هغه توتي چې نسل یې د انسانانو له لاسه ختم شو

د عکس سرچینه، Marc Durà
د امریکا د یوه ځایي توتي پر نسل د یوې جنیتیک څېړنې پایلو جوته کړې ده چې د دې توتي نسل د انسانانو له لاسه له منځه تللی. ساینس پوهانو د کارولاینا پراکیټ په نامه د دې نسل د یوه مړه شوي توتي پر پاتې شونیو څېړنې کړې دي.
د ډي اېن اې څېړنو ښودلې ده چې په دې توتي کې د هغو نسلونو هېڅ نښې نښانۍ نه وې چې عموماً له ورکېدو سره مخ وي.
له څېړنو ثابته شوې ده چې د امریکا وچې ته د اروپایي وګړو تر وتلو د توتي دا نسل ژوندی و او په لوی شمېر کې موجود و.
خو وروسته دا نسل په ناڅاپي توګه ورک شو او وروستی توتي یې د ۱۹۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه د سېنسېناټي په ژوبڼ کې ومړ.
د دې توتي بدن شین او سر یې ژېړ رنګ درلود. کابو ۳۳ سانتي متره اوږد و او ګڼو ځنګلونو او ډنډونو ته نژدې اوسېده.
د دې څېړنې یو برخوال او د بارسلونا پوهنتون استاد کارلس لالوزه فاکس وایي:
"که چې یو نسل په ختمېدو وي نو وروستي پاتې مارغان له جنیتیک پلوه یو بل ته ډېر ورته وي. خو د دې توتي په اړه څېړنو ښودلې ده چې په نسل کې یې جنیتکي تنوع ډېره وه، او دا په دې معنا ده چې نسل یې لوی شمېر کې موجود و ".

ډاکټر فاکس وایی، داسې نه وه چې د دې توتي نسل له ډېرو کلونو په کمېدو و او بلاخره له منځه ولاړ. بلکې څېړنې ښیي چې کومه ناڅاپي پېښه یا چاپېریال کې بدلون یې د له منځه تللو لامل شو.
که څه هم ساینس پوهانو د پراکیټ توتي د نسل د ورکېدو کره لامل تر دې دمه نه دی په ګوته کړی، خو داسې اټکل کېږي چې د انسانانو لخوا د ځنګلونو وهل، په لویه کچه ښکار او د مارغانو نیول او ساتل یې ځینې فکتورونه وو.
ځینې بیا په دې باور دي چې د دې توتیانو په چاپېریال کې د شاتو د مچیو ډېرېدو ناروغۍ رامنځته کړې، چې ښایي دا یې هم د نسل د ورکېدو لامل شوی وي.
د پراکیټ توتي د نسل په اړه ویل کېږي چې په لویو سیلونو کې ګرځېدل او ډېر شور یې کاوه.
څېړونکي د دوی یوه بله ځانګړنه هم ښیي، او هغه دا چې کله به په سېل کې یو توتي ومړ نو نور به د هغه پر مړي راټولېدل. ښایي د همدې عادت له کبله د دوی ښکار هم اسانه و.








