بایډن ته د ټرمپ خبرداری: باید بری اعلان نه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اوسنیو ټاکنو کې ډیموکراټ سیال جو بایډن ته خبرداری ورکړ چې دې ټاکنو کې دې خپل بری نه اعلانوي.
د ډونلډ ټرمپ دا خبرداری له هغه وروسته دی چې ښاغلی بایډن په پنسلوانیا کې د شمېرل شویو رایو له مخې ترې مخته دی او اوس یې د ټاکنو ګټلو چانس لا ډېر شوی دی.
جو بایډن په جورجیا، نیواډا او اریزونا کې هم تر ډونلډ ټرمپ ډېرې رایې ګټلې دي.
له دې پرمختیا وروسته ولسمشر ټرمپ خپل ټوېټ کې لیکلي قانوني چلنجونه اوس پیلېږي:
"جو بایډن باید ولسمشرۍ دفتر ته د تلو ناسمه دعوه ونه کړي. زه هم دا دعوه کولی شم. قانوني بهیر ټیک اوس پیلېږي. "
خو ولسمشر ټرمپ خپله د نومبر د ټاکنو په لومړۍ ورځ وویل، چې لوی بری یې ترلاسه کړی دی.
هغه مهال جو بایډن هم وویل، چې دوی د بري په لار روان دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
تراوسه د شمېرلو رایو له مخې بایډن د ټاکنیز کالج ۲۵۳ او ډونلډ ټرمپ ۲۱۴ رایې ګتلې دي.
دې ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا ده.
اوس پام پنسلوانیا ایالت ته اوښتی چې د ټاکنیز کالج د شلو رایو لرلو سره په ناشمېرلو ایالتونو کې تر ټولو ډېرې رایې لري.
دغه لوی او ګڼ مېشتي ایالت کې د شمېرلو رایو له مخې جو بایډن له ډونلډ ټرمپ شل زره رایې مخته دی او که د دې ایالت د ټاکنیز کالج رایې وګټي، سپینې ماڼۍ ته د ننوتلو لپاره ۲۷۰ رایې پوره کوي.
خو پنسلوانیا کې چارواکي وايي، لا هم یو لک رایې شمېرل شوې نه دی.
غوسه او ناهیلی ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images
سي بي اېس تلوېزون ولسمشر ټرمپ ته د نږدې سرچینو له خولې وايي، ښاغلی ټرمپ په دې چې لږ ملاتړي یې تلوېزونونو کې مرکې کوي یا سړکونو ته وځي، غوسه او ناهیلی دی:
"یا تلوېزون ګوري، یا ټلیفوني خبرې کوي او د جمعې په ورځ یې نیم وخت دفتر او نیم وخت د سپینې ماڼۍ خپل استوګنځي کې تېر کړ."
د بي بي سي خبریال تارا مک کلوی- چې د جمعې ورځ سپینه ماڼۍ کې و- ورته خبره کوي.
د هغه په خبره، ډېری کاري مېزونه تش وو او د سپینې ماڼۍ ډېری کارمنان له ماڼۍ بهر په ټلیفون کې پر خصوصي خبرو بوخت وو او پرلپسې شاوخوا ګرځېدل.
نوموړی دا هم وايي، چې ښاغلی ټرمپ د څو ګړیو لپاره خپل کاري دفتر کې و.









