د روغتیا نړيوال سازمان: د کورونا ورکېدل ښايي دوه کاله وخت ونیسي

د روغتیا نړيوال سازمان مشر وايي، هیله لري چې کورونا وبا به له دوو کلونو په کمه موده کې ورکه شي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روغتیا نړيوال سازمان مشر وايي، هیله لري چې کورونا وبا به له دوو کلونو په کمه موده کې ورکه شي.

د روغتیا نړيوال سازمان مشر وايي، هیله لري چې کورونا وبا به له دوو کلونو په کمه موده کې ورکه شي.

پرون جمعه په جنيوا کې د دغه سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګېبرېسوس وویل چې په ۱۹۱۸ کې د هسپانوي والګي کابو کولو هم دوه کاله وخت ونیو. خو په خبره يې، د ټېکنالوجۍ په نړۍ کې له پرمختګ سره 'په کمه موده کې' د دې وېروس چاره کېدلی شي.

'مالومه ده چې له ډېرې راشه درشه سره دا وېروس لا خپرېدلی شي خو اوسمهال موږ سره د دې د مخنيوي لپاره ټېکنالوجي او پوهه شته'.

ښاغلي ګېبرېسوس ټینګار کړی چې کورونا سره د مبارزې لپاره دې ټوله نړۍ سره یو موټی شي.

هسپانوی والګی:

هسپانوی والګی په ۱۹۱۸ کې خپور شو. دې وژونکي وېروس پنځه سوه لکه خلک ووژل خو د کورونا وېروس له کبله تر اوسه شاوخوا اته سوه زره کسان مړه شوي او څه باندې دوه سوه لکه خلک يې اغېزمن کړي دي.

ډاکټر ګېبرېسوس نه پوښتنه وشوه چې د ځاني روغتیا ساتنې لپاره د ځانګړو شویو توکو په برخه کې فساد کېږي، دی يې په اړه څه وايي؟ په ځواب کې يې هغه دا کار یو 'جرمي کړنه' وبلله او په خبره يې، داسې څه ورته د زغملو نه دي.

'په دې برخه کې فساد په حقیقت کې وژنه ده. ځکه چې که روغتیاپالانو ته د ځان ساتنې توکي ونه رسېږي نو موږ به د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړی وي او د هغو نورو کسانو ژوند هم ګواښل کېږي چې دوی يې درملنه کوي'.

د کينیا پلازمېنې نيروبي کې هم خلکو په دې برخه کې د فساد پر ضد لاریون وکړ.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کينیا پلازمېنې نيروبي کې خلکو د کورونا وېروس د مخنيوي په برخه کې د فساد پر ضد لاریون وکړ.

د کورونا وضعیت:

په جنوبي افریقا او ځينو نورو هېوادونو کې هم له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د فساد تورونه او په اړه يې پوښتنې شته.

پرون جمعه (زمری ۳۱/ اګست ۲۱) د کينیا پلازمېنې نيروبي کې هم خلکو په دې برخه کې د فساد پر ضد لاریون وکړ. هلته په څو دولتي روغتونونو کې د محافظتي توکو د نشتوالي او پرته له تنخا د کار کولو پر ضد ډاکټرانو کاربندیز اعلان کړ.

په همدې ورځ د روغتیا نړيوال سازمان د بېړنيو پروګرامونو مشر خبرداری ورکړ چې په مکسیکو کې د کورونا ويروس د خپرېدو کچه 'په روښانه ډول نه ده درک شوې'.

د دغه سازمان مشر مایک ریان په خبره، په مکسيکو کې په هرو سلو زرو کسانو کې يوازې د درو تنو د کورونا معاینه شوې ده خو په پرتلیز ډول دا شمېر بیا په امریکا کې په هرو سلو زرو کسانو کې ۱۵۰ تنه دی.

په امریکا کې پرون د کوېډ-۱۹ له کبله تر زرو د ډېرو کسانو د مړینې خبرونه تایید شوي او د ټولټال مړو شمېر ۱۷۳۴۹۰ ته پورته شوی دی.

د جاپان د هاپکنز پوهنتون د مالوماتو له مخې په مکسيکو کې د کورونا له کبله ۶۰ زره تنه مړه شوي او د مړو د شمېر ډېروالي ته په کتو دغه هېواد په نړۍ کې درېيم ځای لري.

په ځينو اروپايي هېوادونو کې هم د کورونا د مثبتو پېښو کچه لوړه شوې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ځينو اروپايي هېوادونو کې هم د کورونا د مثبتو پېښو کچه لوړه شوې ده.

په نوره نړۍ کې څه حال دی؟

د جمعې (زمری ۳۱/ اګست ۲۱) په ورځ په څو هېوادونو کې د کورونا د مثبتو پېښو د ډېرېدو خبرونه ورکړل شوي. په جنوبي کوریا کې له مارچ میاشتې راهیسې هره ورځ ۳۲۴ نوې پېښې ثبت شوې دي. د نورو غوندې دا پېښې هم تر ډېره په کلیساو، پارکونو، د شپې کلبونو او شرابخونو کې موندل شوې دي.

په ځينو اروپايي هېوادونو کې هم د کورونا د مثبتو پېښو کچه لوړه شوې ده.

همدا جمعه په پولېنډ کې ۹۰۳ او سلواکیه کې ۱۲۳ نوې پېښې ثبت شوې دي او همدا راز په هسپانیه او فرانسه کې هم په دې وروستیو ورځو کې مثبتې پېښې په ډراماتیک ډول ختلې دي.

په لبنان کې د دوو اوونيو لپاره په ځينو سيمو کې ټولبندیز رامنځ ته کړای شوی او د شپې پر مهال په ګرځېدو بندیز لګېدلی. هلته د دې وبا له پېلېدو راوروسته تر ټولو ډېرې پېښې رامنځ ته شوې دي.