د عامې روغتیا وزارت: د کورونا مثبتې پېښې کمې شوې، روغتیا پالان کموو

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په وروستيو څو اوونيو کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر د پام وړ کم شوی دی او په خبره يې د ناروغانو شمېر ته په کتو د روغتیايي کارکوونکو شمېر کموي.
دغه وزارت وايي، له همدې کبله يې کووېډ-۱۹ ته ځينې ځانګړي شوي روغتونونه تړلي او د نورو د بندولو په تکل دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور نن یکشنبې (زمری ۲۶/ اګست ۱۶) په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې وویل، "په کابل او ولایتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغان ډېر کم شوي دي. موږ په ځينو روغتونونو کې څلور یا پنځه او په ځينو کې ۳۰ یا ۴۰ ناروغان لرو. خو په ټوله کې اوس د کوویډ-۱۹ بسترونو شمېر ډېر کم شوی دی".
ښاغلی سمسور وايي، د ناروغانو او د کورونا وېروس د مثبتو پېښو د شمېر په کمېدو سره دغه وزارت اړ شوی چې په یو شمېر ولایتونو کې ځينې هغه روغتونونه وتړي چې د کوویډ-۱۹ ناروغانو لپاره ځانګړي شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ده په وینا، په هرات کې ان یوه روغتون ته په وروستيو ورځو کې پر کورونا وېروس اخته هېڅ ناروغ نه دی ورغلی.
"په هرات کې مو ۳۰۰ بستريز روغتون درلود خو په وروستیو څو اوونيو کې هېڅ ناروغ نه دی ورغلی، پلان ونيول شو چې په هرات کې هماغه دوه روغتونونه بس دي، نورو ته اړتیا نشته. غوریاني روغتون ځکه وتړل شو چې د اضافي لګښت مخه ونیول شي".
د یادولو ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۵۹۹ ته رسېدلی چې له کبله يې ۱۳۷۵ تنه مړه شوي او څه باندې ۲۷ زره بېرته جوړ شوي دي.
"روغتیايي کارکوونکي کموو"

د عکس سرچینه، Getty Images
د عامې روغتیا وزارت وايي، تر کابل پرته به په نورو ټولو ولایتونو کې د کورونا اړوند روغتیايي چارې ځينې موسسې سمبالوي.
د وزارت مسوولان وايي، داسې ځکه کوي چې د روغتیا نړيوال سازمان له لوري له افغانستان سره مرسته شوې پېسې اختیاري نه دي او باید د "تطبيق کوونکو" له لوري ولګول شي.
ویاند یې، اکمل سمسور وايي له دغو موسسو سره په ګډه پر یوه پلان کار کوي چې پر بنسټ يې د کورونا اړوند روغتونونو کې د روغتیايي کارکوونکو شمېر کم کړای شي.
د ده په وینا، له همدې کبله په کابل کې د کوویډ-۱۹ ځانګړي روغتون افغان-جاپان کارکوونکو شمېر له پنځو سوو شاوخوا ۲۵۰ ته راکم کړای شو او ښايي نور هم کم شي.
دغه وزارت که یو خوا پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته کسانو لپاره د ځينو ځانګړو شویو روغتونونو د تړلو خبره کوي نو بلخوا وايي چې د کورونا وېروس د معاینه کولو لابراتوارونو شمېر يې ډېر کړی دی.
د ښاغلي سمسور په خبره، دوه نوي لابراتوارونه د هرات په تورغونډي او د فاریاب په اقینې بندر کې جوړ شوي دي، "هلته د پي سي ار لابراتوار ته اړتیا وه چې له دغو بندرونو تګ راتګ کوونکي تجاران او مسافر معاینه شي".

د عکس سرچینه، NANGARHAR GOVERNOR OFFICE
د ښاغلي سمسور په خبره، مخکې په ټول افغانستان کې اته خصوصي لابراتوارونه وو چې د کورونا د ټېسټ یا ازموینې اجازه يې درلوده خو اوس يې دوو نورو خصوصي لابراتوارونو ته هم اجازه ورکړې ده.
دی وايي، اوس له ټولټال ۲۲ لابراتوارونو لس يې خصوصي او نور دولتي لابراتوارونه دي چې د کورونا وېروس معاینه پکې کېدلی شي.
دغه وزارت وايي، د کورونا وېروس د دویمې احتمالي څپې لپاره يې چمتوالی نیولی او د دې لپاره چې که ژمي او مني کې د مثبتو پېښو شمېر په ډېرېدو شي نو دوی باید په مرکزونو او لرو پرتو سيمو کې ځينې بېړنۍ اسانتیاوې ولري.
اکمل سمسور وايي، په دې نیت يې په تېرو دوو اوونیو کې د اکسیجن د تولید ۵۶۰ دستګاوې د افغانستان ۱۳ ولایتونو ته لېږلې دي او نورو ته يې هم د لېږلو چاره روانه ده.
د خپلواکۍ او محرم نمانځنې کې دې ګڼه ګوڼه نه جوړېږي:
د عامې روغتیا وزارت وايي چې افغانستان لا هم له خطر سره مخ دی او که خلک پام ونه کړي نو ښايي بېرته د کورونا وېروس نوې څپه خپره شي.
وزارت له خلکو د افغانستان د خپلواکۍ ورځې او د محرم له رانږدېدې کېدو سره غوښتي چې ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي او روغتیايي لارو چارو ته دې پام وکړي.
د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، په تېرو دوو اوونيو کې د مثبتو پېښو کچه ۱۵ سلنه وه او دغه وزارت غواړي دا کچه پنځو او بیا صفر ته راټيټه کړي.
خو وزارت وايي، که د خلکو همکاري او د وزارت له لوري وړاندیز شویو روغتیايي سپارښتنو ته پام ونشي، دې موخې ته رسېدل ناشوني دي.









