د ډانیلز او ډونلډ ټرمپ د مینې کیسه کوم لور ته ځي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د لوڅو فېلمونو ستورې سټورمي ډانیلز د هغه څه له امله د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ قضايي تعقیب غواړي چې دا یې پټ تړون بولي.
ډانیلز ادعا کوي چې هغې او ښاغلي ټرمپ د دې تړون له مخې د مینې تار درلود، چې له ۲۰۰۶ کال پیل شو، خو ډونلډ ټرمپ دا دعوه نه مني.
خو دې کیسه کې مهم څه دي او تاسو پر څه پوهېدل غوړائ؟
سټارمي ډانیلز څوک ده؟
سټارمي ډانیلز پر ۱۹۷۹ کال په لوزیانا کې زېږېدلې ده او هغه مهال یې نوم سټیفني کلیفورډ و.
هغه له ۲۰۰۴ کال مخکې د لوڅ فېلم صنعت سره د لوبغاړې په توګه یو ځای شوه، وروسته یې د لارښودۍ یا ډایرکټرۍ او لیکوالۍ څانګې ته لاړه.
څو فېلمونو کې په رول لوبولو سره سټارمي ډانیلز شوه.
نوموړې پر ۲۰۱۰ کال له لوزیانا څخه د مشرانو جرګې د څوکۍ ګټلو ته هم ولاړه وه، خو لا هغه وروسته له دې هڅې شاته شوه چې ویې ویل نوماندي یې مهمه ونه ګڼل شوه.
د ډانیلز دعوه

د عکس سرچینه، Getty Images
دا هرڅه د ۲۰۰۶ کال جولای کې پېښږې، چې هغه مهال ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ په خوب هم نه لیده.
مېرمن ډانیلز وايي هغې په دغه میاشت د کلیفورنیا او نیواډا ترمنځ د ګلف خیریه اتلولیو کې له ډونلد ټرمپ سره ولیدل.
له ټچ اونۍ سره مرکه کې - چې د ۲۰۱۱ کال جنورۍ کې خپره شوې- وايي، چې ډونلډ ټرمپ ماښامنۍ ته وبلله او دې هم په هوټل کې د هغه کوټه کې ور سره ولیدل.
"په څوکۍ کې بې باک پروت و، تلوېزون یا نور څه ته یې کتل، خوب جامې یې اغوستې ېوې".
نوموړې پر ټرمپ تور لګوي چې په هغه کوټه کې یې ور سره کورواله وکړ، خو د ټرمپ وکیل وایي، چې نوموړی دا تورونه "یو مخ ردوي".
که د ډانیلز خبرې ریښتیا وي نو دا هرڅه به د ښاغلي ټرمپ د کشر زوی بارون له زوکړې ټیک څلور میاشتې مخکې پېښ شوي وي.
هغه نور څه وايي؟
نوموړې وايي ډونلډ ټرمپ د تلوېزون یوه پروګرام ته د ورتلو بلنه ور کړه.
دا وايي له هغه وروسته تر کلونو دوی سره اړیکه درلوده.
خو وروستۍ خبرې یې پر ۲۰۱۰ کال وې، چې کله دا سناتورۍ ته نومانده وه.
خو د دواړو ترمنځ د اړیکو ګنګوسې د ۲۰۱۶ کال نومبر کې پیدا شوې.
دا داسې وخت و چې ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ نوماند شو.
د والسټریټ جورنال رپوټ وايي، هغه مهال سټارمي ډانیلز له اې بي سي تلوېزون سره په دې تړاو د مرکې ژمنه کړې وه، خو وروسته ترې ډډې ته شوه.
اوس ولې دا کسیه خبري ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دا کیسه له څو میاشتو راهیسې پیل شوې او لا هم ګرمه ده.
په جنورۍ کې والسټریټ جورنال په یوه لیکنه کې ادعا وکړه چې د ډونلډ ټرمپ وکیل میکایل کوهن د ۲۰۱۶ کال اکټوبر کې- له ټاکنو یوه میاشت مخکې- کلیفورډ(ډانیلز) ته یو لک دېرش زره ډالر ور کړل.
دا جورنال وايي، دا پیسې اغلې کلېفورډ ته د دې لپاره ور کړل شوې چې تېر په هېر او خلکو ته به یې نه وايي.
ښاغلي کوهن لومړیو کې د دې پیسو له ورکړې انکار وکړ ، خو په فرورۍ کې یې وویل چې دا پیسې یې مېرمن ډانیلز ته ور کړې دي.
له نیویارک ټایمز سره خبرو کې ښاغلي کوهن وویل چې نه د ډونلد ټرمپ ټاکنډلې او نه هم د ټرمپ اداره په دې پیسو پوهېږي او له خپل جیب یې ور کړې دي.
دی وايي دا پیسې ده ته ور کړل شوې نه دي.
"مېرمن ډانیلز ته داپیسې قانوني وې او نه د کمپاین ډلې او نه د کمپاین برخه وې نه کمپاین ور کړې دي".
د جورنال له لیکنې وروسته مېرمن ډانیلز د سوېلي کارولینا تړې کلب کې د "امریکا بیا خوشاله کړئ" هڅه پیل کړه.
د دې کلب مشر جې لیوي وايي، ډانیلز یوه ورځ له هغه وروسته دا هڅه پیل کړه چې جورنال دې ته د یو لک دېرش زرو ډالرو د ور کړې خبر خپور کړ.
وروستي خبرونه څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
مېرمن ډانیلز د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، چې د ښاغلي ټرمپ قانوني تعقیب په دې غواړي، چې وايي
له نوموړې سره یې د "چوپتیا یا چاته د حال نه ویلو" تړون نه دی لاسلیک کړی.
د هغې وکیل ویشیل اویناټي محکمه کې د داسې دعوا کولو د اسنادو لېنک ټوېټ کړ چې د کلیفورنیا یوه محکمه کې یې ډک کړي دي.
په ور پسې ورځ داسې رپوټونه هم خپاره شول چې ویل یې ښاغلي ټرمپ په فرورۍ کې د مېرمن ډانیلز د مخنیوي حکم ګټلی دی.
دا حکم چې په پټ عدلي بهیر کې ګټل شوی وايي چې مېرمن ډانیلز د دوی د ادعايي اړیکو په هکله د "پټو معلوماتو" له شریکولو ګرځوي.
د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سنډرز هم وویل، چې دا قضیه او په اړوند یې هرڅه په محکمه کې ګټل شوي دي.
خو د ډانیلز وکیل د سپینې ماڼۍ دا څرګندونې "خندوونکې" وبللې.
د سي اېن اېن د چهارشنبې ورځې رپوټ وايي، ډونلډ ټرمپ د مېرمن سنډرز خبرو خواشیني کړی، ځکه دا لومړی ځل و چې د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وښودله چې ښاغلی ټرمپ له مېرمن ډانیلز سره په یو نه یو ډول ښکېل و.
غبرګون څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوېلي کارولینا یو ګانګرېسوال مارک سنفورډ د یو څو جمهوریپالو له ډلې دی چې خبرې کوي.
هغه له واشنګټن پوسټ سره خبرو کې دا ادعا "خورا اندېښمنوونکې" بولي.
ډیموکراټانو کانګرېسیانو ټېډ لیو او کتلین رایس هم له اېف بي ای غوښتي چې مېرمن ډانیل ته د ښاغلي کوهن د پیسو ورکړه وپلټي.
د ولسمشر ټرمپ لپاره څه مانا لري؟
دا ادعا په حساس وخت کې سپینه ماڼۍ کې را پورته شوې او داسې نه ښکاري چې ورکه شي.
له روسیې سره د ټاکنو پر مهال د ډونلد ټرمپ د ممکنه اړیکو پلټنې روانې دي او د ټرمپ ډېر کسان یا ګوښه شوي یا یې پلټنه کېږي.
اوس ښايي سپینه ماڼۍ یوې بلې رسوايي ته هم ځواب ووايي.
دې مسلې د یو بل ولسمشر ورته پېښه هم یاد ته را پورته کړه.
بېل کلېنټن له هغه وروسته محکمې ته ور وبلل شو، چې د سپینې ماڼۍ له یوې کارمنې مونیکا لوینسکي سره یې د تار لرلو په هکله درواغ وویل.








