افغانستان کې ناقانونه ښکار؛ ځینې مرغان او ژوي په ورکېدو دي

ژوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ویل کېږي د سیمې د هېوادونو شتمن ښکاریان هم ځينې خلک په افغانستان کې دې ته هڅوي چې دوی ته ښکار وکړي او بهر ته یې ولېږدوي.
    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, بي بي سي

د بادغیس ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې ناقانونه ښکار د دې سبب شوی چې ځينې ناویات یا نادر مرغان او ژوي د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ شي. ویل کېږي د پړانګانو او بازانو شمېر تر نورو ژوو او مرغانو بېخي کم شوی.

بادغیس د افغانستان په شمال لوېدیځ کې هغه ناامنه ولایت دی چې پراخ ځنګلونه او غرنۍ سیمې لري، خو د دې ژوو ښکار له ډېرو پخوا زمانو دود پاتې شوی.

میرویس پوهمل مشکوانی وايي، ډېر پخوا چې ماشوم و په دهستان کې وسله والو د ده په مخ کې د پړانګ درې بچیان په ډزو ووژل اوس د بادغیس د چاپېریال ساتنې ادارې مشر دی او وایي د ژوو ساتنې لپاره یې ملا تړلې ده.

خو یوازې د پړانګانو شمېر نه دی کم شوی. ښاغلی مشکوانی وایي څو ډوله مرغان او هغه ژوي چې پخوا په بادغیس کې بیخي ډېر و اوس د ورکېدو په حال کې دي:

"د نورو نژدې هېوادونو خلک هرات ته راځي او له هغه ځایه د دې ځای خلک پاروي چې دوی ته بازان ښکار کړي او په ارزانه بیه یې پرې وپلوري. خوګ یا سرکوزی چې ورته وایو نسل یې د ورکېدو په حال کې دی. غرڅعه یا غرني پسونه هم د سبزک په بند او په ځینو نورو سیمو کې بیخي کم شوي او شمېر یې ښایي لسو ته ورسېږي".

وحشي ژوی

د عکس سرچینه، GREG DU TOIT/MEDIADRUMWORLD.COM

د عکس تشریح، جګړه، بېوزلي، د ځنګلونو وهل، د ښاري سیمو ورځ تر بلې ډېرېدل هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې یې د وحشي ژوو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

ولسمشر ښکار بند کړی و

د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان له مخې ښکار بند شو خو ښکاري چې مخنیوی یې اسان نه دی؛ ځکه د ښاغلي مشکواني په وینا، له یوې خوا د وسلو پرېماني ده او له بلې خوا ښکار دود ګرځېدلی دی:

"په بادغیس ولایت کې د ښکار مسله ډېره جدي موضوع ده. ځکه اکثریت خلک چې په کلیو کې اوسېږي وسلې لري او له ښکار سره مینه هم لري. ځینې یې شوق لري او د ځينو لپاره دا یو کلتتور پاتې شوی. له بده مرغه دوی د بادغیس نادر ژوي او مرغان ښکاروي. ان ځينې ښکاروي او لرې یې غورځوي."

ځایي چارواکي وایي، ځنګلي ژوي یوازې د شوق په انګیزه وژل کېږي او تر اوسه د هغو د پوستکو د قاچاق څرک چا نه دی لیدلی، خو له بازانو پرته چې د ښکار د ځانګړو وسایلو پر مټ نیول کېږي نور مرغان د غوښې لپاره ښکار کېږي.

بادغیس
د عکس تشریح، څو ډوله مرغان او هغه ژوي چې پخوا په بادغیس کې بیخي ډېر و اوس د ورکېدو په حال کی دي
بادغیس
د عکس تشریح، د بادغیس د ولایتي شورا غړې مونسه قادري بیا وایي چې د دولت تر واک لاندې سیمو کې د ښکار ستونزه لویه نه ده او په لرې پرتو سیمو کې بیا د قانون لاس نه رسېږي

اصف امیري د بادغیس یو مدنی فعال دی چې وایي، پخوا یې خپله ښکار کاوه، خو اوس د ناقانونه ښکار پر وړاندې مبارزه کوي:

"ښکار دود ګرځېدلی. هره ورځ ځوانان په لرې پرتو سیمو کې له ښکاري ټوپکو او نورو وسایلو سره ښکار کوي. ما خپله هم یو وخت له خپلو دوستانو سره کله چې په صحرا کې به وم ښکار کاوه. مګر تر هغه وروسته چې د ښکار د زیانپه اړه مې د چاپېریال ساتنې ادارې پروګرامونه واورېدل له دې کار می ډډه وکړه. اوس د ښکار پر وړاندې مبارزه کوم."

د بادغیس د ولایتي شورا غړې مونسه قادري بیا وایي، د دولت تر واک لاندې سیمو کې د ښکار ستونزه لویه نه ده او لرې پرتو سیمو ته بیا د قانون لاس نه رسېږي:

"هغه سیمې چې نا امنه دي هغه خو د دولت له کنتروله هم وتلې او د مجرمینو مجازات امکان نه لري، خو بیا هم په ځینو سیمو کې که خلک له کشفي ارګانونو سره همکاري وکړي او هغه کسان د قانون منګلو ته که وسپاري چې نادر حیوانات ښکار کوي دا به د ستونزو له کمولو سره مرسته وکړي."

بادغیس
د عکس تشریح، د افغانستان په ډېرو سیمو کی ناقانونه ښکار روان دی.

د ناویاتو یا نادرو مرغانو او ژوو ناقانونه ښکار په بادغیس پورې نه دی محدود، د افغانستان په ډېرو سیمو کې ناقانونه ښکار روان دی.

ویل کېږي د سیمې د هېوادونو شتمن ښکاریان هم ځينې خلک په افغانستان کې دې ته هڅوي چې دوی ته ښکار وکړي او بهر ته یې ولېږدوي.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د هغو ۱۵۰ ډوله ځنګلي یا وحشي ژوو او کم پیدا مرغانو نوملړ خپور کړی دی چې ښکار یې منع اعلان شوی دی.