ټرمپ جو بایډن ته د واک د لېږېدولو بهیر ومانه

د عکس سرچینه، Mary Evans Picture Library
د امریکا د عمومي خدمتونو ادارې جې اېس اې په یوه رسمي لیک کې جو بایډن د ټاکنو ګټونکی بللی او وايي چې رسماً د واک د لېږد بهیر پیلولو ته چمتو ده. ډونلډ ټرمپ پر ټوېټر په دې اړه د اداري تشریفاتو پیلولو سره موافقه ښودلې ده.
د دوشنبې په مازیګر (نومبر ۲۳مه) د امریکا سي اېن اېن خبري شبکې ویلي، داسې یو لیک یې ترلاسه کړی چې ښيي د عمومي خدمتونو ادارې جې اې اې د جو بایډن د لېږد ټیم ته خبر ورکړی چې نوې ادارې ته د واک د لېږدولو د چارو پیلولو ته چمتو ده.
ډونلډ ټرمپ وړاندې پر خپل ټوېټر لیکلي چې نه غواړي د یادې ادارې پر مشرې امیلي مورفي فشار راوړي او هغې ته یې ویلي چې مقدماتي چارې پیل کړي.
دا په امریکا کې د واک د لېږد پیلېدا لومړنی ګام دی چې دا دوه اونۍ پرې لانجې وې؛ ځکه چې د ټرمپ ادارې د جې اېس اې له خوا جو بایډن ته د واک لېږد ځنډولی و.
د جو بایډن ټاکنیزې ډلې ددغه لیک په غبرګون کې د دا ډول لیک ترلاسه کول منلي چې وايي "دا د کورونا د مهارولو لپاره د جو بایډن د دولت د هڅو د پیل لپاره یو مهم ګام" دی.
د عمومي خدمتونو د ادارې مشرې امیلي مورفي چې ټرمپ ګمارلې وه، په دوشنبه وویل په تېرو دوو اونیو کې ددغه لیک د نه استولو لامل یې د سپینې ماڼۍ له خوا فشارونه وو.
د امریکا د استازو جرګې چې ډېر غړي یې دیموکراټان دي، اغلې مورفي د اداري توضیحاتو لپاره احضار کړې وه.
په دوشنبه دا لیک داسې مهال خپور شوی چې په ځینو مهمو ایالتونو کې د رایو بیا شمېرلو په تړاو د ښاغلي ټرمپ هڅې له لانجو سره مخامخ شوې.

د عکس سرچینه، Reuters
د دوشنبې په مازدیګر په میشیګان کې د ټاکنو کمېسیون د نومبر د دریمې د ټاکنو پایلې په دغه ایالت کې ومنلې.
په میشیګان کې د ټاکنو د پایلو منل په یو لوی جنجال اوښتې وې ان تر دې چې تېره اونۍ ډونلډ ټرمپ د میشیګان ایالت د سنا یو شمېر استازي راغوښتي وو او هڅه یې کړې وه چې د ټاکنو پایلې له پامه وغورځوي او دی په دغه ایالت کې بریالی اعلان کړي.
په میشیګان ایالت کې جو بایډن د څه باندې ۱۵۰ زره رایو په توپیر بریالی بلل شوی.
له همدې سره همهاله د دوشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزې ډلې شکایت پنسلوانیا ایالت کې د ددغه ایالت د محکمې له لورې رد شو.
د امریکا د مالیې راتلونکې وزیره څوک ده ؟

د عکس سرچینه، Reuters
د جوبایډن په کابینه کې جنت یلېن د مالیې وزیرې په توګه ټاکل کیږي. دا به لومړی ځل وي چې امریکا کې یوه مېرمن د مالیې د وزیرې په توګه ټاکل کیږي.
مېرمن یلين چې ۷۴ کلنه ده یوه له وتلو اقتصاد پوهانو شمېرل کیږي او د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د مرکزي بانک مشره او له هغې وړاندې په ۹۰ لسیزه کې د بیل کلینټون اقتصادي مشاوره وه.
د بارک اوباما د دورې پر مهال مېرمن یلین د خزانې مشره وه خو ولسمشر ټرمپ د قانون سره په ټکر د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د هغې د کار له دوام مخه ونیوله.
د امریکايي رسنیو د رپوټونو په اساس د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د مرکزي بانک مشره په خپله کابینه کې د مالیې وزيره معرفي کړې.
که په مشرانو جرګه کې مېرمن یلېن وټاکل شي نو دا به په امریکا کې لومړۍ مېرمنه وي چې د مالیې وزیره کیږي.
د ۲۰۰۷ کال په اقتصادي رکود کې مېرمن یلېن رول کلیدي یادیږي.









