ټرمپ ضمناً ومنله چې تر جنورۍ وروسته به ښايي ولسمشر نه وي

د عکس سرچینه، EPA
دونلډ ټرمپ په لومړي ځل دا ومنله، چې ښايي له جنورۍ وروسته ولسمشر نه وي. د کورونا وېروس په اړه د خپل دولت پر کړنو یوه خبري کنفرانس کې ښاغلي ټرمپ وویل، اداره به یې د امریکا پر خلکو ټولبند ونه لګوي، خو زیاته یې کړه، پردې نه پوهېږي چې راتلونکې کې به هلته کومه اداره وي. مګر له دې يې ډډه وکړه چې دا ومني، جو بایډن ټاکنې ګټلي دي.
د سپینې ماڼۍ بهر له هغه راهیسې، چې جو بایډن د ټاکنو ګټونکی اعلان شو، د ټاکنو په اړه یې دا په عام محضر کې لومړنۍ څرګندونې وي.
د متحده ایالتونو ولسمشر اصلاً په سپینه ماڼۍ کې هغې خبرې غونډې ته وینا کوله چې کوویډ- ۱۹ ناروغۍ په اړه د دولت پر راتلونکو اقداماتو په کې غږېده، خو ډونلډ ټرمپ ضمني اشاره وکړه چې ښايي تر جنورۍ میاشت وروسته نور د امریکا ولسمشر نه وي:
"تمه دا ده چې موږ به ټولبندیز ونه لګوو، زه به ټولبندیز ونه لګوم، دا اداره به ټولبندیز ونه لګوي، دا چې راتلونکې کې څه کېږي څوک نه پوهېږي، دا چې کومه اداره به وي، دا به هماغه وخت معلومه شي، خو دا درته ویلی شم چې دا اداره به ټولبندیز ونه لګوي".
وروسته له دې چې د ښاغلي ټرمپ دیموکرات سیال جو بایډن د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو، دا یې لومړنۍ وینا وه چې په عام محضر کې یې وکړه او نیولی شانې ښکارېده، خو دا یې په ښکاره ونه منله چې بایډن دې ټاکنې ګټلې وي.
په داسې حال کې چې پاتې رایې د شمېرل کېدو له بهیره تېرېږي، وړاندوینه دا ده چې ښاغلی بایډن جورجیا ایالت کې هم ګټونکی دی.
د ښاغلي ټرمپ وکیلان له هغې حقوقي دعوا تېر شوي چې ویل یې ارېزونا ایالت کې دې رایې له سره وشمېرل شي. ویل کېږي په دې ایالت کې هم جو بایډن ډېرې رایې خپلې کړي.
تر دې وړاندې ډونلډ ټرمپ څو څو ځلې ځان په ټاکنو کې ګټونکی اعلان کړ او خپل ډیموکرات سیالان یې په غلا او ټاکنیز تقلب تورن کړل.


په امریکا کې د بي بي سي خبریال انتوني زرچر وایي که څه هم ډونلډ ټرمپ تر اوسه غاړه نه ږدي چې د ټاکنو پایلې ومني خو د سپینې ماڼۍ په روزګارډن بڼ کې په خبري غونډه کې داسې برېښېدل چې د ښاغلي بایډن د بري کلک مخالفت یې پڅ شوی.
د ښاغلي زرچر په وینا، د وخت له تېرېدو او له ټاکنیزو ننګونو سره چې له ځینو یې د ده ډله لاس په سر کېږي او یا دا چې محکمه یې ردوي، د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه د ښاغلي ټرمپ د واکمنۍ ورځې په شمار دي.

جورجیا او اریزونا کې بریا؛ د بایډن ټولې رایې ۳۰۶ ته ورسېدې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ټولو ایالتونو د رایو د پایلو ارزونه تېره شپه په ډاګه شوه او د جورجیا ایالت رایو په ګټلو د جو بایډن د مجموعي رایو شمېر ۳۰۶ ته رسېدلی، خو ډونلډ ټرمپ پر پایلو اعتراض کړی او خلک یې لاریونونو ته هڅولي دي.
جو بایډن لومړنی دېموکراټ نوماند دی چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې تر اوسه په جورجیا کې بریالی کېږي.
دا ایالت د جمهوریپالو یو مهم مرکز ګڼل کېږي، چې په وروستیو لسیزو کې د تورپوستانو او لږکیو د رایو په برمته کولو تورن دی.
ډونلډ ټرمپ په وروستیو ټویټونو کې په ټاکنو کې یوځل بیا د درغلیو ادعا وکړه چې په وینا یې "په ټول هېواد کې د کېدونکو فوق العاده خودجوشه لاریونونو ملاتړ په ډېرېدو دی." ده وویل ښايي د شنبې ورځې د واشنګټن لاریونو ته به ورشي.
پنسیلوانیا ایالت کې هم یوې حقوقوي ډلې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په استازیتوب په دې ایالت کې د ټاکنو د پایلو پرو ړاندې اعتراض کړی، خو بېرته یې خپله ادعا واخیسته.

د عکس سرچینه، Reuters
د جوبایډن په ګټه پر ښاغلي ټرمپ د ټاکنو د پایلو منلو فشارونه دوام لري، خو نوموړی له کوم ثبوت پرته وايي په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت، ټاکنیز بنسټ او ایالتي چارواکو یوې ګډې کمېټې په ټاکنو کې د درغلیو په اړه د ټرمپ ادعا رد کړې ده او وايي چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنې د "امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډاډمنې" ټاکنې دي.
په اریزونا ایالت کې نه یوازې جو بایډن ټاکنو کې بریالی دی، بلکې د ناسا پخوانی ستورمزلی مارک کلي هم جمهوریپال سناتورې مارتا مک سالي ته په ماتې ورکولو په دې ایالت کې د سنا دویمه څوکۍ ګټلې.
په جورجیا ایالت کې، ټاکنیزه سیالي لاهم روانه ده. ددغه ایالت د سنا ټاکنې دویم پړاو ته غځېدلې دي.










