ډونلډ ټرمپ او افغانستان

ټرمپ

د عکس سرچینه، AFP

"افغانستان کې مو فوق العاده بریالیتوبونه لرلي... خو اوس وخت راغلی چې خپل سرتېري کور ته ستانه کړو... د افغانستان ګاونډ کې ډېر هېوادونه شته چې مرسته کولی شي... موږ ترې اته زره مایله لرې یو. "

دا د تېرې فبرورۍ پر ۲۹ سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته د ولسمشر ټرمپ خبرې دي.

پر ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا له یرغل راهیسې دا هېواد د امریکا ولسمشرانو ته یوه مهمه مسله ده.

ولسمشر ټرمپ تر ولسمشرۍ مخکې بیا بیا افغان جګړه "ناورین" بللی او له دغه هېواد یې د خپلو سرتېرو د اېستلو خبره کړې ده.

ډونلډ ټرمپ پر ۲۰۱۳ کال په ټوېټر کې ولیکل: "افغانستان کې مو ډېره زیاته وینه او شتمني ضایع کړه. دا حکومت هیڅکله ارزښت نه پېژني، راځئ له دې هېواد ووځو. "

خو افغانستان کې د طالبانو پرمختګ او امنیت کمېدو سره ټرمپ د ۲۰۱۷ کال سپټمبر کې دغه هېواد ته د درې زره نورو سرتېرو د لېږلو هوکړه وکړه چې افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره همکاري وکړي.

په همغه کال امریکا ډیورنډ کرښې ته نږدې د ننګرهار په توره بوړه کې د داعش پرضد تر ټولو ستر نااتومي بم( د بمونو مور) واچاوه او وايي په دې برید کې یې لسګونه وسلوال ووژل.

خو وروسته ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې دریځ غوره کړ او له دې ډلې سره د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

امریکا سږنۍ فبرورۍ کې له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه او ژمنه یې کړې چې له دې ډلې بندیزونه لري کړي.

د همدې هوکړې له مخې افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او دې ډلې د حکومت زر بندیان خوشي کړل.

د طالب-امریکا د سولې تړون له مخې اوس د افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرې د سپټمبر له ۱۲ دوحه کې روانې دي.

دې خبرو سره افغانستان کې ښکېلو لورو تاوتریخوالی هم ډېر کړی دی، خو لا هم ولسمشر ټرمپ له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو ته لېوال دی.

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، امریکا د ټرمپ په وخت کې د افغان سولې لپاره زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

ډونلډ ټرمپ د تېر اکټوبر پر ۱۸ وویل، امریکا تر سږني کریسمېس ټول ځواکونه له افغانستان باسي، خو دا خبره یې د پخوانۍ ژمنې خلاف د ځواکونو چټک اېستل ښيي.

ښاغلي ټرمپ خپل ټوېټر کې لیکلي و: "موږ باید د خپلو زړورو سړیو او ښځو پاتې کوچنۍ ډله هم- چې افغانستان کې خدمت کوي- تر کریسمېس پورې هېواد ته ستنه کړو. "

افغان طالبانو د ولسمشر ټرمپ د دې خبرې هرکلی وکړ او ویې ویل، د ولسمشر ټرمپ دا ګام د دې ډلې او امریکا ترمنځ د تړون پلي کولو لپاره خورا مثبت ګام بولي.

خو لا هم د ولسمشر ټرمپ دا دریځ د امریکايي پوځ لوړپوړو چارواکو تایید کړی نه دی او د نوموړي له دې وروستیو څرګندونو مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وویل، امریکا د راتلونکي کال لومړیو کې د خپلو ځواکونو شمېر افغانستان کې ۲۵۰۰ ته ټیټوي.