کورونا وېروس: هند کې ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پېښو نوی نړیوال رېکارډ

انڈیا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، هند کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې په چټکۍ سره زیاتېږي

د هند د عامې روغتیا وزارت یکشنبه اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا وېروس نږدې ۷۹ زره مثبتې پېښې ثبتې کړې دي. دا د نړۍ په کچه په یوه ورځ کې د ډېرو مثبتو پېښو نوی نړیوال رېکارډ دی.

تر دې وړاندې دا رېکارډ له امریکا سره و، چې په یوه ورځ کې یې ۷۷ زره مثبتې پېښې ثبتې کړې وې.

هند کې له څه مودې راهیسې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر په چټکۍ سره په زیاتېدو دی.

د هند د عامې روغتیا وزارت همدا راز اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابو۹۵۰ کسان د کووېډ-۱۹ وبا له کبله مړه شوي دي.

له دې سره په هند کې د دې ناروغۍ له لاسه د مړو شمېر له ۶۳ زرو نه اوښتی دی.

د کورونا وېروس وبا له پیل راهیسې په هند کې ټولټال څه باندې ۳۵ لکه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

له دې ډلې څه باندې ۷ لکه هغه یې لا هم درملنه کوي، او پاتې کسان ترې رغېدلي دي.

هند اوس د کورونا وېروس د ډېرو پېشو له پلوه تر امریکا او برازیل وروسته په نړۍ کې دریم ځای لري.

د روئټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د هند مهاراشترا ایالت د مثبتو پېښو او مړینو له پلوه تر ټولو ډېر ځپل شوی دی.

په دې ایالت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳۱ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

لومړی وزیر مودي د اقتصاد پرانیستل غواړي:

مودي

د عکس سرچینه، ANI

د عکس تشریح، لومړی وزیر مودي د هند اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دی

په هند کې که له یوه پلوه د کورونا وېروس پېښې یو ځل بیا په ډېرېدو دي، بل لور ته لومړی وزیر نرېندرا مودي ټینګار کوي چې په دې هېواد کې اقتصادي او کاروباري فعالیتونه دې بېرته پیل شي.

د نړۍ د نورو ګڼو هېوادونو په څېر په هند کې هم د کورونا وېروس له کبله څو میاشتني ټولبندیز اقتصاد ته ضربه ورکړلې.

د هند حکومت د دې وضعیت د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې ځینې ورځنۍ اقتصادي چارې عادي حالت ته وګرځي.

په دې لړ کې په پلازمېنه نوي ډيلي کې د ښاري ترانسپورت یا مېټرو چارواکو ته هدایت شوی چې ګام په ګام دې بېرته عادي فعالیت پیل کړي.

د مېټرو دا سهولت له تېرې مارچ میاشتې راهیسې بند دی، خو اوس حکومت پلان لري چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې له ۷مې نېټې یې بېرته پرانیزي.

هېره دې نه وي چې په هند کې لکونو کسانو د کورونا وېروس له کبله د ټولبندیز پر مهال خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

کارپوهان وایي، د هند اقتصاد د دې وبا له کبله کلکه ضربه خوړلې او په نږدې راتلونکي کې یې د ښه والي کومه تمه نشي کېدلی.