بیروت چاودنه؛ د پوښتنو ګروېږنو لپاره ځینې چارواکي کوربند شوي

بیروت

د عکس سرچینه، EPA

د لبنان پلازمېنې بېروت د پرونۍ درنې چاودنې په تړاو د پوښتنو ګروېږنو په لړ کې د ښار د ساحلي سیمې یو شمېر چارواکي کوربند شوي دي. په دغه هېواد کې د دوو اونیو لپاره فوق العاده حالت اعلان شوی دی.

دغه چاودنه کې ۱۳۵ کسان وژل شوي او له ۴۰۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د ګمرک مشر بدري ضاهر وايي، د دوی ادارې ته ویل شوي و چې کیمیاوي مواد له هغه ځایه لېرې کړي، خو په خبره یې ''داسې و نه شول. موږ دا کارپوهانو ته پرېږدو چې لاملونه یې معلوم کړي. ''

په ورته مهال مرستندویان په هغو کسانو پسې لټون کوي چې د سې شنبې ورځې له درنې چاودنې وروسته بې درکه دي. دغې چاودنې ټول ښار ولړزاوه او په ساحلي سیمه کې د لوګي یو پراخ چتر لیدل کېده.

بیروت

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د چاودنې سیمه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده

ولسمشر میشل عون وايي، چاودنه په ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایټرټ زېرمه کې رامنځته شوې چې په یوه ګودام کې د خوندیتوب له احتیاطي تدبیرونو پرته ساتل کېدل.

د لبنان کابینې اعلان له مخې پوځ ته دنده سپارل شوي ټول اړوند کسان د بیروت ساحل کې د امونیم ناټریټ زېرمې په تړاو د پوښتنو ګروېږنو بشپړېدو تر مهاله کوربند وساتي.

امونیم نایټرټ په کروندو کې د کیمیاوي سرې په توګه کارېږي او د چاودیدونکو توکو کار هم ورکوي.

ولسمشر میشل عون د کابینې بېړنۍ غونډه بللې او د چهارشنبې له ورځې یې درې ورځې رسمي ویر اعلان کړی دی. چاودنه پرون له ځايي وخت سره سم ماښام نژدې شپږ بجې (جي ایم ټي درې بجې) د ښار په ساحلي برخه کې له اور لګېدو سملاسي وروسته وشوه.

له بیروته رپوټونه وایي چې په روغتونونو کې د ټپیانو د درملنې لپاره نور نشته او ګڼو روغتونونو د نورو ټپيانو له منلو انکار کړی دی.

د ویډیو تشریح، بیروت کې زوروره چاودنه

ولسمشر عون د بېړني وضعیت لپاره د ۱۰۰ میلیارد لیرې (۵۵ میلیون ډالرو) فنډ اعلان هم کړي.

لبنان کې د سرې میاشتې مشر جورج کتاني رسنیو ته ویلي:"موږ د یوې لویې وینې تویېدنې شاهدان یو. هرځای قربانیان پراته دي."

"تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي. زموږ ډلې لاهم په سیمه کې د قربانیانو په لټه کې دي."

د لبنان د کورنیو چارو وزیر او د عامه امنیت مشر ویلي، داسې ښکاري چې دا چاودنه د هغو وسلو په ګودام یا ډیپو کې شوې ده چې څو کاله وړاندې نیول شوې وې، خو دواړو چارواکو ویلي چې تر اوسه د پېښې کره لامل نه دی مالوم او پلټنې روانې دي.

ولسمشر میشل عون ویلي، دا د منلو نه ده چې په یوه ګودام کې څه باندې دوه نیم زره ټنه (امونیم نایټرېټ) په ناخوندي توګه ساتل کېدل.

د چاودنې له ځایه تر ډېره لېرې پورې ودانۍ نړېدلې دي، ونې چپه دي او پر سړکونو د سوځېدلیو موټرو کتارونه تر سترګو کېږي.

بیروت
د عکس تشریح، عیني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې تر ډېره یې غوږونه کاڼه شول

غبرګونونه

د نړۍ ګڼو هېوادونو په بيروت کې د چاودنې په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي او خواشیني یې ښودلې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په بیروت کې له درنو چاودنو وروسته د لبنان له خلکو، د قربانیانو له کورنیو او حکومت سره غمشريکي ښودلې.

ښاغلي غني ويلي هیله لري چې د لبنان خلک او حکومت دغه سخت او ویرجن حالت مدیریت کړی شي او بریالي ترې تېر شي. د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني له لبناني توکمه ده.

د بریتانیا لومړی وزیر وایي، په یاده پېښه خواشینی دی او هر ډول مرستې ته چمتو دی.

د اریکا ولسمشر ډ‌ونلډ ټرمپ هم په یاده پېښه خواشیني ښودلې اوویلي دي چې امریکا به حالات څاري او هر ډول مرسته به کوي.

ایران او سعودي عربستان بیا یاده پېښه له خپګان ډکه بللې او خپله خواشیني یې څرګنده کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر ټوېټر لیکلي: "بیروت ته زما له زړه نه سلام. زموږ دعاوې د لبنان له ارامو خلکو سره دي. د تل په څېر ایران مرستې ته پوره چمتو دی."

بیروت

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، چاودنه د بیروت په ساحلي سیمه کې شوې

په هغه ویډیويي کلیپ کې چې پر خواله رسنیو خپور شوی، په هوا کې لوګي او ترې لاندې ویجاړې شوې ودانۍ لیدل کېږي. رپوټونو کې ویل کېږي، د ښار روغتونونه له ټپیانو ډک دي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوی، چې د ورانو ودانیو له خاورو، خځلو د ۱۰ کسانو مړي راایستل شوي دي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ځینې کسان لیدل کېږي، چې تر ړنګو دېوالونو او چتونو لاندې دي. عیني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې غوږونه یې کڼول. په ویډیويي رپوټونو کې پړمخې اوښتي ګاډي او نړېدلې ودانۍ لیدل کېږي.

لومړي وزیر حسن دیاب چارشنبه د ملي ویر ورځ اعلان کړې ده او ولسمشر میشال عون سه شنبه ماسخوتن د امنیتي چارواکو بېړنۍ غونډه رابللې ده.

لبنان کې روان سیاسي او اقتصادي بحران:

بیروت

د عکس سرچینه، Reuters

دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې په لبنان کې له اقتصادي مخ پر ځوړ حالت سره د پخواني تاوتریخوالي یاد تازه کېږي.

په ۲۰۰۵ کال کې د پخواني لومړي وزیر رفیق الحریري وژنې محاکمې پرېکړه هم نژدې راتلونکې کې کېدونکې ده، او د دغې حساسې قضیې له کبله هم لبنان کې تاو تریخوالی ډېر شوی دی.

تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو یوه محکمه به د موټر بم هغې وژنې په تړاو د څلورو مشکوکو کسانو په هکله خپله پرېکړه د جمعې پر ورځ اعلان کړي.

aftermath of blast in Beirut

د عکس سرچینه، Reuters

له لبنانه په وروستیو رپوټونو کې د هغه اقتصادي کړکېچ له کبله په لارو کوڅو کې د احتجاجونو خبره کېده، چې د کورنۍ جګړې (۱۹۷۵ - ۱۹۹۰) له پای ته رسېدو وروسته یې ساری نه لېدل کېږي.

د لبنان او اسراییل تر منځ د پولې له سیمې هم د تاوتریخوالي رپوټونه ورکړل شوي دي. اسراییلي چارواکي وايي، د دوی خاورې ته د حزب الله نفوذ کولو یوې هڅې مخنیوی یې کړی دی.