کورونا وېروس: په هرات کې درې سوه بستریز روغتون د ناروغانو له 'کموالي' وروسته تړل شوی

د عکس سرچینه، Reuters
په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو لومړي مرکز هرات کې روغتيايي چارواکو هلته د کوویډ نولس ناروغانو درملنې درې سوه بستریز روغتون د ناروغانو له پنځوس سلنې کموالي وروسته د دولتي سرچينو د سپما په موخه تړلی دی.
له دې مخکې د افغانستان کابینې پرېکړه کړې وه چې د دولتي ښوونځیو ۱۱ او ۱۲ ټولګي او د شپې ښوونځي له ۷ تر ۱۲ ټولګي باید د وږي یا سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه پرانیستل شي.
د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې رنګینه حمیدي په وینا، ټول ښوونځي به جدي څارل کېږي او د کورونا وېروس د مثبتو پېښو د ثبتېدو په صورت کې ښايي په ښوونځيو کې د حضوري زدکړو په تړاو له سره غور وکړي.
په ورته وخت د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني په یوه خبري غونډه کې د عاشورا مراسمو په رانږدې کېدو سره وویل، لمانځونکي یې باید په سر پټو ځایونو کې غونډ نه شي.
نوموړي وايي، د کورونا وبا مخنیوي مبارزې ملي کمېټې د عاشورا مراسمو لمانځونکو لپاره یوه تګلاره چمتو کړې چې ژر به یې ورسره شریکه کړي.
له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي، چې د اهل تشیع دیني عالمانو شورا او د افغان ولسمشر د دویم مرستیال تر منځ پر دې موضوع یوه غونډه کې د محرم میاشتې لسمې مراسمو چمتوالي په تړاو بحث شوی دی.
بل لور ته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلرويشت ساعتونو کې د کورونا وېروس ۷۵ نوې مثبتې پېښې شوې.

دغه وزارت وايي، په تېره شپه او ورځ کې شپږ کسان د کوویډ - ۱۹ له رنځه مړه شوي او ۴۵۲ نور ترې رغېدلي دي.
په دې ډول په افغانستان کې د کورونا وېروس د ثبت شویو پېښېو شمېر له ۳۷ زرو او ۵۰۰ واوښت او د هغو کسانو شمېر چې له کوویډ نولس رنځه مړه شوي ۱۳۶۹ ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د یوې سروې له مخې ویلي، په افغانستان کې ۱۰ میلیونه کسانو د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ تېره کړې او اوس یوازې ۹زره فعالې پېښې لري.










