هغه طوطیان لېرې کړل شول چې ژوبڼ کې یې خلکو ته کنځلې کولې

د عکس سرچینه، Lincolnshire Wildlife Park
پنځه طوطیان له هغه وروسته د طبیعي حیات له یوه پارکه (ژوبڼه) لېرې کړل شول، چې پارک ته ورتلونکو ته یې کنځل پیل کړل. دغه افریقايي الاصله خړ رنګه طوطیان د لینکون شئیر سیمې پارک کې له اګست راهیسې ساتل کېدل او یو ځای قرنطین شوي وو.
اوس دغه مرغان له هغه ځایه لېرې کړل شوي، چې غږونه یې د خلکو غوږونو ته رسېدل.

پارک چارواکي وايي، دوی تمه درلوده، چې د وخت له تېرېدو سره به طوطیان د کنځلو عادت پرېږدي، خو په وینا یې 'له بده مرغه داسې و نه شوه. '
د پارک اجرايي مشر سټېو نیکولاس وايي:
''طوطیانو به د خلکو پارولو لپاره کنځل پیل کړل او چې چا به ورته غبرګون څرګند کړ یا به یې وخندل دوی به وهڅېدل چې نوره خبره پسې وغځوي. یا به له دوی پنځو نه یوه کنځل وکړل، بل به د خندا غږ وکړ او داسې به لړۍ پسې روانه وه. ''

نوموړی زیاتوي: ''پارک ته راتلونکو ځینې کسانو ته دا د خندا او ساعت تېري چاره وه، خو د اونۍ په پای کې معمولاً ماشومان هم پارک ته راځي او له همدې کبله اړ شوو، توتیان له دې ځایه لېرې کړو. ''
ښاغلی نېکولاس وايي، هیله من دی، چې بل ځای کې به له نورو مرغانو سره دغه توتیان هم نور ټکي زده کړي، خو وايي:
''که ټولو ۲۵۰ مرغانو کنځل زده کړل، نه پوهېږم بیا به څه ورسره کوم. ''

دا لومړنی مرغان نه دي چې په پارک کې غوغا جوړوي.
د سږ کال په لومړیو کې د چیکو په نامه توتي د سندرغاړې بېیونسي مشهورې سندرې 'که زه هلک وای ' په خپل انداز د زمزمه کولو له کبله مشهور شو او اوس پر خواله رسنۍ انسټاګرام خپله پاڼه لري.









