بیروت چاودنه: قهریدلي احتجاجیان د بهرنیو چارو وزارت ته ننوتي

بیروت

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، احتجاج کوونکو د بهرنیو چاور وزارت ودانۍ کې توکو ته زیان اړولی

بیروت کې لسګونه احتجاج کوونکي د سې شنبې ورځې چاودنې احتجاجونو لړ کې د بهرنیو چارو وزارت ته ننوتي دي.

له دې مخکې زرګونه لبنانیان چې خپلو سیاسي مشرانو ته غوسه دي، له هغې چاودنې څلور ورځې وروسته چې ۱۵۴ کسان پکې ووژل شول، د بیروت لارو کوڅو کې یو ځای شول.

د شهیدانو میدان سیمه کې د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.

په یوه ټلویزیوني وینا کې لومړي وزیر حسن دیاب ویلي، له کړکېچه د وتلو لپاره به له وخته مخکې د ټاکنو غوښتنه وکړي. چارواکي وايي، پر دې موضوع به د دوشنبې پر ورځ کابینه کې بحث وشي.

ډېری لبنانیان د څه باندې ۲۰۰۰ ټنه امونیم نایټریټ چاودنې مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله چارواکو ته قهریدلي دي.

بیروت

د بیروت ساحلي سیمه کې د سې شنبې ورځې چاودنې د ښار یو شمېر سیمې ونړولې او ویل کېږي هغه ژوره غوسه یې راوپاروله چې ډېری یې له مخکې لا د یوې ډلې سیاستوالو پر ضد شتوالی مني.

د دغې چاودنې لامل د امونیم نایټریټ یوه لویه زېرمه بلل کېږي چې له یوې بېړۍ نیول شوي وو، خو د ساحلي سیمې په یوه ګودام کې تر کلونو پورې پراته وو.

حکومت ژمنه کړې چې د پېښې مسوول کسان به د خپلو کړنو سزا وویني.

خو په لبنان کې د تېر کال له اکتوبر راهیسې د اقتصادي بحران او پولي واحد د ارزښت له کمېدو وروسته په لوړه کچه بې باوري رامنځته شوې ده.

د هغو دوو وزیرانو پر وړاندې ځايي خلکو سخته غوسه څرګنده کړې چې د چاودنې له کبله د ورانو شویو سیمو لیدنې ته ورغلي وو.

د چاودنې له کبله د ښار په ډېری سیمو کې کورونو ته زیان اوښتی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د چاودنې له کبله د ښار په ډېری سیمو کې کورونو ته زیان اوښتی

د شنبې ورځې له احتجاجونو مخکې یوه ځايي اوسېدونکي فارس حلابي اي ایف پي خبري اژانس ته وویل:

''له دریو ورځو خاورو، خځلو پاکولو او خپلو زخمونو وینځلو وروسته اوس وخت راغلی چې خپله غوسه څرګنده کړو او دوی ته سزا ورکړو. ''

په ساحلي سیمه کې له هغه ځایه چې خورا ډېر زیان ورته اوښتی یو لاریون تر شهیدانو میدانه پورې چې پروسږ کال پکې د حکومت ضد پاڅون احتجاجونه پیل شوي وو، یو لاریون په پام کې نیول شوی دی.

یو شمېر لاریونوالو په شهیدانو میدان کې د سیاسي مشرانو پر ضد د خپلې غوسې څرګندولو لپاره د هغوی ګوډاګي چمتو کړي دي.

د لاریون او احتجاج یو هدف د دغې چاودنې قربانیانو ته درناوی هم بلل کېږي، چې له کبله یې تر ۵۰۰۰ ډېر کسان ټپیان او نژدې ۳۰۰ زره کسان بې کوره شول.

لبناني ولسمشر میشل عون د چاودنې په هکله نړیواله څېړنه رد کړې ده. نوموړی وايي، کورني ماهرین به په دې اړه څېړنه وکړي چې د احتمالي بمي چاودنې په ګډون دې کیمیاوي موادو له (بهره چاودنه) ورکړل شوې او که نه.

چاودنې د شاوخوا سیمه نړولې ده

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چاودنې د شاوخوا سیمه نړولې ده

بل لور ته په پام کې ده د یکشنبې پر ورځ نړیوال مشران د بسپنې لپاره په هغه انلاین غونډه کې برخه واخلي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون بللې ده.

له چاودنې وروسته ښاغلی ماکرون بیروت ته تللی و او په لارو کوڅو کې یې ښاریانو د دغې پېښې په تړاو د بهرنۍ څېړنې د غوښتنې هرکلی وکړ.

لبنان د فرانسې پخوانۍ مستعمره وه او اوس د دواړو هېوادونو تر منځ نژدې اقتصادي اړیکي دي.

لبنان په مارچ کې د خپل مستقل پور په ورکړه کې پاتې راغی او دغه راز و نه توانید له نړیوالو پور ورکوونکو سره داصلاحاتو هغه پروګرام په هکله هوکړې ته ورسېږي چې له مخې یې نور پور ترلاسه کړي.