ډونلډ ټرمپ له هوټلولۍ تر ولسمشرۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ وړاندې تر دې چې ولسمشر شي، د امریکا متحده ایالتونو یو مشهور میلیاردر ګڼل کېده.
ولسمشرۍ ته د هغه د رسېدو اټکل نه کېده خو دا کار وشو.
د کډوالو په اړه بحث پاروونکې څرګندونې او لانجمنی کمپاینې تګلارې نه، بلکې د هغه تېر ژوند او کارونه - ټاکنو کې د هغه پر بریا د شک اصلي لاملونه وو.
خو کله چې دغه ۷۴ کلن سوداګر د ټولو اټکلونو او وړاندوینو خلاف د جمهوريپال ګوند په لومړنیو ګوندي ټاکنو کې پاخه او باتجربه سیاستوال مات کړل نو د رضایت مسکا یې پر شونډو خوره وه.
هغه په ۲۰۱۶ کال د امریکا د معاصر تاریخ تر ټولو د لانجمنو ولسمشرۍ ټاکنو په ګټلو او د خپلې ډیموکراټې سیالې هېلري کلېنټن په ماتولو د څلورو کلونو لپاره د واک واګي لاس کې واخیستل.
اوس د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۳ ټاکنو کې په داسې حال د ولسمشرۍ د ساتلو هیله لري چې د کووېډ -۱۹ وبا له کبله د امریکا سیاسي فضا تر ۲۰۱۶ لا ډېره لانجمنه ده.
د ژوند لومړي کلونه

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ نیویارک کې د جایدادونو (املاکو) د یوه ستر کاروباري فرد ټرمپ څلورم زوی دی.
پلار یې د کورنۍ له ډېرې شتمني سره سره هیله درلوده چې زوی یې په ټیټه کچه او سوکه سوکه کاوربار ته لاس کړي.
ډونلډ ټرمپ ۱۳ کلنۍ کې ښوونځي کې بد چلن ته مخه کړه نو حربي ښوونځي ته یې ولېږه.
هغه د پېنسلوانیا پوهنتون په وارټن کالج کې زدکړې وکړې او څرنګه چې یې مشر ورور د پیلوټۍ د زدکړو پریکړه کړې وه، نو دی د پلار د لارې د تعقیب لپاره د کورنۍ تر نورو غوره کس وګڼل شو.
مشر ورور یې په ۴۳ کلنۍ کې د ډېرو الکولو د څښلو له کبله ومړ او ویل کېږي همدا لامل شو چې ډونلډ ټرمپ په ژوند کې هیڅکله نشه يي څښاکتوکي او سیګرټ پر خوله نه کړي.
ډونلډ ټرمپ وايي پلار یو میلیون ډالر پور ورکړل. ده په همدغو پېسو د املاکو کاروبار پېل کړ او رسمآ د پلار له شرکت سره یو ځای شو.
څه موده وروسته یې نیویارک کې د پلار د پراخو استوګنیزو جاېدادونو اداره پر غاړه واخیسته او په ۱۹۷۱ کال یې د دغو تشکیلاتو نوم د ټرمپ سازمان ته واړاوه.
پلار یې په ۱۹۹۹ کال ومړ او دی یې تر اوسه د خپل ژوند اصلي الهام بښونکی ګڼي.
د ودانیو پاچا

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ د نیویارک د بروکلېن او کوېینز سیمو د املاکو برخه کې د خپلې کورنۍ متمرکز فعالیتونه د منهاټن پرتمینو اسمانڅکو ته وغځول.
پخوانی او له پامه غورځېدلی کومودور هوټل یې د هاېټ په نوم پر ښکلې ودانۍ او هوټل واړاوه او وروسته یې د منهاټن پر پنځم سړک ۶۸ پوړیز "ټرمپ ټاور" جوړ کړ چې د ټرمپ په جایدادونو کې تر ټولو مشهور دی.
په امریکا او بهر کې د ګڼو نورو اسمانڅکو او زړه راښکونکو ودانیو نوم هم له ټرمپ سره تړلی چې د ټرمپ نړیواله ودانۍ، د ټرمپ نړیوال هوټل او په ممبيي، استانبول او فلېپین کې ټاورونه او هوټلونه یې څو بیلګې دي.
د ښاغلي ټرمپ شرکت د املاکو ترڅنګ د بېلابېلو هوټلونو او قمارخانو بنسټ هم ایښی چې ښه عایدات یې لرلي او څلور ځله بیا له مالي اړخه زوال سره هم مخامخ شوي دي.
خو دغه مالي زوال (دیوالي کېدو) یوازې د ټرمپ شرکت زیانمن کړی، نه د هغه شخصي بانکي حسابونه.
تلوېزوني پروګرامونه

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ دغه راز د بېلابېلو مشهورو تلوېزوني خپرونو د بنسټ په اېښودلو سره د رسنیو برخه کې هم په یوه ستر نوم واوښت.
نوموړی له ۱۹۹۶ تر ۲۰۱۵ کال پورې د وړ مېرمن، امریکایۍ مېرمن او د امریکا د ښکلا د ملکې په څېر د ګڼو مخکښو او ډیرو لیدل شویو خپرونو د حقوقو څښتن و.
په ۲۰۰۳ کال یې د اېن بي سي شبکې لپاره د زدکوونکي (شاګرد) په نوم مشهوره تلوېزوني خپرونه پېل کړه چې کډونوالو پکې د ټرمپ سازمان په مدیریت کې د کار زدکړې او کار موندلو د چانس پر سر سیالي کوله.
دا خپرونه څوارلسو پړاونو ته وغځېده او د اېن بي سي تلوېزون د مالوماتو له مخې ټرمپ پرې ۲۱۳ میلیون ډالر وګټل.
هغه څو کتابونه لیکلي او د سترو اقتصادي فعالیتونو ترڅنګ له نیکټايي نیولې د اوبو تر بوتل پورې د بېلابېلو توکو تولیداتي کارخونې لري.
د فوربز موسسې د شمېرو له مخې د ټرمپ ټوله شتمني ۳ اعشاریه ۷ میلیارد ډالرو ته رسیږي خو دی خپله ټینګار کوي چې لس میلیارد ډالر لري.
مېړه او پلار

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ درې ودونه کړي او تر ټولو مشهوره ښځه یې لومړۍ مېرمن ایوانا زلنیچکوا، چکۍ ورزشکاره او ماډله وه.
له دې ښځې درې ماشومان: ډونلډ جونیر، ایوانکا او اریک لري.
په ۱۹۹۰ کال سره جلا شول او دغه بېلتون په ورځپاڼو کې غوغا جوړه کړې وه.
د هغو وخت په ځینو رپوټونو کې ډونلډ ټرمپ له ایوانا سره له تاوتریخوالي په ډک چلن تورن شوی خو وروسته پخپله ایوانا هڅه وکړه چې د ټرمپ چلن تر هغه نرم وښيي چې په رپوټونو کې یې ادعا شوې وه.
ښاغلي ټرمپ په ۱۹۹۳ کال له فلمي ستورې مارلا مپلز سره واده وکړ او له هغې د تیفاني په نوم لور لري. دوی په ۱۹۹۹ کې سره جلا شول.
ډونلډ ټرمپ په ۲۰۰۵ کال له اوسنۍ مېرمنې ملانیا ټرامپ سره واده وکړ او له هغې د بارون ویلیام ټرمپ په نوم زوی لري.
ټرمپ اوس هم د خپل سازمان عمومي مدیر دی او زامن ورسره د سازمان په مدیریت کې مرسته کوي.
جمهوریپال نوماند

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ خوبونه له ډېر پخوا لیدل او په ۲۰۰۰ کال یو ځل ان د سمون (رېفرم) ګوند لخوا د ټاکنو سیالیو ته هم راووت.
ټرمپ له ۲۰۰۸ کال وروسته د هغه غورځنګ تر ټولو مخکښ غړی شو چې په امریکا کې یې د وخت ولسمشر بارک اوباما په زېږېدو شک را ولاړ کړی و.
خو د دې ډلې ادعا په بشپړه توګه بې بنسټه وه ځکه اوباما په هاوايي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.
ټرمپ بالاخره د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین پر مهال ومنله چې دا ادعا یې سمه نه وه، خو هیڅکله یې د هغې د پورته کولو بښنه ونه غوښته.
ټرمپ د ۲۰۱۵ کال په جون کې رسمآ اعلان وکړ چې ټاکنیزو سیالیو ته وځي. په رسمي وینا کې یې وویل : "موږ داسې کس ته اړتیا لرو چې راشي او دغه هېواد د پخواني برم څښتن کړي. موږ دا کار کولی شو. "
هغه ویل د کمپایني هڅو لپاره د چا مالي ملاتړ ته اړتیا نه لري او د همدې لپاره به د چا سیاسي غوښتنې هم ونه مني.
هغه ځان د ټاکنو یوازنی رښتینی خپلواک نوماند باله.
ټرمپ "امریکا ته پخوانی برم راګرځوو" په شعار لانجمن کمپاین پیل کړ.
د امریکا د اقتصاد پیاوړتیا، له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړول او پر حالت "د امریکا د اصلي استازو تر بشپړ کنټرول" پورې د مسلمانانو په کډوالۍ لنډمهاله بندیز د هغه اصلي ژمنې وې.
ټرمپ د ده پر شعار له ګڼو اعتراضونو او دغه راز په جمهوريپال ګوند کې د تېډ کروز او مارکو رابیو له سیالۍ او سختو هڅو سره سره د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د دغه ګوند اصلي نوماند غوره شو.
د ټاکنو ګټونکی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډونلډ ټرمپ کمپاینونه له بېلابېلو لوړو ژورو سره مخامخ وو - په ۲۰۰۵ کال یې د ښځو په اړه د کړو لانجمنو څرګندونو غږ راووت او ور سره د خپل جمهوریپال ګوند ځينو غړو د هېواد د ادارې لپاره په وړتیا شکونه پرې وکړل.
خو هغه له دغو لانجو سره سره خپل پلویان دې ته هیله منول چې د نظر پوښتنو وړاندوېنې به د دوی په ګټه وڅرخي، د ده ولسمشري به پر متحده ایالتونو واکمن سیاسي سیستم بدل او د ده په وینا "واشنګټن به له ګندوبه (فاضلاب) پاک کړي. "
که څه هم څیړونکو یې فکر نه کاوه خو د کمپاین په وروستیو ورځو شپو کې د ایف بي ای لخوا د هیلري کلنټن د برېښنالیکونو په اړه د اسنادو په خپرېدو سره د ټاکنو پایله د ټرمپ په ګټه واوښته.
امریکا او نړۍ په بې باورۍ د هغه د بریا څرنګوالی څاره، پلویانو یې جشنونه جوړول او د ټاکنو د پایلو له اعلان دوه ورځې وروسته اوباما سره د واک د لېږد خبرې پیل شوې.
هغه د امریکا متحده ایالتونو داسې لومړنی ولسمشر شو چې پر هیڅ رسمي انتخابي او یا نظامي څوکۍ یې د کار مخینه نه درلوده او دا پخپله د امریکا لپاره تاریخ جوړونکې لحظه وه.








