انجیل سره عکس؛ ولې ځینې مذهبي مشران ولسمشر ټرمپ ته غوسه دي؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, لیبو ډسیکو
- دنده, بي بي سي
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پلازمېنه واشنګټن کې د سنټ جان کلیسا تر څنګ داسې حال کې تصویر واخیست چې د عیسویانو سپېڅلی کتاب بایبل یې په لاس کې نیولی و، خو له ۲۴ ساعته هم لږ موده کې د سیمې کلیسا مشران په همدغه ځای کې یو ځای شول او د ولسمشر له دې کړنې سره یې مخالفت څرګند کړ.
جارج سي ګیلبرت هم له همدې مذهبي مشرانو یو دی، چې وايي، ولسمشر ټرمپ 'د خپلې اجنډا پر مخ بیولو لپاره له مذهبي تکیې کار اخیستی. ' نوموړی د واشنګټن یوې کلیسا کې له تېرو ۳۵ کلونو مشري کوي. هغه د ولسشمر دغه کړنه 'داسې رویه بولي چې هیڅ توجیه نه لري. '
نوموړی زیاتوي:
''په داسې حال کې چې ولسمشر (له معمول سره سم) کلیسا ته نه ځي، خو په اوسنیو سختو شرایطو کې د کلیسا څنګ ته په داسې حال کې تصویرونه اخیستل چې بایبل یې په لاس کې نیولی وي، یو غولوونکی او دروغجن عمل دی. ''
بل لور ته د دوشنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ وویل، د (تاوتریخجنو) مظاهرو ختمولو لپاره به پوځ وکاروي، چې د ده په وینا د پولیسو له لاسه د وژل شوي ۴۶ کلن جورج فلویډ د مړینې خلاف سوله ییزې مظاهرې ګډوډوي.

د عکس سرچینه، Heidi Thompson
له دې وینا لږ وروسته ولسمشر ټرمپ سپینې ماڼۍ ته نژدې سنټ جونز کلیسا ته لاړ چې د ولسمشرانو کلیسا یې هم بولي او د خبریالانو کمرو په مخکې یې بایبل په لاس کې نیولی و. د یکشنبې پر ورځ د مظاهرو بهیر کې دغې کلیسا ته اور ورته کړل شوی و.
خو راهب ګلیلبرټ او ملګري راهبان یې چې په مظاهره کې ورسره یو ځای دي وايي، په څه ډول چې ولسمشر کلیسا ته تللی او کتاب یې په لاس کې نیولی، (د منلو نه دي.)
نوموړی وايي، ولسمشر هلته داسې معلومېده لکه یوازې چې د تصویر اخیستو لپاره ولاړ و او اوس دا داسې چارو وخت نه دی.
له کلیسا سره سوله ییز احتجاج

د عکس سرچینه، BRENDAN SMIALOWSKI
د کلیسا په څنګ کې د مظاهرې لپاره د راهبانو تر څنګ ځینې رضاکار هم راټول شوي وو. راهب ګیلبرټ وايي، دا خپل مسوولیت بولي چې د ولسمشز کړنو خلاف د اعتراض لپاره د نورو مذهبي مشرانو تر څنګ ودرېږي.
وېشلی ملت
بل لور ته د دې مسالې پر سر ټول عیسوي مذهبي مشران یوه خوله نه دي. پاستور مارک برنز چې په امریکا کې د ښاغلي ټرمپ مشهوري پلوي تور پوستی مذهبي مشر دی، په دې اړه پوښتنه کوي:
''ولې د امریکا ولسمشر، د ازادې نړۍ یو مشر د خدای په خبره تکیه و نه کړي، چې دا وېشلی ملت یو موټی شي؟ ''
نوموړی زیاتوي:
''هغه غوښتل وښيي چې دا وخت تر هر څه ډېره اړتیا دعا ته لرو. ''

د عکس سرچینه، MANDEL NGAN
ځینې نور مذهبي مشران بیا پر ولسمشر ټرمپ تور پورې کوي، چې کلیسا او د عیسویانو مذهبي کتاب یې د سیاسي موخو لپاره کاروولي دي.
ولسمشر ټرمپ اوکلیسا
ولسمشر ټرمپ د عیسویانو په کوم ځانګړي مسلک پورې اړوند نه دی او یوازې کله نا کله کلیسا ته ځي. خو اکثر د عیسویانو د رایو خپلولو لپاره مذهبي سمبولیزم او ژبه استعمالوي.
د پیو څېړنیز مرکز په وینا د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د درې سلنه تور پوستو پروټسټنو پرتله ۷۵ سلنه سپین پوستو انجيليه عیسویانو ټرمپ ته رایې ورکړې. ځینې کسان د دوشنبې پر ورځ کلیسا ته د ولسمشر ټرمپ ورتګ د نومبر ټاکنیز پړاو لپاره د همدې مسلک سپین پوستو منونکو توجه جلبول بولي.

د عکس سرچینه، MANDEL NGAN
خو د پاسترو برنز په څېر د ولسمشر پلویان هم وايي، په اوسنیو شرایطو کې له کلیسا سره د تصویر اخیستل د ولسمشر سیاسي حیثیت پیاوړتیا لپاره غوره لاره نه ده:
''که ولسمشر راوتلای وای، سوله ییزو احتجاج کوونکو ته یې ویلي وايي، زه ستاسې تر څنګ لاریون کوم، زه پوهېږم تاسې ولې غوسه یاست، ښايي دې شرایطو کې له دې زیات مناسب انداز بلل شوی وای. ''
خو ولسمشر بیا له خپلې کړنې دفاع کوي. نوموړي پر ټویټر لیکلي:
''تاسې ناسم پوه شوي یاست، که احتجاجیان سوله ییز وو، ولې یې یوه شپه مخکې کلیسا ته اور ورته کړ؟ خلکو زما هلته تګ خوښ کړ. ''









