وخت مړ کیږي.
د ګریلي په مرګ سره هغه نور د ټاکنو د شرایطو سره برابر نه وو او د هغه ۶۶ سلنه رایې بل نوماند تر لاسه کړې.
زنداني نوماند
په کال ۱۹۲۰ کې وارن هاردینګ د جمهوريپالو له ګوند بریالی شو
هاردینګ د کالج د ۴۰۴ رایو ګټلو سره جیمز کاکس چې ۱۲۷ رایې ګټلې وې مات کړ او له ۶۰ سلنه ډېرې رایې تر لاسه وې.
نوموړی په ۲۶/۲ رایو سره بریالی شو چې د امریکا په ټاکنو کې بې مخینې وې.
دا لومړنۍ ټاکنې وې چې ښځو په ۴۸ ایالتونو کې د رایې ورکولو حق درلود او د خلکو ګډون له ۱۸/۵ میلیونو په څلورو کلونو کې تر ۸/ ۲۶ میلیونو رسیدلی وو.
په دغو ټاکنو کې د سوسیالیستانو نوماند یوجین یو میلیون رایې واخیستې چې د یو سوسیالیست لپاره تر ټولو ډېرې رایې وې.
دبز په ټولو رایو کې دریم شو خو په کالج کې یې هېڅ رایه تر لاسه نه کړه.
د هغه د نوماندېدو اوسیالۍ مخته بوولو یوه ځانګړتیا دا وه چې له زندان یې هرڅه رهبري کول.
له ټاکنو دوه کاله وړاندې دبز په لومړني نړیوال جنګ کې د امریکا له شرکت سره مخالفت وښود او د جنګ پر ضد یې یوه وینا کړې وه.
د همدې وینا له امله ونیول شو او د قانون له مخې د جاسوسۍ او دا چې پر دولت به یې نیوکې کولې زنداني شو خو له هغه سره ژمنه وشوه چې په ټاکنو کې له بریا سره به وبښل شي.
دیویي، ترومن مات کړ
په ۱۹۴۸ کال د وخت ولسمشر هري ترومن و ټاکل شو، ځکه هغه د فرانکلین روزولت مرستیال و او درې کاله وړاندې چې روزولت له نړی سترګې پټې کړې د هغه ځایناستی شو او ډیموکراټانو ټاکنو کې د بریالیتوب هیله نه درلوده.
د ترومن جمهوريپال سیال چې د نیویارک ښاروال وو په ټولو نظرپوښتنو کې له هغه وړاندې وو.
په داسې حال چې فکر کېده ترومن د بریالیتوب لپاره ډېر کم چانس لري، د شیکاګو تریبیون ورځپاڼې د دیویي د بریا خبر خپور کړ او ویې لیکل: دیویي ترومن مات کړ.
خو دوه ورځې وروسته مالومه شوه چې ترومن به بریا تر لاسه کړي. شیکاګو تریبیون راتلونکې چاپې لیکنې بېرته اصلاح کړې.
دوه ورځې وروسته ترومن چې د شیکاګو ټریبیون تر سختو نیوکو لاندې وو خپله بریا یې د دې ورځپاڼې د همغې نسخې په ښکارولو سره ولمانځله، چې پکې دی مات بلل شوی و.
نږدې وه چې وټاکل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د تاریخ په ټاکنو کې د کال ۲۰۰۰ سیالۍ هم ډېرې سره نږدې وې چې پکې زوی جورج بوش د ډيموکراټ ګوند سیال ال ګور مات کړ، هغه هم په داسې حال چې یواځې د څو ایالتونو پایلې اعلان شوې وې.
بوش د ټاکنیز کالج ۲۴۶ رایې تر لاسه کړې وې او ال ګور ۲۵۰ رایې درلودې خوا دواړه نوماندان د فلوریدا پایلو ته په تمه وو چې ۲۵ ټاکنیزې رایې یې درلودې.
لومړیو کې خبري شبکو او رسنیو د نظر پوښتنو په اساس ال ګور د ټاکنو بریالی نوماند یاد کړی وو خو کله چې د ټاکنو شمېر پیل شو نو مجبور شول چې بیا کتنه پرې وکړي.
څو ساعته وروسته ال ګور جورج بوش ته ټلیفونی اړیکه کې د بریا مبارکي ورکړه او خپله ماته یې ومنله خو کله چې خبر شو چې د فلوراید په رایو کې توپیر کم دی خبله مبارکي يې بېرته واخیسته.
د رایو بیا شمېر سره ښکارېدله چې بوش یوازې ۳۰۰ ډېرې رایې لري او دا چاره سبب شوه چې دواړه لوري حقوقي چارو ته مخه کړي، ال ګور د رایو بېا شمېر او بوش یې مخنیوي غوښت.
له یوې میاشتې حقوقي ناندریو وروسته بوش د فلوریدا د رایو بریالی نوماند اعلان شو او ال ګور تسلیم شو
په هغه وخت کې د الګور لپاره د کالج ۲۶۶ رایې د یو نوماند لپاره تر ټولو ډېرې رایې دي چې ګټي یې خو بریالی نه اعلانېږي.
کار پوهان اوس هم شک کوي چې د فلورایډا د رایو شمېر سره به کوم نوماند بریالی کېده، خو هغه مهال د بوش بریا د نوموړي د دوه ځلې ولسمشر کېدو پیل وو.









